د غيرت او ننگ جذبه لا د پښتون شته
څو يې تن کې لا يوه قطره د خون شته
که ماضي په زنده گۍ چړې سرې کړي
اميدونه مستقبل ته د ژوندون شته
د ظلمت تياری که شته دی لا خو شپه ده
پسې وار هم د روښانه سباوون شته
که فلک راباندې خپلې چارې وکړې
راته زيری د زما د اوښتون شته
که د وخت څپيړو موږ سره جلا کړو
دې ټوټې ټوټې ولس ته پيوستون شته
که منزل څومره مشکل وي پروا نه شتٍه
حوصله لا د عابد سره د يون شته
11.11.2007
- baz
چې تصور مې د صنم ورانيږيجوړ سلسله د هر ستم ورانيږي
په دغه بر کلي کې څنگه شور دیملگرو بيا د چا حرم ورانيږي
خدای خبر بيا دې په زړه څه تيريږيچې ستا کوڅه کې مې قدم ورانيږي
عابده داسې ښاريه کې اوسېوران خو لا څه چې په کې سم ورانيږي...
11.11.2007
- baz
د فاصلولړۍ د مينې له نظر تيريږياحساس مې وبوږني سلگۍ شي له بصر تيږيږي
د لاشعور نه يې شعور ته کډه کړې ده ننجانان زما د سينې دښت کې په سفر تيريږي
تکل مې کړی دی چې لارې د گودر ښکلوومډېرې پيغلوټې په دې لار هر مازيگر تيريږي
د زړه جونگړه ورانوي په يو نظر د جمالزما قاتل زما په سيمه بې خطر تيريږي
د سباوون زيري د لمر باڼه موسکي موسکي کړيد سپيدې څرک چې د افق په سم او غر تيريږي...