د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
ښاپيرۍ او ديو
شاعر په گڼ بازار كې د روزگار چرتونو په مخه كړى و، چې نا څاپه يې تخيل غزونې وكړې، له زړه نه يې نرۍ څړيكه پورته شوه او څنگه چې يې په شونډو زمزمه شوه، نو د سرك په غاړه له ولاړو پوليسو نه پرې يوه غږ وكړ:_ دې خوا راشه! دا كنځلې دې څنگه وكړې؟_ كنځلې خو مې نه دي كړي تاڼيدار صاحب._ چې كنځلې دې نه كولې، نو بيا دې د سودايانو په څير له ځانه سره څه اوتې بوتې ويلې؟_ اوتې بوتې خو مې نه دي ويلي تاڼيدار صاحب._ اخر څه بكواس دې كولو، شابه ووايه كه نه چمړه درنه وباسم._ هسې ما ويل ښاپيرۍ
او په کړس کړس مو وخندل
يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له ليدو سره مې د جنون تر حده مينه وه. په اونۍ كې به دوه درې ځلې هرو مرو له ښوونځي نه پټيدم او ځان به مې نيغ سينماته رساوه، مگر دومره په ويره لكه څوک چې په يوه لوى جرم پسې روان وي. يوه ورځ له يوه ملگري سره يو ځاى له ښوونځي څخه وتښتيدم او نيغه مو د سينما لاره ونيوله. په هغه سرك چې سينما ته غځيدلى و، په ويره ويره بيل بيل لاړو. كوښښ مو كولو چې حتى څوك خپلوان دې هم موږو نه ويني. د سينما ودانۍ ته چې ورسيدو، تقريباًد فلم پيل كيدو ته
خصوصي ميلمه
تيره ورځ چې كمال صاحب له وخت نه مخکې دمجلې ايډيټ شوې پاڼې د ميز له سر نه ټولولې، نو داسې معلوميده چې كوم ضروري كار پسې به ځي. د مجلې د مديرپه ميز يې سترګې ونښتې، د يوې خپرونې تازه ګڼې يې پام ور واړوه. مجله يې راواخيسته او له عادت سره سم يې د سرمقالې په لوستلو پيل وكړ. دوه درې جملې به يې لا نه وې لوستې، چې په تندي كې يې گونځې وغځيدې. د مجلې مدير ته يې وكتل، خوله يې څه ويلو ته جوړه كړه، خو مدير صاحب په خپلو كاغذونو كې ډوب و.په سرمقالې يې بيا سترګې ښخې كړې، يو پيرگراف به يې لا نه و لوستى، چې
سخت مصروف يم
يو خو دا ژورناليزم ډير ستړى كار دى او په تيره بيا صحافتي ژورناليزم، كه يو ځل سړى د صحافتي ژورناليزم په لومه كي بند شي نو بيا دې خداى (ج ) مل شي .تير كال چې زه ديوې مجلې د پښتو برخې اډيټر ووم ، نو دچا خبره له پښو نه مې بجلې ايستلې وې . دليكنو په خاطر به كله په ليكوال پسې په يوه او كله په بل دفتر گرځيدم. كه به كوم ليكوال په مخه راغى، د روغبړ نه د مخه به مې د ليكنې غو ښتلو رنگين لفظونه سره راټول کړ او د ليكنې غوښتنه به مې ترې وكړه.كه په كوم ليكوال پسې به دفتر ته ورغلم نو د خپل مصروفيت نه
شيخ صاحب
سره له دې چې ږيره بريت يې پاك خرييل خودمحلې خلكوبه شيخ صاحب باله. ده دشيخ جنرل سټورپه نوم په محله كې ترهرچاغټ دوكان درلوده. ددوكان په سريې ځان ته داوسيدومناسب كورجوړكړى وچې دى اودده ښځه پكې استوگن وو. شيخ د اولاد له نعمته بې برخې و. دوكان ته يې دوه تنه شاگردان نيولي وو. هغه دمحلې له خلكوسره جوړتازه په ورين تندي كوله خودمحلې دخلكوپه دې ښه نه ايسيده چې شوم سړى و. تنخوادارو ته به يې ترتنخواپه پورهم سودا وركوله. كه پوره وړي به په ټاكلي نيټه پورپرې نه كړ، نودشيخ صاحب دپوردوصولولولاره به بدله شوه.
عابد په نامريي ځواک کې
نه يوازې زموږ په هيواد بلکې په ټوله نړۍ کې له پخوا زمانو راهيسې د شعر او نظم حکمراني ښه په درز کې روانه وه. خو دوخت په تيريدو ورو ورو د شعر او نظم د حاکميت واګې سستې شوې او ځای يې نثر ونيوه.د پښتو ادب په نړۍ کی لا تر اوسه د شعر او نظم حکمراني هماغسې په خپل ټول قوت او زور چليږي. په هر کال کې په لسګونو شعري ټولګې له چاپه راوځي، خو د نثري کتابونو چاپ بيا د ګوتو په شمار دی. بازمحمد عابد هم د نورو پښتنو ليکوالو په څير لومړی خپل قلم په شعر خوځولی دی، خو په دې وروستيو وختونو کې يې سمدلاسه د شعر له ن
مباركه شپه
په ټوله هفته كې مو د جمعې شپې ته سترگې په لار وي. په زړه كې كرو او ريبو كه څوك وطندار راپيښ شي او پروگرام ته مو بوځي. خو زموږ د خوارانو دومره تالې چيرته دي چې څوك مو پوښتنه وكړي. اوس خو خلك په نوم پسې گرځي، خو بيا هم د جمعې شپې ته انتظار باسو په تيره بيا د مني په شپو ورځوكې چې د ودونو سيزن وي. خو مجال شته كه څوك مو پوښتنه قدرې هم كوي.تيره شپه تر ناوخته په ديره كې ناست وم او سازيان مې چې خامه خوله هلكان دي، هم له ځانه سره ايسار كړي وو. په زړه مې خوړلې وه چې نن شپه به هرو مرو خداى څوك راپيښ
ګټه
په كار خو دا وو چې له څو شب جمعو نه پس مې سه روزه لگولې وه، خو داسې و نه شول. په اول ځل چې شب جمعې له تلم، نو د سه روزې اراده مې كړې وه. په اوله سه روزه كې راته پته ولگيده چې تر اوسه مې د دين له حكمونو څخه يو هم په سمه توگه نه دي تر سره كړي. تر دې چې لمونځ به مې هم له يوې مخې غلط ويلو. له سه روزې نه پس مې د تبليغ سره مينه پيدا شوه. له تبليغي گروپ سره به په گشت وتلم. خلكو ته به مو دعوت وركولو. يوه ورځ چې د مخه را ته د مازيگر له لمانځه نه پس د اعلان ويل شوي وو، په ډير جرئت مې وويل:- دوس
هر چاته خپل وطن كشمير دى
د هجرت په اوم كال چې پيښور ته په كډه شوم، نو د نورو خپلوانو په څير مې دكمپ پر ژوند د ښار ژوند غوره وگاڼه. مياشت نيمه مې د ماما په كور كې له خپلو بچو سره اړولي وو. خو د پيښور په تنگو كورونو كې د دوه کورونوگډه گذاره ډيره گرانه وه، مجبور شوم او د ماما سره په گاونډ كې مې د دوه كوټو كور په كرايه ونيوه. په كومه محله كې چې زه اوسيدم، له هغې محلې نه يو كس چې ابرارخان نوميده، ځان يې د محلې د نماينده په توگه كانديد كړى و، زما د كور نه لږ ورها خوا يعنې په دوهمه كوڅه كې اوسيده او تر هغې چې انتخابات را رس
نامريي ځواک
خدايزده چې زرك له كومه ځايه زموږ كلي ته كډه راوړې وه، خو زموږ كلى يې د پلار نيكه وطن باله. په مړي ژوندي كې به تر هر چا د مخه نيغ نيغ كيده. د نورو ملگرو په پرتله يې له ماسره ډيره جوړه وه. شايد علت يې داو چې له ماسره يې كله هم جنگ نه و راغلى. كه نه داسې ورځ به نه وه چې په ده به چا سر نه و مات كړى. او له همدې امله يې په سر كې خنډونه جوړ شوي وو. په سر يې ويښته كم او د پرهرونوخاپونه زيات معلوميدل. او له دې وجې به يې تل يوه خيرنه خولۍ په سروله د بيسوادۍ پرې ختمه وه. خو زه په دې راز تر اوسه هم پ
قيمتي وينه
له ماشومتوبه مې په خپل مټ باور و. په ښوونځي کې به هم په تن بدن کمزوري ياران رانه په څنګ تېريدل. داسې ورځ به نه وه چې په چم ګاونډ کې به مې د چا تڼۍ نه وه شلولې او ميندې به يې له موږ کره به شور نه راتلې او له همدې بې سرۍ له وجې به مې راته مور ستغې سپورې ويلې. څه په خوارو مې لسم پاس کړو، هغه ورځې مې هم وليدې، چې دفتر په دفتر د نوکرۍ لپاره وګرځېدم، خو زموږ د خوارانو په قسمت کې نوکري چېرته وه. ټول وخت مې په بې روزګارۍ کې تېر کړ، هسې به د محلې په کوڅو کې ښکته پورته کېدم، له دې وجې د لنډغرو په سر کې
ضـــــرورت
شپه په پخيدو وه، تازه،تازه مې سترگې سره ورغلې ولې، خو د دروازې د بې دريغه ټكاري سره بيدار شوم. سودا مې شوه، دروازې ته ورغلم او د وره تر شا مې وپوښته:- څوك يې؟- يار، زه يم سرمست؛ ته لږ بهر راووځه! څه ضروري كار درسره لرم.دروازه مې خلاصه كړه، ستړي مشي مې ورسره وكړه او په داسې حال كې چې په سترگو مې گوتې موښلې او اوږده اوږده اسويلي مې ايستل؛ ورته ومې ويل:سرمست خان، خداى دې خير كړي، څنگه دې په دې ناوخته پيښه راوكړه؟- يار، حال د ويلو نه دى، خو څه مې كړي وى، ضرورت راپه مخه كړى يم،
شكست
نن مې له سهاره طبعه خړه وه، له څو كسانو سره مې خوله ووهله، نږدې وو چې له يوه سره مې لاس اچولى و، مگر خداى خير كړ. اصلي سگرټ به ولگوي او بيا به وايي چې دا خو نقلي دى. يو خو دې خداى د دې كارخانه دارو انصاف روزي كړي، يو شى به لا راوتی نه وي چې بيا يې نقل جوړ كړى وي.رښتيا زه د پيښور په يوه گڼ بازار كې د سگرټ خرڅولو كراچي لرم چې پيښوريان يې گاډى بولي. هسې خو په دې بازار كې د ناستې څه چې د ولاړې ځاى هم نه پيدا كيږي، مگر زه هم دومره مفت نه يم ناست. د بازار د دوكاندارانو د اتحاديې مشر راته د زنځي
د قربانۍ چمړې
لوى اختر ته به لا څو ورځې پاتې وې چې زموږ محلې ته د كشميري مجاهدينو په نوم څو تنه راغلل او د جامع مسجد مخې ته يې چې د محلې په بازار گوټي كې دى، دفتر پرانيست. په همدغه ورځ د فلاحي مرستندويه ټولنې ځيني غړيو او د جامع مسجد امام صاحب سره په رابطه كې شول. د محلې په بازار ګوټي كې يې له يوه سر نه تر بل سر پورې په ديوالونو اشتهار پاڼې ولگولې. په پاڼو كې د جنگ له ټريننگ نه پرته له ځوانانو څخه غوښتنه شوې وه چې په عملي جهاد كې برخه واخلي او د هندوانو په مقابل كې وجنگيږي او خپله اسلامي فريضه ادا كړي. دغه
ايمان دی ايمان
په هيواد کې د اسلامي نظام د راتلو څخه تقريباٌ دوه مياشتې وروسته په داسې حال کې چې کورنۍ مې په پيښور کې اوسيده، ګوښی د جلال آباد ښار ته راغلم او په صرافۍ مې پيل وکړ. د شپې تيرولو لپاره به د يوه نيږدې عزيز هوټل ته تلم او په عين حال کې به مې ورته منشيتوب هم کاوه. يو مازيګر د خپل عزيز سره د هوټل د لومړي چت په پيک پر چوکۍ ناست وو م او چای مو نوش جان کولې چې زموږ يو بل کليوال چې هغه هم د صرافۍ کار کاوه، د مخابراتو په چوک په داسې حال کې ګړندی تيريدو ، چې شاته يې يو پيټی هم اچولی. عزيز مې پرې
انسان او سپى
د حضرت صاحب د حکومت به لا يوه اونۍ نه وه پوره شوې چې موږ څو تنو کليوالو ملګرو په يوه شين سهار له پېښور نه په يوه موټرکې حرکت وکړ او څو چې توپ ډز کولو، نو موږ بيا خپل کلي ته رسېدلي وو. کلى څه و، بس تشې کنډوالې وې. هر څه نږدې- نږدې ښکارېدل، يوه ملګري وويل:”اوهو، دا غر څنګه را لنډ شوى دى. “بل وويل:” لکه چې د کوم مين سوال به خداى قبول کړى وي چې وايي:خدايه را لنډ کړې دا د ځمکې تناوونه“په کلي سر شو، په تشو کنډوالو ګرځېدو، هر چا ته د خپلو کورونو پخواني انځورونه سترګو ته کېدل. د ک
بې وخته اختر
چې خداى (ج) ته ښكاره وي، نو له بنده گانو يې څه پرده. كه رښتيا راباندې وايې، سږ كال خو مې تر پنځه ويشتمې روژې پورې د تراويج يو لمونځ هم نه و كړى، بلكې د ماخوستن لمونځ به هم رانه اكثر قضاء و.د روژې شپږويشتمه شپه وه، چې د تره زوى مې له نږدې مدرسې نه قاري صاحب راوست. غوښتل يې چې په كور كې سره په گډه ختم شريف ادا كړو. چا ته چې په ختم كې د ګډون بلنه وركړى شوې وه، تقريباً پوره شوي وو. اودس مې وكړ. وټاكل شوه چې په درې شپو كې به ختم سر ته رسوو. قاري صاحب د ښکلې نوراني څيرې سره ښكلى بلبلي غږ هم درل
ګران نصرت الله الهام ته ډالۍ
الهامه! تا دې خدای ژوندی لريدرته د زړه خبره سپينه کوملرې به نه ځو نن سهار چې مې ته وليدلېماته دې څو کلونه وړاندې زلميتوب راياد کړزه چې هم ستا په څير زلمی وم نو همداسې اومهما به هم ستا په شانتهپه خپلې سکاڼې غنمرنګې څيرې ناز کولوکله نا کله به مې پټ په پټهزړه کې چا ښکلې سره راز کولوهاغه کيسې د هغې وخت سره په سيند لاهو شوېاوس موده ډېره تيرهبيا مې يو چا د زړه ګريوان څيرې کړيو ناليدلې ښکلاد تليفون په کرښهزما زړګی له سينې بوټ ايستلیپوهيږې!
انتظار
بيا مې په زړه باندې راووريدېد تليفون دې انتظار کومهپوره اونۍ وشوه چې نه مې پوښتېبيا به دې څنګه زړه ته لارکومه ما نه به څه خطا ضرور شوي ويچې په خوبونو کې اوس نه درځمه
يو چاته ليک
ګرانې خپه نه شې ويده خو نه وې؟ په شين سهار درته سلام کومه باور دې وشه په ايمان يې وايمزه دې له زړه نه احترام کومه چې په موبايل کې مې ستا زنګ راشيپه خدای زما شونډې پرې وغوړيږيستا بلبلي او سندريز آواز تهزما د زړه غوږونه وتخنيږي زما په خپل ځان هم باور نه کيدهخو تا سپيڅلی شان يقين راکړپه تليفون چې دې بلنه راکړهزما اروا ته دې تسکين راکړ تصوير دې زړه کې جوړوم ورانومکله نا کله چې ګوښه غو