چې تصور مې د صنم ورانيږي
جوړ سلسله د هر ستم ورانيږي

په دغه بر کلي کې څنگه شور دی
ملگرو بيا د چا حرم ورانيږي

خدای خبر بيا دې په زړه څه تيريږي
چې ستا کوڅه کې مې قدم ورانيږي

عابده داسې ښاريه کې اوسې
وران خو لا څه چې په کې سم ورانيږي