د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور
افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ ش کال غويي د مياشتې په ٢٧ نيټه چې د ٢٠٠٨ م کال د مۍ د ١٦ نيټې سره برابره وه، په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر شاه د يار په موسسه کې ماسپښين درې بجې په تلاوت پرانيستل شوه. د غونډې ريس عزيز تحريک و او ميلمه يې صابرخان ثبات و. وياند يې جاويد احمد اوربل او د تيرې غونډې راپور عبدالواسيع رحمت واوراوه. په راپور له نقد وروسته عصمت قانع خپله لنډه کيسه ( د لاس کرښه) په نوم کره کتنې ته وړاندې کړه چې دوستانو يې ښې ګڼې او بدګڼې په ښنه کړې. تر کر
د وکيل شينواري د کيسو دريمه ټولګه( رنځورې هيلې ) خپره شوه.
رنځورې هيلې د ښاغلي کيسه ليکوال عبدالوکيل سوله مل شينواري د لنډو کيسو دريمه ټولګه ده چې په لندن کې د افغان کلتوري ټولنې په ښه کاغذ په ١٠٤ مخونو کې د ٢٠٠٠ ټوکو په شمير خپره کړې ده.په دې ټولګه کې ١٣ کيسې راټولې شوي دي چې ټولې يې د افغانو ښځينه ژوند انځورونه وړاندې کوي. تر دې د مخه هم د وکليل شينواري دوه د لنډو کيسو ټولګي خپرې شوي دي چې يوه يې زړه کلا نوميده چې په ٢٠٠١ م کال کې په پيښور کې خپره شوې وه او بله يې پنځوش ميلونه نوميده چې په ٢٠٠٥ م کال کې خپرې شوې او ٢٠٠٧ م کال د کوزې پښتون
د ډاکټر لٌطيف ياد، يادونه
ګران عابد صا حب!سلامونه مې ومنئ،کله مې چې ستا سو په ويب سا يټ کې د چپرهار د ما ڼو کلي ښکلي انځورونه وليدل نو خپل ما شو متوب را په ياد شو چې دخپل خدای بخښلي پلار سره د هغه د ترور کور ته چې د ما ڼو په کلې کې و تللی وم ٠که څه هم زه د چپر هار د ددولتز يو دکلي او سېدونکی يم ،خو ماڼو ته دا زما لو مړنی او وروستنی سفرو٠ښه مې په ياد دي چې هلته مې داوړي دمو سم يوه د خا طرو نه ډکه شپه تېره کړه او ښه پر ېمانه تو تان مې و خوړل ٠زما ښه په يا ددي چې زما د پلار د ترور زامنو هر يوه زين ګل او دېدار څو مره په م
درنو دوستانو سلام!
تر هرڅه له مخه ستاسو د ښه صحت وسلامتيا او برياليتوب په هيله.دا ښه نظر دی بايد چې پس له دې د تبصرو خونه بنده وساتل شي، ځکه چې ځېنې نااهله او بې کفايته کسان خوشې بېځايه بې منطقه ښکنځلې کوي چې دا ښکنځلې خپله د دوی د اخلاقو او کردار نماينده ګي کوي. ما د ښاغلي عابد د سفر د هېواد د شمالي برخې چې تازه کندوز ته تللی وو او هلته يې د آمو سيند پر غاړه انځورونه اخېستي ول او بيا يې د سالنګ او چاريکارو انځورونه ورپسې خپاره کړل چې دا د ده د هېواد سره د مينې او وفادارۍ نماينده ګي کوي.له بده مرغه چ
د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ انځورونه
عابد جانه! دا څو عکسونه زما د خپل کلي دي چې په تصوير کې ښکارېدونکې جونګړه زما پلرنۍ مېنه ده دې سيمې ته د چپليار، ماڼو اخونزادګانو کلى وايې .په بل تصوير کې چې کوم چينار ښکاري دا زموږ د سيمې ډېر مشهو رچينار دى دې ته د پير صېب چينار وايې پير صېب زموږ په سيمه کې لوى ستانه تېر شوى. دا چينار يوه ځانګړنه دا هم لري چې هېڅوک نه شي کولاى چې ددې چينار لرګي په خپل کور کې وسوځوي. يواځې په جومات او نورو ټولګټو کارونو کې ترې کار اخيستل کېږي .زموږ د سيمې خلک پ
له چاريکارو ها خوا/ انځورونه
ګرانو ليدونکو او له هيواده ليرې وطنوالو. په سلامونو مو نمانځم، دا دی نن درته د هيواد د شمال ځينې انځورنه په ليکه کوم. او بلا ډېر انځورنه مې اخيستي دي، چې په وار وار به يې بلاګ ته پورته کوم او ستاسې نظرونه به پرې غواړم.په دې هيله چې خوښ مو شي. دا انځورنه د پروان ولايت له چريکارو او جبل السراج پورې سيمو دي، بل ځل به درباندې اشاالله سالنګ وينم او بيا به همداسې پر مخ ځو. خوښه مو ده؟ ګران دوستان کولای شي چې په لاندې پته خپل نظرونه او نيوکې راوليږي، که نظرونه او نيوکې چ
ياران د آمو پر غاړه
د شيرخان بندر د شمشار تلويزيون کمره مين عبدالحليم همت نور الحبيب نثار
د نعيم مومند غوښتنه
Salamona aw niki hilli mi wamanهيله لرم چې جوړ او رمټ به یاست . ستر څښتن (ج) مو تل روغ او هوسا لره .تکړه او هڅاند بازه ! ستا د قلم د روانۍ کېسې مې ډېری اورېدلي او لوستلي دي . تېره ورځ مو چې غريز ولایت(کنړ)ته تشريف وړی و .او د ( د کنړ سيند مشاعره يوه په زړه پورې خاطره) تر عنوان لاندې مو ډېر ښه یونلیک يا راپور کښلی ونو زه د یو پردېس افغان په توګه له ستاسو څخه هيله کوم چې د اوار ولايت (کندز) هم یو بشپړ راپور وليکئ .د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل دسالنګ نه هاغه خوا یوه لو
له شرر ساپي سره مرکه
عابد: شررصاحب! مهرباني وکړئ لوستونکو ته ځان وروپيژنئ.شر رساپی مې نوم دی. پلرنی ټاټوبی مې د کنړ ولايت دی. زه د کندوز ولايت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې زيږيدلی يم. د روسانو له يرغل سره سم مو له کندوز څخه پيښور ته هجرت کړی دی. د پيښور ښار سره نيږدی د جلوزو په کمپ کې مې په عربي ژبه ليسه ويلې او تر ليسې وروسته عربي ادبياتو ته بريالی شوی يم چې هغه پوهنځى د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ننګرهار پوهنتون کې مدغم شو او د پوهنځي وروستی کال مې په ننګرهار کې سرته ورسولو او په ع
د ريدي ګل مشاعرې لنډ راپور او څو انځورونه
د ١٣٨٧ کال د غويي په شلمه نيټه د کندوز ولايت په مرکز کې دد پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې له خوا د افغان کلتورې ټولنو جرګې په په نخنيکي مرسته د ريدي ګل دوديزه مشاعره جوړه کړې وه چې تر ٦٠٠ تنو زياتو شاعرانو، لکيوالو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړی وه. د دې مشاعرې وياندويان ګل رحيم نياز مند او ذبيح الله احساس وو. په مشاعره کې يوه فرهنګپال قومي مشر حاجي عبدالستار اسحاقزي ته د استاد شپون په لاس د سرو زرو هغه مډال ورکړل شو چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې له خواتيار شوی و
د لوګر ولايت څو انځورونه
د لوګر ولايت انځورونه ګران عارف لودين بلاګ ته راليږلي دي چې مننه ترې کوم.
د عبدالقديم پتيال مينه
راليږونکی :عبدالقديم پتيالد راليږونکي پته :Q_Patyal@yahoo.comنيټه : 04-05-2008 د ښاغلي عابد په باب ډېرو دوستانو بېلابېل نظرونه ور كړي ول او ډول-ډول ستايني يې كړي وې، خو دلته زه د عابد صاحب ستاينه نه كوم، بلكي كورودانى يې وايم چي دغسي يو بلاګ يې ځانته جوړ كړى، چي د دوى د ښه ذوق استازيتوب كوي. كورودانى يې ځكه وايم چي له دې ډېر وخت راهيسي مي له قلم او كتاب سره خپله مقاطعه اعلان كړې ده او حتى اوس دې حالت ته رسېدلى يم، چي په خداى كه د پښتو ادب سر او سربند لا راته معلوم وي، هسي
د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د مملې باغ څو انځورونه
ګران دوست تاج الدين لودين مينه کړې ده او بلاګ ته يې د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ د مملې باغ څو انځورونه راليږلي، زه هيله لرم چې لودين صاحب به د نوموړي تاريخي باغ انځورونه له بيلابيلو اړخونو څخه واخلي او بلاګ ته به يې راوليږي، او هم دا تمه هم لرم چې د باغ په هکله د بلاګ ليدونکو ته مالومات هم ورسره ضميمه کړي، چې تر کومه حده بيا رغول شوی دی.په مينه ستاسې باز
د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ څو ښکلې منظرې
دا انځورونو بلاګ ته ګران ورور لايق کاموي راليږلي دي، ما په ننګرهار کې له ډېرو يارانو څخه هيله کړې وه چې د نور د درې انځورونو راته راوليږي، يوه يې هم دا ځواني ونه کړه خو کاموي صاحب ته د بلاګ په ليدو دا احساس پيدا شوی و چې د نور دره هم د ليدو ده. کور يې ودان.
د کندهار ولايت ځينې منظرې
د ځايونو سره د نومونو ليکلو ته مې پتنوس اغا پام ورواړاوه چې مننه ترې کوم د بابا ولي مزار چې په يوه تپه باندې جوړ دی او هره ورځ يې مزار ته زرګونه خلک ورځي دا هم د سياحانو له پاره د بابا ولي د مزار تر څنګه هوټل جوړ شوی دی
دا به څوک وي؟
نه ستړی کیدونکی او مېلمه پال کوربه ! له کمکیانو سره کمکی ، د ځوانانو سره ځوان او له زړو سره زوړ.د ادب د میدان جانان !د ساده ښکلا خیال پنځونکی او نوښتگر شاعراوکیسه مار!د بهیر د دریځ پخوانی خوږ ژبی ویاند ! د سکاڼې غنمرنګې ښکلا ساده باده انسان!ستاينه یې ډیر دروند کار دی . د کوډگرو او زړه راښکونکو الفاظو کارول د هر چا د وس خبره نه ده چې په چا کوډې وکړي او راخپل یې کړي .مگر دی په تش یوه خوله خندا هم نیغ زړه ته ننوځې او بیا د یارانو یار شې
په بهير کې د استاد زيار په ليکلارښود بحث
بحث کوونکی: استاد نجيب منلید يادونې وړ ده چې دا بحث د ١٣٨٦ کال د تلې د مياشتې په ٢٨ نيټه افغان ادبي بهير کې شوی و . استاد منلي د استاد زيار په ((ليکلارښود)) بحث له بهير والو سره شريک کړی و او په هماغې اونۍ کې ما له کسټ نه را ايستلی و. استاد منلي ته مې د يو ځل کتو له پاره ليږلی و او اوس يې ستاسې پر وړاندې په ليکه کوم. استاد منلي دا کتاب ځکه د بحث له پاره غوره کړی و چې دا د ډېر ارزښت وړ دی او په ځانګړې توګه ځوانان ليکوال يې بايد ولولي او ځانونه ورباندې پوه کړي.&