د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې


د سحر صاحب په کيسه ليکلي نقدونه

د ډېرو كلونو خبره يوځل بيا يې خپلې ليكلې كرښې ولوستلې:[دزړه له كومي در سره مينه لرم ،دا دډيرو كلونو خبره ده ،تر ځان هم را باندې ګران يې ،خوتۀ...]قلم يې را واخيست په (( مينه)) يې كږې وږې كرښې وكښلې له ځا ن سره يې وويل:_ نه نه شرم دى،زه يوه ښځه يم داسې خو بايد ده را ته ليكلي واى . قلم يې په غاښو ټينګ كړ ((اوه څه وليكم))- زما له خوا داسې يوليك څه معنا لري ،هغه به څه فكر وكړي.كاغذ يې را وا خيست په لاسونو كې يې وچرموړه ،خواته پرتې ټوكرۍ ته يې ور خطا كړ قلم يې پر ميز كيښ

22.02.2009 baz

د رشاد کره کتنه کې د علم ګل سحر کيسه نقد شوه

د رشاد کره کتنې مياشتينۍ غونډه چې د يار په موسسه کې د کب په ٢ نيټه وشوه. استاد رسول باوري د غونډې مشر و او ميلمانه يې شرر ساپی او عزت الله شمسزی وو.تر هر څه د مخه علم ګل سحر خپله کيسه (( د ډېرو کلونو خبره )) ولوسته او بيا پرې ليکلي نقدونه ولوستل شول. په سر کې جاويد اوربل د ډاکټر محب زغم نقد ولوست چې له مزار شريف نه يې راليږلی و. ورپسې مصطفی باور د يوې ليکوالې خور نقد چې د انټر نيټ له لارې رارسيدلی و ولوست او بيا نورګل شفق د اينجينر ستانه ميز زهير ليکلی نقد چې دا هم د نيټ له لارې ر

21.02.2009 baz

دا انځورونه ناليدلي آشنا عزت الله راليږلي دي چې د پکتيا ولايت دي.

راليږونکی :عزت اللهد راليږونکي پته :ezat_pinf@yahoo.comنيټه : 16-02-2009سلام عابد صيب!کيدی شي چې ددې ليک د ليدو سره حيران شې او فکر وکړې چې دا د تره زوی مې له کومه راپيداشو چې ايلميونه يې راسر کړي دي. خو له ډيره وخته ټول افغان ګورم او خوند ترې اخلم په خاص ډول  ستاسو بلاګ راته ډير په زړه پورې دی. ځکه چې زه هر وخت ستاسو د بلاګ په مټ د وطن په ښاېسته سيمو کې چکرونه وهم. خو نن د وخت په يارۍ ما هم ستاسو بلاګ ته يو څو انخورونه در وليږل. او کله چې مې بيا وخت پيداکړو نو او

16.02.2009 baz

د افغان ادبي بهير لنډ راپور او انځورونه

د افغان ادبي بهير غونډه کې دا ځل سيد جيلاني جلان  خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې غزل يې دلته رانقلوم:له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې دهشپې ته پناه وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده په دغه دښته کې شايد دمينې قتل شوى په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې دهستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه!د زړه په لپه کې راټوله د دعا غوندې ده مينې يې داسې کړم چې ګورم اينه کې ځان تهوايم چې دا څيره خو څه نه څه اشنا غوندې دهزه پکې وينم د درد تتې منظيرې ج

15.02.2009 baz

رشادکره کتنه کې به د علم گل سحر په کيسه کره کتنه کيږي

ټاکل شوې ده چې د بهيرد غونډو تر څنګ به په څلورمه اونۍ کې د رشاد کره کتنې د غونډې نوبت وي. دا کره کتنه به د بهير د غونډو د کره کتنې له برخې سره توپير ولري. هغه داسې چې پوره درې اونۍ مخکې به د رشاد کره کتنې  موضوع روښانه کيږي، کيسه، مقاله او يا نور  هنري او ادبي مطالب به کره کتوونکو ته ورکول کيږي او په ليکلې بڼه به پرې کره کتوونکي نقد ليکي. د همدې پريکړې په اساس په ړومبۍ غونډه کې د علم ګل سحر کيسه په کره کتوونکو وويشل شوه چې د کب د مياشتې په لومړۍاونۍ کې به پرې کره کتنه کيږي.

11.02.2009 baz

د بهير د ١٣٨٧ل کال د غونډې انځورونه

د بهير د ١٣٨٧ل کال د غونډې انځورونه چې  لنډ راپور يې تر دې انځورونو تر مخه خپور شوی دی. انجينر ستانه مير زهيراستاد اسدالله غضنفرعلم ګل سحر

08.02.2009 baz

د افغان ادبي بهير د تازه غونډې لنډ ريپورټ او انځورنه

دا غونډه چې د کابل په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر شاه د يار په موسسه کې شوې وه. د ١٣٨٧ ل کال د سلواغې د مياشتې اتلسمه او د ٢٠٠٩م کال د فرورۍ د مياشتې شپږمه نيټه وه.د بهير په غونډه کې دا ځل د ملکزي په کيسه کره کتنه وشوه. چې استاد اسد الله غضنفر، انجينر ستانه مير زهير، علم ګل سحر، جيلاني جلان، اسمعيل څپه او .... خبرې وکړې. دوی ملکزي  ګټورې مشورې ورکړې او ملکزي صاحب د دوی مشورو ته د زړه له کومې غوږ نيولی و. دوهمه برخه کې د ميدان ورګ ولايت والي عبدالحليم فدايي د عامه محافظت تر عنوان ل

08.02.2009 baz

الکيميست ناول پښتو ته راوژباړل شو او خپور هم شو

دانش خپرندويه ټولنه دې خدای آباده لري، په پېښور کې د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو او ليکوالانو ښه ګرم بنډارځای دی. زه چې هره مياشت له کابل نه په رخصتۍ ځم، نو که شپه مې په کور وي، ورځ مې خامخا په دانش خپرندويه ټولنه کې وي. دې ټولنې ورتګ څو ګټې لري، يو خو د يارانو د ليدنو کتنو ګټه تر لاسه شي، بل که کوم نوی کتاب يا مجله خپره شوې وي، دانش لالا مو پرې ونازوي. دا ځل چې ورغلم له واره سره يې درې څلور کتابونه راکړل چې په کې د محب وزير ناول، دوه درې مجلې وې او يو هم د راشد خټک له انګريزي نه ژباړلی نا

01.02.2009 baz

د مير عرب شاه چمتو له مينې نه مننه/ عابد

مير عرب شاه چمتو هغه نامه ده چې دا څو کاله به هر هغه افغان ورسره آشنا وي چې د آزادۍ او بي بي سي راډيو ګانو ژوندۍ خپرونې يې اوريدلي وي. د چمتو صاحب مينه له افغانستان او افغانانو سره برملا ده. تيرو مياشتو کې چې له ډنمارک څخه کابل ته راغلی و، نو ماته يې په بلاګ کې د هېواد د ښکليو منظرو په انعام کې يوه ويډيوي کمره راوړې وه. او دا دی دا ځل يې يو لپ ټاپ کمپوټر هم له ځانه سره راته راوړی دی چې کور ودانی ورته وايم.

26.01.2009 baz

په بهير کې د عابد په کيسه کره کتنه

ريپورټ : بازمحمد عابدد افغان ادبي بهير اونيزه غونډه چې د ١٣٨٧ لمريز کال د سلواغې د مايشتې په څلورمه نيټه د کابل په پروان مينه کې د يارموسسه کې وشوه، بازمحمد عابد په کې خپله لنډه کيسه (( درنه کوټه او درنې لارې) کره کتنې ته وړاندې کړې وه. په سر کې منصور احمد نيکمل د تيرې غونډې ريپورټ د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې استاد اسد الله غضنفر  پکې اضافي خبروته ګوته ونيوله ويې ويل: (( ما څو وارې دا خب

25.01.2009 baz

د بهير دتازه غونډې دوهم البم

د بهير د غونډې وياند حسن المبارکحسن المبارک، د غونډې مشر عبدالقيوم مشواڼی، د غونډې ميلمانه نقيب الله اسد او استاد هاضمد غونډې ريپورټ ليکونکی منصور احمد نيکمل

25.01.2009 baz

تازه غزل/ عابد

په کې بل د مينې اور دیسور تنور مې د زړه کور دی دا څه ټکه راپريوتې؟په دې چم کې څنګه شور دی؟ اوس چې نه درځم کوڅې تهپه ما ستا د مينې تور دی ويلې څه ته راته ګورېما وی دا مې په تا پور دی زما سترګو کې جانانهځړيدلی ستا انځور دی باز پرواز کولی نه شيا

21.01.2009 baz

بيا هم د لغمان ولايت ښکلي انځورونه

د يادونې وړ ده چې دا انځورونه د کاناډا له ټورنټو ايالت نه ګران دوست او د باز بلاګ ليدونکي يارمحمد نعيمي راليږلي دي. يارمحمد نعيمي درې ، څلور کاله پخوا کابل ته راغلی و او زه له بابرزي صاحب سره د ده ليدو ته ورغلی اوم. تيره هفته يې يو بيا زه د بلاګ له لارې پيدا کړم. او نن يې دا دی د لغمان ولايت ښکلي انځورونه د باز بلاګ په ليدونکو لورولي دي. نعيمي صاحب کور دې ودان خدای دې راوله.يارمحمد نعيم

21.01.2009 baz

بیا هم دوه ورځې په ننګرهار کې

تيره هفته چې زه جلال آباد ته تللی اوم  او بيا مې د خپل تګ د ليدنو او کتنو ريپورټ په بلاګ کې خپور کړی و، نو سيد ملوک شيرزاد او په ننګرهار کې د کليد راډيو مسوول شفيق همدرد زما ريپورټ لوستی و او ګيله يې کړې وه چې ننګرهار کې دوه ورځې تيروې او موږ ته فون قدرې هم نه کوې. ما دواړو ته ويلي وو چې دا ځل راته بخښنه وکړئ، بيا چې کله هم زه په جلال آباد کې پاتې کيدم نو تاسې سره به ضرور وينم.د تيرې چهار شنبې په ورځ  راته له پيښور نه  ورور فون وکړ. ويل يې چې جلال آباد ته چې خپلوا

19.01.2009 baz

د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالي د کوز بيار کلی

دا انځورونه د ښاغلي اجمل اند له ويبپاڼې څخه اخيستل شوي چې اول خو اندصاحب ته د ځانګړې ديبپاڼې مبارکي ورکوم او بيا ترې مننه کوم چې دومره ښکلي او په زړه پورې انځورونه خپاره کړي دي . هيله ده چې د باز بلاګ د ليدونکو تنده پرې ماته شي.په مينه او مننه بازمحمد عابد

14.01.2009 baz

دوه ورځې په جلال آباد کې

دا ځل د محرم د ورځې له برکته پوره څلور ورځې رخصتي وه. خو زما بدقسمتي دا وه چې سږکال د کړکيچنو حالاتو له لاسه کور ته ( پيښور) ته نه شوم تلی. ځکه چې يو خو په خيبر ايجنيسۍ کې په ورانکار اپريشن پيل شوی و او بلخوا د محرم په خاطر د پاکستان حکومت سخت امنيتي تدابير نيولي وو. له هرې خوا نه چې به څوک ښار ته ننوتو نو د پوليسو له پوښتنو سره به مخ کيده. بس ما هم دا پريکړه وکړه چې ټوله رخصتي په جلال آباد کې تيروم. په جلال آباد کې د پاتې وجوهات مې هم لرل.  په اتم د جنورۍ په جلال آباد کې د جبار څپاند د

13.01.2009 baz

کابل بی زر باشد، بی برف نی

سږني ژمې کې له ډېرو هيوادوالو په تيره کابل ميشتو سره دا انديښنه موجوده وه چې که سږکال په کابل د پام وړ واوره ونه وريږي، شايد چې ډېرې ناروغۍ رامنځته شي او هيواد له وچکالۍ سره مخ شي. خو دا انديښنه تر ډېره ونه غځيده. د مرغومي په ١٣ نيټه د کابل په ښار د پام وړ واوره وريده او له وريدو يې کابل ميشتو خوند واخيست. دلته څو انځورونه د سږني کال د لومړۍ واورې وريدو ستاسې د ليدو په خاطر ځای پر ځای کومپه مينه او درنښت

04.01.2009 baz

د بهير د تازه غونډې لنډ راپور او څو انځورونه

د افغان ادبي بهير غونډه چې د ١٣٨٧کال د مرغومي په ١٣ نيټه چې د د ٢٠٠٩م کال د جنورۍ د ٢ نيټې سره برابره وه. په کابل کې د يار په موسسه کې وشوه. د غونډې مشر زاهد شاه انګار او ميلمه يې عبدالنافع همت و. ويانديې حسن المبارک و او ريپورټ يې مصطفی باور ليکه. د تيرې غونډې ريپورټ مصطفی باور د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې له ځينو سمونو او مشورو ورکولو وروسته ريپورټ د تاييد وړ وګرځيد. ورپسې سيد جيلاني جلان خپل يون ليک وړاندې کړ چې کندهار ته په يوه فرهنګي سفر تللی و. علم ګل سحر، بازم

04.01.2009 baz

درنه کوټه. او درنې لارې/ لنډه کيسه عابد

درنه کوټه او درنې لارې - پام کوه چې دې کوټې ته بيا قدم وانه خلې،  دا کوټه درنه ده چې د کومې بلا سيوری درباندې ونه شي. دا خبره مې نيکه هغه وخت  زماکشر کاکا ته کوله چې زه به ايله د دولس  ديارلس کلونو وم.. له هماغې ورځې نه مې د دې کوټې په هکله په ذهن کې بلا پوښتنې پيدا شوې وې.. کله چې به مې له نيا نه د دې کوټې په هکله پوښتنه وکړه هغې به ځان ناګاره واچاوه او چې زما پوښتنې به يو پر بل پسې شوې نو نيا به مې راته وويل: - ورکه دې شي بچيه!

28.12.2008 baz

د افغان ادبي بهير لنډ ريپورټ او انځورونه

افغان ادبي بهير خپله غونډه د ١٣٨٧ل کال د ليندۍ په ٢٩ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د دسمبر له ١٩ نيټې سره برابره وه، د جمعې په ماسپښين دوه نيمې بجې د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې محمد الدين همدرد د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو پرانيسته. د تر هر څه د مخه د استاد شاعر محـمد صديق پسرلي د ميرمنې په مړينه او د کوزې پښتونخوا د پياوړي ليکوال نثار احمد مظلوم په مړينو خواخوږي ښکاره شوه. له الله تعالی له دربار نه مرحومينو ته بهتر جنتونه وغوښتل شول او کورنيو ته يې جميل صبر.د غونډې مشر ډاکټر ا

21.12.2008 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more