د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
د فاصلولړۍ د مينې له نظر تيريږياحساس مې وبوږني سلگۍ شي له بصر تيږيږي د لاشعور نه يې شعور ته کډه کړې ده ننجانان زما د سينې دښت کې په سفر تيريږي تکل مې کړی دی چې لارې د گودر ښکلوومډېرې پيغلوټې په دې لار هر مازيگر تيريږي د زړه جونگړه ورانوي په يو نظر د جمالزما قاتل زما په سيمه بې خطر تيريږي د سباوون زيري د لمر باڼه موسکي موسکي کړيد سپيدې څرک چې د افق په سم او غر تيريږي
غزل
د غيرت او ننگ جذبه لا د پښتون شتهڅو يې تن کې لا يوه قطره د خون شته که ماضي په زنده گۍ چړې سرې کړياميدونه مستقبل ته د ژوندون شته د ظلمت تياری که شته دی لا خو شپه دهپسې وار هم د روښانه سباوون شته که فلک راباندې خپلې چارې وکړېراته زيری د زما د اوښتون شته که د وخت څپيړو موږ سره جلا کړودې ټوټې ټوټې ولس ته پيوستون شته که منزل څومره مشکل وي پروا نه
غزل
چې تصور مې د صنم ورانيږيجوړ سلسله د هر ستم ورانيږي په دغه بر کلي کې څنگه شور دیملگرو بيا د چا حرم ورانيږي خدای خبر بيا دې په زړه څه تيريږيچې ستا کوڅه کې مې قدم ورانيږي عابده داسې ښاريه کې اوسېوران خو لا څه چې په کې سم ورانيږي
غزل
چې له ليمو نه مې نظر پريوزيد ښکلو قدر مې په سر پريوزيارمان مې داسې نيمه خوا پاتې شيلکه چې بې ديدنه لمر پريوزيستا د وصال د يوې شېبې په بدلداغ مې د هجر په ځيگر پريوزيد انتظار په للمو للمو دښتوتور مې اوبه شي له بصر پريوزيته چې د کاڼي زړه سينه کې لرېزما د آه به څه اثر پريوزياوس په هجران کې د وصال يادونه لکه مرهم چې په پرهر پريوزيهسې پنا شوې د عابد له سترگولکه چې ستوری د سحر پريوزي
غزل
هوش مې د مينې په لمسون د ليونو پسې ځيتږی نظر مې ستا د چم کږو کوڅو پسې ځي زه خو دا ستا د غمه شپه او ورځ لوگی لوگی يمدا خلک نه پوهيږي هسې سپيلنو پسې ځي دا دې کوم راز دی د وصال و فراق نه پوهيږمگله چې پرخه ستا له مخ نه پلوشو پسې ځي راته نسيم په غوږ کې وی چې پرې غزل وليکهد يار خوشبو دې راسره غږ د پردو پسې ځي شور گډ شو خلکو وی چې حسن په بازار خرڅيږييوسف د مصر د يعقوب د اخيستو پسې ځي دا قافله د ژوند عابده مخ په وړاندې دروميڅومره چې تللي
غزل
قدر يې زيات شو چې ستي شو په شرر منگیځکه يې پيغلې جينکۍ اوس وړي په سر منگی له پښو نه سره پورې واخلي خوشبويي د جونوکلاله څرنگ دې جوړ کړی په هنر منگی غوږ يې د زړه درزا ته ايښی وي په ترخ کې د يارله پټو زړونو باخبر وي بې خبر منگی په ډکيدو کې چې خټ حټ په خندا وخنديږيمظاهره کړي د وصال په مازيگر منگی مور ته به څه بهانه کوې ته لا وړه يې گلېچې د اشنا سره دې مات کړ په گودر منگی عابده کاش چې ته کلال وای جوړول دې منگيله خپلې خټې نه دې جوړ وای