نشه ده د شرابو په رگ، رگ کې مې خوره ده
سندره چې زما د تخيل په تال سپره ده
نظر مې ښکلا وزيږوي کوم لور ته چې گورم
له کله نه چې ښکلې مې په سترگو کې ديره ده
چې تا په گلورين نظر يو وارې ورکتلي
جانانه د زړه سيمه مې اوس ټوله گلدره ده
يو څوک راغلل ژوندون يې د مرگي نيزه کې يوړو
دا پورې کلی وگوره چې واړه هديره ده
د روغې څه خبره به يې باز سره وي شوي
کوتره چې په شين سهار د بام په سر ښکاره ده
١٩٩٩/١١/٢٧
12.11.2007
- baz
څوک مې په ميو باندې، څوک مې په بنگ نمانځيڅوک مې د تورو سترگو په ښکلي جنگ نمانځي
بيا د غزل ملکې، گيډۍ سندرې راوړېچې به په دې عنايت، کوم يو ملنگ نمانځي
بيا په وطن سپرلی شو، جونې په سيل ووتېسپينه سينه به د چا په تور لونگ نمانځي
ډيوې رڼا دې ورته، د کوه طور ډيوه شيژوند په مرموزه ادا درته پتنگ نمانځي
د وطن...
12.11.2007
- baz
ښه ډېر په اسانه راته وگورهلږ خو په ما گرانه راته وگوره
زه مې نظر ستا په ښکلا وينځمهته او خدای جانانه راته...