د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
د عزيزالرحمن تسل مينه
راليږونکی :عزیزالرحمان تسلد راليږونکي پته :aziz_rahman52@yahoo.comنيټه : 15-07-2008سلامونه او نیکي هیلی قبولي کړه عابد صیب:یره اشنا په خدای چی ډیری خوږي خاطري لري زه اکثر ستا خاطري ګورم ډیره مزه راکوي خپله هم خوږ یی او خاطری دی هم خوږي دی ما په اول ځل د کندز په مشاعره کی د نیازمند دوی ځای کی چی ولیدی نو ډیر خوږ راباندی ولگیدی. تسله وروره خدای دې ښه لره چې تاسې زما خاطرې لولئ او خوښوئ يې هم. خاطرې خوږې وي او که ترخې، دا د هر انسان په
د مدير صاحب صـيم الله په مړينه خواخوږي
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې مدير صاحب صميم الله په حق ورسيد.انا لله و انا اله راجعونمدير صاحب صميم الله چې د استاد محمد آصف صميم پلار و ٨٧ کاله پخوايې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې سترګې دنيا ته وغوړولې. عالی دارالمعلمين يې په کابل کې ولوست او د استادۍ په سپيڅلې دنده يې لاس پورې کړ. ارواښاد څه کم شپيته کاله دې خدمت ته دوام ورکړ چې له معلمۍ نه يې نيولې تر مديريتونو پورې يې په ننګرهار، لغمان او کنړ کې وظيفې سرته رسولي دي. ارواښاد نه يوازې دا چې وظ
خاطره/ عابد
د تير کال خبره ده. له دفتر نه مې رخصت واخيست او کور ته مې د تلوتابيا ونيوله. څه د پاسه لس بجې وې چې له دفتر نه ووتم . په ټکسي کې سپور شوم. په دې وخت کې راته د يوه ملګري فون راغی چې ويل يې حاجي صاحب ...... مړ دی او څلور بجې يې کلي ته جنازه راوړي. ما هم تصميم ونيو چې کلي کې به يو سټاپ وکړم. جنازه کې به ګډون هم وکړم او بيا به هغو موټرو کې ځان پيښور ته ورسوم چې مړی يې کلي ته رارسولی دی. هغه وخت د تورخم هډه په باګراميو کې وه. زه چې څنګه له ټکسي نه کيوتم، يوه موټر وان رامنډه کړه&nbs
د بارکوال مياخيل د مينې زړی/ عابد
د بارکوال صاحب شاعري مې ځکه په شوق ولوسته چې د ځوان کول نماينده شاعرانو په کتار کې شيمرل کيږي . د شعر ژبه يې پخه، ساده او روانه ده. پريمانه موسيقيت يې په کې ځای کړی دی چې سندرغاړي يې په اسانۍ سره د موسيقۍ په پردو سورلی شي.په شعرونو کې یې بارزه نقطه مينه او عاطفه ده، خو ورسره د نوي دور تقاضې، پښتنو ته ورپيښې او پرتې ستونزې او له تمدن سره د خپل وروسته پاتې قوم د ګام اخيستلو ارمان&nbsp
د ثمرخيلو زراعتي فارم
کله چې د ډرونټې بند جوړ يدو نو ورسره سم يې د جلال باد د هډې، ثمرخيلو او غازي آباد په سيمو کې زراعتي فارمونه هم جوړ کړل. په فارمونو کې په دولتي کچه زراعت او مالدارۍ ته وده ورکول کيده. په دې فارمونو کې يوازې د ميوو باغونه جوړ نه شول بلکې د تخمونو د روزلو د غواګانو او چرګانو د ساتلو بندوبست هم شوی و. د يادولو وړ ده چې د ډاکټر نجيب الله په وروستيو کلونو کې هم دا فارمونه فعال وو او ښه حاصلات يې ورکول. په دې باغونو کې مالټه، کينو، نارنج، ترونج، سنتره، ليمو او زيتون هغه ميوې دي د هيواد ګوټ ګوټ ت
د زاهد ساپي د واده په مراسمو کې د ځينو فرهنګي دوستانو ګډون
زاهد ساپی چې له ډېرو کلونو را په دې خوا له خپلې کورنۍ سره په اروپا کې اوسيږي. نوموړی يو ادب پاله او فرهنګپاله ځوان دی چې کله کله شعر او يوه نيمه ليکنه هم کوي. زاهد ساپی د نيټ په نړۍ کې دوه پښتو پاڼې چې يوه يې د (( پښتو ډيوه)) او بله يې (( اتل افغان )) نوميږي، چلوي. د ٢٠٠٨ م کال د جولايی په شپږه نيټه يې په کابل کې واده وکړ چې ځينو فرهنګي دوستانو په کې هم ګډون کړی و. راځئ چې دلته يې انځورونه وګورو.
د پيښور په صدر کې د باړه مارکيټ څو انځورونه
په افغانستان کې د ثور له کودتا نه مخکې په دې بازار کې يوازې د شفيع مارکيټ په نوم د بهرني رخت پورنځيونه موجود و خو نوره کوڅه ټول کورونه وو. کله چې افغانان پيښور ته مهاجر شول نو له برکته يې په لسګونه کورونه په مارکيټونه واوښتل او په سلګونو دوکانونه په کې همدې افغانانو چا په بيه واخيستل او چا په کرايه ونيول. اوس دا مارکيټ په باړه بازار ځکه مشهور دی چې بهرني توکي، لکه رخت، تلويزيون، بخچال، فريزر، عطرونه، د کاليو مينځلو ماشيونونه او ډېر نور توکي هم تر لاسه کيدای شي. په دې کوڅه ک
د ننګرهار ولايت د ثمرخيلو کلي څو انځورونه
دا کلی د جلال آباد ښار نه لمر خاته لور ته په لس کيلو مترۍ کې پروت دی. دا کلی ثمرخيل نوميږي چې د بهسودو ولسوالۍ پورې اړه لري. د کلي شمال ته د کنړ سيند په مستۍ سره تيريږي. زموږ د کلي او کامې ولسوالۍ تر منځ همدا د کنړ سيند روان دی. پخوا به د کاموالو تګ راتګ جلال اباد ته د ثمرخيلو له لارې کيده چې خلک به په يوه تنابي جاله کې پوريوتل راپورې وتل. لمر خاته ته يې د ثمرخيلو غر پروت دی چې د غره تر شاه د ګردي کڅ په نوم يو وړوکی کلی آباد دی چې دا کلی هم د بهسودو ولسوالۍ پورې اړه لري. جنوب ته يې د
په ثمرخيلو کې د مياعلي بابا په هکله لنډ مالومات او انځورونه
د باز بلاګ قدرمنو ليدونکو دا ځل مې درته د ننګرهار ولايت کې د ثمرخيلو په کلي کې د مياعلي بابا د زيارت په اړه مالومات راټول کړي دي، هيله ده چې ستاسې د پام وړ وګرځي. زموږ په ټولنه کې د ميا او ملا په دم او درود د خلکو عقيدې له سلګونو کلونو را په دې خوا موجودي دي. ځينې خلک اوس هم ډېر ناعلاجه ناروغان په زيارتونو ګرځوي. مثلاً د ګوزن ناروغان د هسکې مينې په ولسوالۍ کې مياجي صاحب ته ورولي، د زيړي ناروغ د بند اخيستو په خاطر ګردي غوث ته وورولي او دماشومانو د زيل نه د مخنيوي،
په چوپه خوله خير غوښتل/ عابد
د باز بلاګ قدرمنو لوستونکو!تاسې به ليدلي وي چې په کابل کې د ښځينه خيرغوښتونکو شمير له حده اوښتی دی. د ښار په بيلو بيلو سميو کې سوالګرې ښځې ليدل چې کله په يوه نارينه پسې او کله په بل نارينه ته لاس غځوي او تر هغې شله وي چې يوه روپۍ نيمه ترې وشکوي. دا به مو هم ليدلي وي چې که يوې ته دې د زړه سوي له وجې يوه روپۍ نيمه ورکړه، نو شا و خوا نورې سوالګرې ښځې درنه راتاوې شي او تر هغې دې نه معاف کوي، چې پيسې درڅخه وانه خلي. او دا خو به مو ضرور ليدلي وي، چې ډېری ښځې خپل د ګل په شان ماشومان
د غزل شپه/ دريم البم
ګرانو دوستانو او د باز بلاګ ليدونکو ښې چارې! په دې البم کې تاسې ځينې شاعران ياران له شاولي استاد سره او ځينې نور نوموتي هنرمندان له شاه ولي استاد سره ليدی شئ. د يادولو وړ ده چې په شمشاد تلويزيون کې شاولي استاد د حمزه بابا، غني خان بابا، پير محمد کاروان او بابرزي صاحب غزلې په استادانه انداز کې وويلې او د چا خبره ښه چک يې لګولی و. راځئ چې دلته په ځيڼې انځورونه وګورو. شاه ولې استاد خپلو مينه و
د غزل شپه دويم البم/ عابد
په شمشاد تلويزيون کې د غزل شپه نه يوازې دا چې د ښوښو شاعرانو شعرونه اوريدل کيږي، او يا هم له پښتنو سندرغاړو څخه ښکلې غزلې اوريدل کيږي، بلکې ډېر داسې ياران هم په کې ليدل کيږي چې په مياشتو، مياشتو ي ېسره نه وي ليدلي. دا ځل له نيکه مرغه دې شپې ته له لرې پښتونخوا څخه پروفيسر شاه جهان صابر، سليم ساپی او زيک افريدی هم راغلي وو. راځئ چې دلته ورسره د يارانو انځورونه ووينو.ستاسې بازبابرزی، سليم
په شمشاد کې د غزل شپه/ عابد
له نيکه مرغه له کله نه چې د شمشاد تلويزيون په خپلو خپرونو پيل کړی دی. ورسره سم يې د خپل هيواد د خلکو د غوښتنو سره سم خپل کلتور، دود او دستور، ادب او فرهنګ ته هم مخه کړې ده. د ګڼو په زړه پورې خپرونو کې يوه هم د وږمو بهير خپرونه ده چې ادبي څيرو سره په کې مخ په مخ مرکې کوي، د ولايتونو په کچه درنې مشاعرې خپروي، او هم په خپل دفتر کې د غزل شپه جوړوي. د غزل په شپه کې په نوموتو شاعرانو برسيره د هيواد تکړه هنرمندان هم وربلي او د غزل شپه پرې رنګينوي. دا ځل يې استاد شاه ولي د غ
د نجيب عامر څرګندونې
عابد جانه سلامونه !ته خو پوهيږې چې زه تانه يو څه خفه وم اوتا ظالم دپخلا کولوهيڅ هڅه هم نه کوله خوکله مې چې ستا سفر نامه ولوستله هيڅ بې هيڅه درسره بيرته پخلا شومه .گرانه ددومره ښې سفر نامې تر ليکلووروسته ته ددې مستحق يې چې بايد ونازول شې ،دکونړ دسفر نامې په څېر دکندوزهغه هم ډېره په زړه پورې وه .دې لړۍ ته پسې ادامه ورکړه .په تاکې زه د نورو ژبو د ښوسفرنامه ليکونکوټولې نخښې وينم .کمره اوقلم د هر چا لاس کې وي خو کله چې عابد غوندې يو هنرمند ته په لاس ورشي نو همداسې شهکارونه پنځوي .دشپون ص
د ګل رحيم نيازمن حوصله
راليږونکی :نیازمند راليږونکي پته :niazman@gmail.comنيټه : 15-06-2008عابد صیب سلامونه می ومنه بخښنه غواړم چی په نیت کیفي کې یم او پشتو فونټ نه شته خو ستا لنډکۍ سفر نامه مې له سره تر پایه څلور برخې ټوله ولوسته ښه دې لیکلې او ښایسته دې لیکلې وه په زړه پورې وه. نيازمن صاحب حوصلې ته دې سلام چې دومره دومره اوږده ليکنه دې څلور واړه برخې لوستې ده. دا چې تاسې خوښه کړې ده کور مو ودان. ماته مو دا حوصله راکړه چې که زه د هيواد نورو ولايتونو ته ورته شاعرا
شاعرانه سفر/ څلورمه او وروستۍ برخه
ما وې نامخدا ته خو دساتلو سړی يې. دا راته ووايه چې وطن ته به بيرته راګرځې او که نه.ويل يې خدای دې زما سپی هم هلته نه پاتې کوي. له دوی سره خبرو ډېر خوند کړی و، خو همت صاحب ويل ځئ چې ځو بيا ناوخته کيږي. نيازمند او دا نور ياران ډېر ټينګ شول خو موږ ته مالومه وه چې همت صاحب کور ته احوال ليږلی دی چې ميلمانه به ورسره راځي. داسې پريکړه مو وکړه چې ډوډۍ خوړلو ته به همت صاحب سره ولاړ شوو،
شاعرانه سفر/ دريمه برخه
دعکسونو اخيستلو په بهانه په هال کې هاخوا دې خوا ګرځيدم چې په استاد شپون مې نظر ولګيد چې يو وچ کلک سپين ږيری يې له لاسه نيولی دی او د هال نه د وتو په حال کې دي. چابکه ورپسې روان شوم. ځکه چې د المر ليدل او پيژندل ماته هم په زړه پورې وو. خو زموږ د پيښور د وخت بهيروال وسيم مومند چې ډېره موده مو سره نه وو ليدلي، مخې ته راغی. يوه شيبه مې ده سره خواله وکړه او بيا د استاد شپون په لټون وښ
شاعرانه سفر/ دوهمه برخه
همدې چرت کې اوم چې يو تونس موټر د سرک غاړې ته ودريده. د موټر په وروستي سيټ کې درې نجونې ناستې وې او د ښار عکاسي يې کوله. زه يې هم په خپلې ويډيوي کمره کې راواخيستم. ورته موسک غوندې شوم. يوې يې راته شونډې بوڅې کړې، دې نورو ته يې څه وويل او بيا دريواړو په ډکو خولو وخندل. ماخان شينواري په لفافه کې کينوګان راوړل او محبوب سره زردالان وو. کينوګان مو وخوړل، ډېره مزه يې وکړه خو د زردالانو ځکه مزه نه وه چې
شاعرانه سفر/ لومړۍ برخه
يادونه: د دې ليکنې له پاره ما د سفر په وخت کې يادښتونه نه دي اخيستي. کله چې له کندوز څخه راوګرځيدو، نويوه ورځ وروسته راته سروش تليفون وکړ چې د دې سفر يونليک دې وليکم. نو ستاسې په وړاندې چې کوم ليک پروت دی دا ټول زما د دې وچې کوپړۍ نه راوتلي يادښتونه دي. بازمحمد عابدد ١٣٨٧ ش کال د غويي د مياشتې ديارلسمه نيټه وه. د بهير غونډه لا پای ته نه وه رسيدلې چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې بهير ته خپل پريکړه ليک راوليږه. په دې ليک کې په کندوز ولايت کې د جوړيدونکي ريدي ګ
د کابل ماشومان/ عابد
د کابل په ښار کې هر ورځ په سلګونو نه، په زرګونو ماشومان ليدل کيږي، چې په بيلابيلو فزيکي کارونو بوخت دي او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي. دا ماشومان څوک لاسي کراچۍ چلوي، څوک په پارکونو کې د خلکو بوټان رنګوي، څوک په بازارونو کې سپيلني لوګی کوي، څوک جوش کړې هګۍ خرڅوي او څوک ....په داسې حال کې چې په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کې په لسګونو نړيوالې او ملکي غير دولتي ادارې او هم د بشر د حقوقو نړيواله ټولنه د ماشومانو د ښوونې، روزنې او حقوقو له پاره هر کال پ