د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
د بهير د تازه غونډې انځورونه
دا ځل بهير ته ثواب الدين مخکښ خپله لنډه کيسه د کوچي د ځواب په نوم راوړې وه. په کيسه عابد، اسدالله وحيدي، صديق الله بدر، استاد اسدالله غضنفر، استاد منلي او نورو ګڼو يارانو خپل نظرونه څرګند کړل. د غونډې مشر استاد نجيب الله منلی او ميلمانه يې محمد عارف رحيمي او صديق الله بدر وو. د غونډې وياند حسن المبارک بارکزی و. راپور يې منصور احمد نيکمل ليکه. دا غونډه د ١٣٨٨ کال د وري د مياشتې ١٤ نيټه وشوه چې د ٢٠٠٩ کال د اپريل د مياشتې د ٤ نيټې سره برابره وه. په غونډه کې تر اتيا تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او
ننګرهار ته شاعرانه سفر او انځورونه دويمه برخه/ عابد
د لايق صاحب له مقالې وروسته شيرزي صاحب ته بلنه ورکړل شوه چې خپل پيغام واوروي. ده په سر کې له کوزې پښتونخوا څخه راغليو ميلمنو او په هال کې ټولو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه. خوښي يې څرګنده کړه چې ننګرهار داسې يو پر امنه ولايت دی، چې له لر او بر نه ورته پښتانه اديبان په ډېر شوق راځي. شيرزي صاحب هم د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو هڅې وستايلې. زياته يې کړه چې زه هر وخت او په هر حال کې د دوی مرستو ته تيار يم. ورپسې يې خپل يو شعر ووايه او له ستيج نه کيوت.
ننګرهار ته شاعرانه سفر ړومبۍ برخه/ عابد
ياددښت: د باز بلاګ درنو ليدونکو او لوستونکو! د خيتزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو د ټولنې په هکله لانديني مالومات او د خپرو شويو کتابونو لست راته ګران ليکوال او ژورنالست ملګري آصف شينواري راليږلي دي چې زه يې ننګرهار ته د يوه شاعرانه سفر په سر کې خپروم.دختيزې سيمې ليکوالواو ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په ٢٠٠٢ کال کې ديو شمير فرهنګيانو له لورې په جلال اباد کې جوړه او پرفعاليت يې پېل کړې.دې ټولنې دخپل جوړښت راهيسې خورا ګڼ کلتوري او فرهنګي فعاليتونه تر سره کړي.
د بهير د تازه غونډې څوانځورونه
دافغان ادبي بهير د ١٣٨٧ کال په وروستۍ غونډه کې د قاضي زاده صاحب په يوه غزل کره کتنه وشوه. د غونډې وياند حسن المبارک و او ريپورټ يې منصور نيکمل ليکه.
نو روز په شمشاد کې
د نوي کال د راتګ په مناسبت د تيرې جمعې په شپه شمشاد تلويزيون له شاعرانو، ليکوالو او هنرمندانو سره ګډ يو رنګين ماښامی جوړ کړی و. چې دلته يې ځينې انځورونه خپروم.د پروګرام چلوونکي سميع الله روحاني او پشتنه عربزۍبريالی ولی د سندره وايه
د سوالګرو انځورونه
ګرانه او زړه ته راتېره عابد جانه سلامونه!تلپاتې روغتیا دې له تلپاتې رب څخه غواړم.وروره! شايد زه دې له ياده وتی يم خو زما د صدر بازار بانډار او بهېرونه له ياده نه دي وتلي٠ناکردو او د بې کوریومېچنو سره داسې دل کړو چې دپېژندلو يې ويستلي يو٠ او په زړه سخت اسمان په ختيځ او لويديځ سره وويشتلو.وروره زه ستا وېبلاګ دخپل وطن دياد دتازه کولوپه خاطر هر وخت ګورم او دوطن مینه پرې تازه ماتومراځم ار موخې ته!زه يو شمېر انځورونه لرم چې ما په ٢٠٠٦ کال کې اخېستي چې په افغانستان
د ننګرهار د قبايلو د رياست حويلۍ او ياران
تر غرمنۍ وروسته ځينو يارانو وغوښتل چې له ما سره ګډ انځورونه ولري، چې دا دی ستا په وړاندې يې دلته خپروم. شفيع الله بابرزی او عابدارشاد رغاند، عابد او انوارالحق پرغل
د سيمينار د ړومبۍ ورځې د دوهمې ناستې انخورونه
نقيب احمد اتل د دوهمې ناستې وياندوي کوي چې د ستيچ پر سر سليمان لايق، ګل رحيم نيازمن، زاهد شاه انګار، پوهاند سيال کاکړ، عبدالنافع همت، رحمت شاه سايل، استاد اسدالله غضنفر او ډاکټر اسرار ليدل کيږي.نبي تدبير د استاد حبيب الله رفيع مقاله لولي.
په سيمينار کې د مډالونو، پګړيو او پکولونو د ويش انځورونه
په دې انځورونو کې وينئ چې څوک په مډالونو، څوک په پګړيو او څوک هم په پکولونو نازول شوي دي.رحمت شاه سايل ته د کابل او ننګرهار واليان په شريکه مډال په غاړه واچاوه.ډاکټر اسرار ته هم دواړو واليانو مډال په غاړه واچاوه.د استاد ح
د فلکلور سيمينار د ړومبۍ ناستې ځينې انځورونه
په دې برخه کې پيغامونه او د فلکلور په اړه مقالې ولوستل شوې. آصف شينواری چې د سيمينار وياندوي يې کولهقاري عبدالله سهار د قرآن کريم په مبارکو آياتونو د سيمينار پرانسيتنه کوي.د ملي سرود په درناوي کې د کوزي او برې پښتونخوا شاعر
د سيمينار تالار ته د ورتګ په حال کې ځينې انځورونه
دلته څو انځورونه وينئ چې ځينې مشران د سيمينار هال ته د ورتګ په حال کې دي.د کابل والي حاجي دين محمد چې د ختيزو سيمو د ژورنالتسانو د ټولنې مشر استاد لعل پاچا ازمون يې تر څنګه ليدل کيږي، د سيمينار تالار ته روان دي.په سياست وران اوس په فرهنګ جوړيږي.
د ننګرهار د قبايلو په رياست کې د شپې د موسيقۍ د شپې ځينې انځورونه
دلته د قبايلو په رياست کې د موسيقۍ د پروګرام او د قبايلو ځوانانو محصيلينو چې ټول يې د سايل مينه وال وو ځينې انځورونه ليدلای شي.سردار يوسفزی د سايل غزلې وايي.امجد شهزاد هم د سندرو ويلو په حال کېسردار يوسفزی
د جلال باد سيمينار ته د بهيروالو د تګ څو انځورونه
د باز بلاګ ليدونکو په سلامونو مو نمانځم. د کب په څلرويشتمه نيټه چې په جلال اباد کې د ختيزو سيمو د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې د فلکلور په اړه د استاد حبيب الله رفيع اوپروفيسر سيال کاکړ په درناوي کې او د نوموتو شاعرانو رحمت شاه سايل او ډاکټر اسرار په درناوي کې سيمينار جوړ کړی و چې نن او سبا به هم دوام ومومي، له کابل څخه يې بهيروال هم دعوت کړي وو. په دې البم کې به جلال اباد ته د تګ څو انځورونه وګورئ او هم به پرله پسې څو البمونه خپاره شي چې د سيمينار د ړومبۍ ورځې انځورونه به وي .
ښار په غرونو ښکلی ښکاري.
غرونه هم د خدای تعالی له موجواتو څخه دي. خدای تعالی زموږ په هيواد ډېر غرونه لورولي دي. په ډېرو ښارونو کې هم غرونه لرو. غرونه د هوا په پاکوالي کې مهم رول لوبوي. له نورو غرونو به تير شو، يوازې د کابل غرونو ته که تم شو، نو وبه وينو چې د طبيعت دا ښکلي موجودات څنګه انسانانو په ناوړه توګه د خپلې ولقې لاندې راوستي دي. کابل سپيرو غرونو په غيږ کې نيولی دی. کاش چې د تيرو زمانو چارواکو ورته پام اړولی وای چې دا سپيره غرونه يې په نښترو ښکلي کړای وای. خو افسوس چې د کابل د غرونو شنه کيدل اوس له امکانه وتې خبره
د لغمان ولايت د مهترلام بابا او علينګار ولسوالۍ څو انځورونه.
دا انځورونه ګران علي سعيد چې په هالند کې اوسيږي او د باز بلاګ ليدونکی دی، راليږلي دي. علي سعيد يو افغاني سينيمايي لوبغاړی دی چې د استاد نظري په هجرت فلم کې يې د ځونډي رول لوبولی دی. علي سعيد ډېر انځورونه راليږلي دي، چې وخت پر وخت به يې د باز بلاګ له لارې خپاره شي. د علي سعيد نه ډېره مننه.عابدد مهترلام بابا زيارت
د بهير په ستيج د ځينو بهيروالو انځورونه
استاد اسد الله غضنفرالحاج پير محمد کاروانډاکټر محمد اکبر اکبر
د بهير د غونډې لنډ راپور او انځورونه
د بهير غونډه د روان کال د کب د مياشتې په ١٦ نيټه شوې وه، محبوب الله محبوب په کې خپله نثري ليکنه کره کتنې ته وړاندې کړه چې د يادښت تر سرليک لاندې يې ورته د کالم نوم ورکړی و.د غونډې مشر ډاکټر منقاد الرحمن رودوال و او ميلمه يې سيد جيلاني جلان و. راپور يې منصور نيکمل ليکه او وياند يې حسن المارک و. په سر کې بهيروالو د رحمان بابا پر مزار د شوي بريد غندنه وکړه. د محبوب په ليکنه استاد اسد غنضر، کاروان صاحب، ډاکټر صاحب رودوال، عابد، اسد الله وحيدي، صابرحان بې ريا او محـمديګل او
ښلوکيه ياره چې ګيله ونه کړې
تيره مياشت چې زه جلال آباد ته تللی وم نو د خپل دوه ورځيني سفر يو وړوکی يون ليک مې له انځورنو سره په همدې بلاګ کې خپور کړی. په دې سفر کې زه د يوه واده مراسيمو ته د اخونزاده صاحب کلي ( هډې) ته هم تللی وم. په يون ليک کې خو مې هډي ته د تګ يادونه کړې وه، خوخ کوم انځور مې د دې تاريخي کلي نه و خپور کړې. ځکه خو زما ګران ورور ذاکر برميال راڅخه له ګيلې ډک ليک راليږلی و. هغه راته ليکلي وو چې يو خو زه له هډې نه په تنکۍ ځوانۍ کې وتی يم چې اوس د لندن مسافرو خوړلی يم، نو خوند به يې کړی و چې د هډې کلی د
د سولې د دويمې مشاعرې څو انځورونه
د سولې په نوم مشاعره چې تير کال (( د سولې ګډه مشاعره)) په نوم د کابل په انټرکانټيننټال په هوټل کې جوړه شوې، لر او بر پښتنو په کې ګډون کړی و چې له کوټې، کراچۍ او پيښور نه په کې مشهورو شاعرانو برخه اخيستې وه. تير کال د زارت د چارواکو له خوا ويل شوي وو، چې هر کال به د لر او بر پښتانه ورته مشاعرې جوړوي. خو سږکال په دې مشاعره کې د لرې پښتونخوا نه شاعران نه وو رابلل شوي، چې چارواکو يې وجه په پښتونخوا ايالت نا امني وښوده. دې مشاعرې ته د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه