ډېره موده وشوله
چې ” برکنډو“ باندې د وريځو لړې نه ښکاريږي
او د خوړ غاړو کې رېدي راټوکېدلي نه دي

ډېره موده وشوله
د ” غره زيارت “ ته خلک نه ورخيژې
وايي روسانو يې په لارو کې بمونه ايښي
چې کليوالو به ثواب لپاره
په لپو لپو ترينه وڅښې اوبه
هغه ” بزرگه چينه “ اوس وچه ده

ډېره موده وشوله
چې د گودر لارې مو شړې پرتې
ځکه زموږ کليوال
 چېرته په کډه تللي
په بيرته بيا نه راغلل

ښه مې په ياد دي
د مکتب ها گلالو وړو به
د الفبا سندره
په ازانگو ويله

او دا مې هم يادېږي
چې د ايلبند نه به کوچيان راغلل
زموږ د کلي په شينکي باندې به
د وخت نه مخکې خزان ولگيده
د کليوالو به يو شور پورته شو.

                                        ٣/ ٥/ ٢٠٠٠