د فاصلولړۍ د مينې له نظر تيريږي
احساس مې وبوږني سلگۍ شي له بصر تيږيږي

د لاشعور نه يې شعور ته کډه کړې ده نن
جانان زما د سينې دښت کې په سفر تيريږي

تکل مې کړی دی چې لارې د گودر ښکلووم
ډېرې پيغلوټې په دې لار هر مازيگر تيريږي

د زړه جونگړه ورانوي په يو نظر د جمال
زما قاتل زما په سيمه بې خطر تيريږي

د سباوون زيري د لمر باڼه موسکي موسکي کړي
د سپيدې څرک چې د افق په سم او غر تيريږي