د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
پښتو نړيوال کنفرانس وروستی انځوريز رپوټ
د باز بلاګ قدرمنو ليدونکو، ما سره چې د کنفرانس څومره انځورونه وټول مې ستا حضور ته وړاندې کړل، نن يې وروستی البم خپروم او دعا کوم چې داسې پرتميني غونډې چې د پښتو او پښتنو بنيادي ګټه په کې خوندي وي، نور هم ډېر شي چې زه او د دې لاري نور پښتانه ورونه يې تر تاسې مسافرو ورونو دروسوو.هيله ده چې د پښتو کنفرانس ستا سې د خوښۍ سبب شوي ويپه درنشت ورور مو عابدغازي سيال،
پښتونړيوال کنفرانس انځوريز راپور (٣)
د باز بلاګ قدرمنو ليدونکو! دا دی له وعدې سره سم د کنفرانس د برخه والو دريم البم هم په ليکه کوم. دا البم د وقفې په وخت کې له ځينو دوستانو سره جوړ شوی دی، هيله ده چې د پام وړ مو وګرځي.؟؟؟؟ کاروان، عبدالهادي، استا
پښتو نړيوال کنفرانس انځوريز راپور ٢ البم
د باز بلاګ قدرمنو ليدونکو، ښې چاری. دا دی له ژمنې سره سم د پښتو نړيوال کنفرانس دويم البم هم په ليکه کوم. دا ځل ورسره د ګل اغا احمدي ليکلی راپور او د کنفرانس پريکړه ليک چې برهان الدين دربار تهيه کړی دی هم مله شوي دي.ډاکټر محمد ابراهيم شينواریاستاد حبيب الله رفيع ؟ ؟ ؟ د ا
د پښتو نړيوال کنفرانس انځوريز راپور (١)
د باز بلاګ ګرانو کتوونکو، تاسو ته به مالومه چې د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په اتمه او نهمه نيټه په کابل کې د لويې جرکې په تالار کې د پښتو نړيوال کنفرانس جوړ شوی و. دې کنفرانس ته په سلګونو ليکوال، شاعران، ژورنالستان، فرهنګيان او فرهنګپال د کوزې پښتونخوا، سهيلي پښتونخوا، قطبي پښتونخوا ، کراچې، هندوستان، کشمير، عربي اماراتو او له جرمني څخه رابلل شوي وواو په زرګونو په کې له هيواد نه دننه رابلل شوي وو چې په ډېر برياليتوب يې کنفرانس تر سره کړو. ما خو د کنفرانس بشپړ راپور نه دی نوټ کړی او نه مې
د افغان ادبي بهير خبرتيا
افغان ادبي بهير په کابل کې ټولو بهيروالو او د شعر او ادب مينه والو ته خبر کوي چې خپله اوونيزه غونډه چې د ١٣٨٨ ل کال د تلې د مياشتې په اتلسمه نيټه به کيدله په دې خاطر ځنډوي چې په همدې ورځ په کابل کې د پښتو نړيوال کنفرانس جوړيږي .ټول بهيروال به په دې ستر ې غونډه کې ګډون کوي او فعاله ونډه به په کې اخلي. دا کنفرانس به د لويې جرګې په تالار کې وي چې د هيواد دننه او له هيواده دباندې څخه ورته په زرګونو ليکوال او ټولينز شخصيتونه
د افغان ادبي بهير لنډ انځوريز راپور
دا ځل د افغان ادبي بهير په غونډه کې د غونډې له پيليدا مخکې نور الحبيب نثار د ماشوم په ادبياتو يو اوږد ليکچر ورکړ چې د بهيروالو د پام وړ وګرځيد. ټولو د نثار صاحب ليکچر خوښ کړ او هيله يې ترې وکړه چې له هرې غونډې له پيليدا تر مخه دې نثار صاحب د ماشوم په ادبياتو او نفسياتو د بهير والو له پاره ورته ليکچرونه ولري چې نثار صاحب ورسره منله.ورپسې د بهير غونډه پيل شوه چې په سر کې محمد عابد علمي د تيرې غونډې راپور واراوه چې له لږي سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيد. ب
يو زرغون د نغمو سيند
يو زرغون د نغمو سيند د ا دپياوړي او منلي شاعر پير محمد کاروان د کتاب نوم دی چې تازه له چاپه راوتی دی. دا کتاب دانش خپرندويه ټولنې د ١٠٠٠ ټوکو په شمير کې خپور کړی دی. په دې کتاب کې د کاروان صاحب درې چاپ شوي کتابونه ( له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي اود ښاپېرۍ ورغوی) راټول شوي دي. کتاب په ښه صحافت او جلد چاپ شوی دی. په پېښور کې يې دانش کتابپلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ او په کابل يې ميوند واټ کې پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ احمدزي پلازه کې په ٢٥٠ افغانۍ تر لاسه ک
ماشومانو ته په کور کې زده کړه
دا اوم کال دی چې زه په کابل کې جره اوسيږم، زه چې کابل ته راغلی اوم نو د خپلو کليوالو ملګرو سره چې د کابل په منډيي سرای زرداد کې دوکان او کوټه لري، اوسيدم. زما د کوټې ملګري به د ژمې په سيزن کې پيښور ته تلل . مابه هم په دې دريو مياشتو کې د داسې يو ملګري حجرې ته پناه ور وړله چې هغه به هم خپله کورنۍ پيښور ته ليږدوله او خپله به کله په هندوستان ، کله په پاکستان او کله نا کله به له موږ سره په حجره کې پاتې کيده. د هغه په حجره کې به له يوه آشپز پرته دوه او کله هم درې تنه من
د بهير تازه غونډه او انځورونه
دا ځل د بهير په غونډه کې د مجيد الله قرار په اوږد خو له خوند او درده ډک نظم چې اوښکې ته يې ويلی و کره کتنې وشوه. په نظم نور الحبيب نثار، پير محمد کاروان، عزيز تحريک، تاج محمد ياري، عنايت الله پويان او اسد غضنفر خپل نظرونه څرګند کړل، په کل کې نظم وستايل شو. ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو په کې شعرونه وويل. دا غونډه د تيرې جمعې په ورځ چې د يولسم سپتمبر ٢٠٠٩ کال سره سې سمون خوړ، د کابل په قوه مرکز په کاروان انستتيوت کې سهار ن٩ بجې پيل شوه او تر دولسو بجو يې دوام وکړ. د دې غونډې
د نعمت الله صافي له مينې ډک ليک
محترم باز محمد عابد صیب .سلامونه او نیکی هیلې مې ومنئ . خدای د ې وکړي چې د تل لپاره په خپلو موخو او کړنو کی کامیاب اوسئګرانه! زه تقریبا د یوه کال راهیسې ستاسو بلاګ چې یه ریښتنی ډول د پښتو ادب د ودې اوپرمختګ هينداره ده ، ښه په شوق سره ګورم او خدای شاهد چی ستاسو خپاره کړي موضوعات راته د نورو ویب پاڼو په پرتله ډیر جالب او ریښتنی ښکاری. نو په همدی اساس یی هم خپله ګورم او هم نور ملګري او دوستان يې ليدو ته هڅوم پ
د افغان ادبي بهير لنډ راپور او انځورونه
د افغان ادبي بهير اونيزه غونډه چې د وږي د مياشتې په ديارلسمه نيټه د کابل په قوه مرکز کې په کاروان انستتيوت کې تر سره شوه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو پيل شوی وه. تر هر څه د مخه د درانه ليکلوال او فرهنګپال ډاکټر ابراهيم شينواري د ورور په شهادت ژوره خواخوږي څرګنده کړه ، بهيروالو په دې درانه غم کې د ډاکټر صاحب له محترمې کورنۍ سره ځانونه شريک وباله او کورنۍ ته يې د صبر جميل غوښتنه وکړه. ورپسې لعل محمد نيازي د ماشومانو له پاره يوه ليکلې کيسه د کره کتنې له پاره وړاندې کړه
خوږه او که ترخه خاطره؟ عابد
زه په داسې يوه دفتر کې کار کوم چې په هفته کې دوه ورځې رخصتي لري . د جمعې ورځ خو نيمايي په حمام او د جمعې د لمانځه په اهتمام تيره شي او پاتې نيمايي ورځ يې د بهير په غونډه کې په ډېره ښه شان تيره شي. ورپسې چې د شنبې ورځ وي نو دا ورځ زما له پاره ډېره خوښي ځکه رابخښي چې ارام په کې کوم. او که ارام نه وي نو د ځينو دوستانو او خپلوانو ليدو ته يې وقف کوم. تيره شنبه راته يو شاعر ملګري ټيلفون وکړ&n
د افغان ادبي بهير غونډه
دا ځل د افغان ادبي بهير د تيرې غونډې د راپور اورولو وروسته ښاغلي ډاکټر جبار څپاند د بهير د چارو د ښه سمون په خاطر د پروجکټور په واسطه يو پريزنټيشن وړاندې کړ چې ډېرو دوستانو يې له ټولو اړخونو سره يو والی څرګند کړ، خو له جبار څپاند څخه غوښتنه وشوه چې ټولو بهيروالو ته يې د اميل له لارې وليږي چې په راتلوونکي غونډه کې پرې بحث وشي او طرحه يې لا پسې پياوړي کړي. ورپسې د راشد خټک په لنډه کيسه چې بې خونده ګناه نوميده، کره کته وکړه چې ډېرې يارانو پرې خپل نظر
د نورستان ولايت څو ښکلي انځورونه
د يادونې وړ ده چې دا انځورونه بلاګ ته ګران فلسفي ملګري، شاعر او ليکوال زيرک فهيم راليږلي دي. له نورو دوستانو هم هيله کوم چې د هيواد ښکلې منظرې بلاګ ته راوليږي. ځکه زموږ هغه مسافر ورونه چې کلونه کلونه يې په بهرنيو ملکونو کې تير کړي دي، د خپل هيواد د منظرو ډېر د ليدلو ډېر تږي دي او وخت پر وخت يې ليکونه راليږلي دي چې د منظرو د خپرولو لړۍ بيا پيل کړم. زيرک چې د نورستان د ښکلې او جنت نظيره درې عکسونه راليږلي، يو څه يې په بلاګ کې پخوا خپاره شوي، يو څه دا دی اوس خپروم او په راتلونکې کې به هم خ
د شمشاد ميلمه
تیره شپه د شمشاد ټلويزيون چارواکي ټيم د ال انډيا راډيو پخواني مشر او په پښتو ژبه مين منهور سنګهـ بهترا ته يوه ميلمستيا جوړه کړې وه چې تر څنګ يې د ځينې استادان په شمول، شاعران ژورنالستان او فرهنګيان هم وربللي وو.منهور سنګهـ بهترا يو له هغو ژورنالستانو څخه دی چې څلويښت کاله پخوا د هندوستان دولت د دريو کلونو له پاره افغانستان ته په دې خاطر راوليږه چې پښتو ژبه زده کړي. دلته ورته د افغانستان دولت استاد سعدالد
زما پيژندنه
مور او پلار راباندې بازمحمد نوم ايښی و. په ١٣٤٦ کال کې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخيلو کلی کې د شهزاده په کور کې زيږيدلی يم. د نيکه نوم مې ملک مرجان و. په اووه کلنې کې د خپل کلي په منځني ښوونځي (اوس د ثمرخپلو ليسه) کې شامل کړای شوم. له اتم ټولګي چې فارغ شوم، نو د ننګرهار ليسې ته ور وپيژندل شوم. تر شپږو مياشتو پورې مې د ننګرهار په ليسه کې زده کړې وکړې. ١٣٦١لمزيز کال چې د ثمرخيلو منځني ښوونځي ته د ليسې درجه ورکړل شوه. ما ه
په پغمان کې له مشرانو سره
پغمان د کابل ښار لويديز ته هغه ولسوالۍ ده چې هره اونۍ ورته د تفريح لپاره په سلګونو سيلانيان ورځي. د جمعې په ورځ خو د دې سيلانيانو شميره زرګونو ته رسيږي. د تيرې سه شنبې په ورځ د پغمان د ښکلې درې د نندارې وياړ راته د خپلو ګرانو او قدرمنو مشرانو په ګډون حاصل شو. بختانی صاحب، پسرلی صاحب، شپون صاحب او غضنفر سره تللی وم.پغمان ته دا زما ړومبی ځل نه و، بلکې په لسګونو ځلې تللی وم. خو
شمشاد کنسرت Show
که له نورو برخو يې تير شو او د موسيقۍ برخې ته يې تم شو نو ډېرې داسې لاسته راوړنې يې د کوزې پښتونخوا د پښتنو سندرغاړو په ګډون لرلي دي. تل يې د موسيقۍ کنسرتونه په شمشاد کې جوړ کړي دي او په لسګونو او سلګونو ميلمانه يې د شمشاد ديرې ته بللي دي. په تيرو دريو شپو کې يې د موسيقۍ په برخه کې يو بل ابتکار هم وکړ چې د کارت نو په مارکوپولو هال کې يې د پښتو موسيقی د مينه والو له پاره کنسرت جوړ کړی و. دې کنسرت ته ډېرو ځوانانو هره شپه ټکټونه اخيستي دي او په مستۍ يې استقبال کړی دی. دلته يې څو
ليوال اسانه زده کړه
نور احمد ليوال چې تر دې دمه يې د کمپيوټر په نړۍ کې بې شميره او هيريدونکي خدمتونه سر ته رسولي دي، اوس يې داسې يو درسي سستم جوړ کړی دی چې پرته له دې نه چې يو څوک ښوونځي ته ولاړ شي، خپل کور ته ښوونځي راوستلای شي. په دې سستم کې تاسې کولای شئ چې د انټر نيټ له لارې له ورکتون له ماشومانو واخله تر دولسم ټولګيو پورې په درسي مواد په غږيزه توګه واورئ او زده کړئ. له انټر نيټ پرته يې د سي ډي په واسطه په کمپيوټر کې هم انسټالولای شئ. د ويډيو، سي ډي او ټيپ او کتابي شکل کې هم له دې نعمته
د افغان ادبي بهير اوونيزه غونډه
افغان ادبي بهير خپله اوونزه غونډه د کابل قوه مرکز سره نيږدې په کاروان انستتيوت کې د جلال خپلواک په مشرۍ تر سره کړه. د غونډې ميله ثواب الدين مخکښ. وياند يې حسن المبارک او راپور يې محمد عابد ليکه.له تلاوت وورسته د استاد اسد اسمايي په مړينه ژوره خواخوږي څرګنده شوه. بهيروالو دا ستر غم نه جبرانيدونکی وباله، کورنۍ او خواخوږي ته يې د جميل صبر غوښتنه او ارواښاد ته بهتر جنتونه له لوی خدای (ج) څخه وغوښتل شول. د تيرې غونډې راپور په دې خاطر بلې غونډې ته وځنډول شو چې راپور ليکوونکی نه و راغلی. ورپسې