د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
یوه خاطره یو غزل . عابد
یوه خاطره یو غزل مغفور شینواری چې له څېرې نه کټ مټ تبلیغي ښکاري، کېدای شي وي به، ځکه له ما پورې خلک ورته امیر صیب وایي، خو کله هم ما هغه د تبلېغیانو په څېر د دعوت په موډ کې نه دی لیدلی.هروخت، چې ما سره خوله ګډوي نو خامخاد خپلو خبرو مقدمه د حمزه بابا په شعرونو باندې ږدي، خو تېره شپه ن
فى البديهه مشاعره جلال آباد
د ايريل په ٢٣ نيټه د ننګرهار ادبي بهير په غونډه کې ناست وم چې آرش ننګيال له لغمان نه فون وکړ ويل يې چې په خالد هوټل کې راته هغه کوټه ونيسه چې تيره شپه مو په کې تېره کړې وه. په خوا کې مې عزت الله ځواب هم ناست و. هغه ته مې وويل چې آرش، الهام او ذبيح الله نورزى راروان دي او شپه به يې په خالد هوټل کې وي. هغه ويل ما ته يې ويلي دي زه هم بيګا ته ورځم. نيږدې ماښام چې د بهير له غونډې راووتم، نو ځان مې هغه ځاى ته ورسووچې د شپې يو دوه ځوانانو ته د پښتو درس ورکوم. له هغو مې ځان فارغ کړ او خ
انټرنيټي فري سنټرونه
په جلال اباد کې ډېر فري انټرنيټي سنټرونه شته چې په سلګونو معتلمين په کې له زده کړې برخمن کيږي. له دې سنټرونو څخه يو هم د ميديو تيک د فتر په چوکاټ کې ميډيا هاوس يا د رسنيو کور دى چې هره ورځ ورته په لسګونه هلکان او جوني راځي او خپلې اڼترينيټي زده کړې پياوړې کوي. دا مرکز له دې نه پرته د ژړرناليزم درې مياشتيني کورسونه هم لري چې په ګڼ شمير کې ځوانان په کې ګئون کوي. همدا رنګه د پييښور د ژورنالستانو سره په مياشت کې يو ځل آن لين انټر نيټي کنفراسونه هم لري چې يو د بل له ستونزو خبر شي او د حل لارې چارې
په ننګرهار کی دبازمحمد عابد دادبی خدمتونو د لمانځنی په یاد غونډه
پوهنمل حبیب زیفرانکفورت : دجنوری د میاشتی اتمه 2010 ع ،کد خوشالی ځای دی چی اوس په پښتنو کی ددی دود او احساس راژوندی شوی دی چی خپل لیکوالان او شاعران په ژوندینی نازوی اودهغوی دکارونو اوزیارونو په یاد غوڼدی او خوښی محفلونه جوړوی . په ننګرهار کې د نړۍ اونيزې د ادارې له خوا د هېواد دزیارکښ او نازولی ليکوال او شاعر بازمحمد عابد د ادبي خدمتونو په وياړد يو شاعرانه او سندريز بنډار جوړیدو له کبله چی د تاند په ویب پاڼه کی می د هغه خبر ولوست ډیر خوشله کړ
ښه خاطره/ عابد
سره له دې چې سږکال په کابل کې د تيرو کلونو په څېر هوا دومره سړه نه ده خو ما غوندې په تن بدن خوار کس بايد ځان ګرم وساتي. د قوس په ١٥ نيټه د يوه ګرم جمپر يا کوټي د اخيستو په خاطر يوه مارکيټ ته ورننوتم. ښه ګرم، ګرم جمپرونه مې وليدل. اول خو به کې زما د خوښې ډيزاين نه پيدا کيده او چې پيدا به شو نو قيمت به يې له اسمان سره خبرې کولې. دومره ګران چې ما په هغومره پيسو پوره مياشت خپله خيټه چلولی شوه. پريکړه مې وکړه
يوه ډېره خوږه خاطره/ عابد
انتخاباتو ته يوه اوونۍ پاتې وه چې د دفتر د سروی له ډلې سره د لغمان او ننګرهار ولايتونو ته په رسمي سفر روان شوم. لومړی د لغمان ولايت ته ولاړو د قرغيو په ولسوالۍ کې د ترخ خيلو په کلي کې مو د نوي کور، نوي ژوند د ډرامې له اوريدونکو سره خبرې وکړې. موږ سره ښځينه همکارانې هم په ډله کې موجودې وې. هغوی په همدې کلي کې کورونو ته لاړې خو د پام وړ ښځينه اوريدونکې يې نه وې پيدا کړې. خو موږ چې له ځوانانو او سپين ږيرو سره غږيدلي وو نو هغو ټولو په ډرامه ډېر ښه فيډ بک راکړی و.
دانش مطبعه په کابل کې - انځوريز راپور
اسد دانش زه له هغه وخته پېژنم چې په شلو زرو کلدارو يې خپل خپږنيز کار پيل کړی و. هغه وخت هم دانش صېب درويشانه او مستانه طبعه لرله او اوس يې چې د خپرنيز کار تر زرګونو کتابونو ته رسېدلی دی، هم درويشانه او مستانه خوی لري. په پېل کې چې يې د قصه خوانۍ په ډکي نعلبندي کې يو وړوکی کتابپلورنځی پرانيست سره له دې چې کمپوز سنټر هم په کې و د اسد دانش د بنډارونو ځای هم و. تل به په کې اوه اته کسه فرهنګيان ناست وو. او اوس هم چې په پېښور کې څومره کوزني
کامې ته فرهنګي سفر وروستۍ برخه
د بهسودو د پول په سر د کامې هډه وه. هلته اسدالله موټر وګرځاوه، خپله له موږ څخه کيوت او استاد شفيق د موټر جلو ته کيناست. د جلال اباد ښارته چې ورسېدو، د مخابراتو له چوک نه چې لږ ور تېر شو نو موټر مو د سرک پر سر ودراوه. نيازی، استاد شفيق او کاروان د څادرونو يوه دوکان ته ودريدل او ما پرهېز شګېوال ته ټيلفون وکړ. ويل يې چې د ډنډ غاړې سره دی او په دوه مينټو کې راځي. لږه شېبه وروسته چې راورسېده، نو د کاروان دوی سره مې تعرف وکړ. هغه چې کاروان وليد، ډېر زيات خوښ شو ويل يې چې بيګا زه پوه نه شو
کامې ته فرهنګي سفر/ دويمه برخه
تر دوه نيمو بجو پورې د استاد صميم په ديره کې ناست وو، بيا ټول راولاړ شوو او د کامې د پول پر لور مو حرکت وکړ. دلته هم ډېرو يارانو سره کمرې وې. د مينار د افتتاح پر وخت استاد زيار، استاد صميم، استاد يون، د کامې ولسوال او د مينار د ډيزاين انجينر خبرې وکړې او په ترتيب سره يادو شويو استادانو پټۍ پرې کړه. همدلته مو زموږ پخوانى بهيروال سعد ملوک شېرزاد هم وليده چې
عابد او بريالی ولي په شمشاد ټلويزيون کې
تير ماښام شمشاد ټلويزيون د وحيد توحيدي په نوښت د وږمو د بهير د خپرونې له پاره له يو شاعر او بل هنر مند سره ګډه خپرونه نيولې وه چې د شاعر او هنرمند دوستان يې هم وربللي وو. دې خپرونه کې عابد د شاعر په توګه او بريالی ولي د هنرمند په توګه ميلمانه وو. پيل کې د خپرونې چلوونکي وحيد توحيدي او ځينو بهبروالو له عابد نه د هغه په شعر کې د شعر د مضمون په اړه او هم د عابد د شاعرانه ژوند په اړه ځينې پوښتنې مطرح کړې چې عابد په ورين تندي ځوابولې، ورپسې بريالي ولي د عابد هغه غزلې وويلې چې څو ورځې وړاندې ورکړل
د افغان ادبي بهير لنډ راپور
دا ځل په افغان ادبي بهير کې د دياسنګهـ انجان په غزل باندې تود بحث وشو چې د غونډې برخه والو د دياسنګهـ له نورو غزلونو څخه يې ښه وباله. د تيرې غونډې راپور محمد عابد علمي واراوه چې له لږې سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيده. د غونډې رييس محمد الله کمال او ميلمانه يې استاد اقا محمد ګړندی او نذير احمد سهار وو. د غونډې وياند صفي الله عمرخيل و. په غونډه کې تر شپيتو تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و. راتلونکې غونډې ته به نذير احمد سهار په ژورناليږم يوه ليکنه کره کتنې ته
کامې ته فرهنګي سفر/ لومړۍ برخه
د ١٣٨٨ کال د لړم د مياشتې١٩ نېټه وه چې قاري عبدالله کامه وال راته فون وکړ. ويل يې چې خبر شوی به يې د کامې فرهنګيانو د استاد صميم په نوښت د پوهاند زيار او کاروان صېب په وياړ غونډه جوړوي. دا غونډه به د لړم په ٢٢ نېټه د استاد محمد اصف صميم په ديره کې جوړېږي. د بهير، ټول افغان او لر او بر پاڼو ته يو اعلان وليکه او ټولو فرهنګيانو ته عامه بلنه ورکړه. ما سم له لاسه خبرتيا وليکه او
د ژبو او ادبياتو پوهنځي د فراغت په وياړ غونډه
دليندۍ مياشتې په شپاړسمه نېټه دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځې د شپې څانګې د څوارلسمې دورې فارغانو ته له پوهنتون څخه د فراغت سرټيفيکېټونه ورکړل شول.غونډه د کابل په اريا پېنځه ستوريزه هوټل کې د قاري عبدالله کامه وال په ويندويي په يوولسو بجو د قران کريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې يو تن فارغ شوي محصل سلطان محمد ثبات د غونډې ګډوون کوونکو ته ښه راغلاست ووايه. د فارغو شوو محصلينو په استازولۍ رفيع الله نيازي په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي او پښتو څانګې د ت
تا دې خدای راولي جانانه/ عابد
- هيلو! سلام عليكم، اختر دې مبارك شه. - ستا د ې مبارك شي، څوک خبرې كوې؟- ولې تاسې زما غږ و نه پيژندو؟ - نه والله. - د خداى بنده، ما خو ستا تر هيلو د مخه د ټېلفون په كرښه ستا اسويلى هم وپيژندو. - ښه، ښه دا ته يې!- هو، غوښتل مې چې د ټېلفون په كرښه دا اوږدې فاصلې لنډې كړم.- دا نمبر خو د پېښور دى كنه!- هو، ولې تا ته پته نه شته چې زما اختر به په پېښور وي؟- پته وه. ښه دا وايه چې پېښور کې اخت
د نغمې په غږ کې سندره/ عابد
د نغمې په غږ کې دا سندره چې:زړه کې مې دا وي چې ايمان غواړمهخو چې لاس پورته کړم جانان غواړمهله بي بي سي راډيو اوريده نو ورته په دې خاطر غوږ شوم چې ګوندې شاعر يې راته معلوم شي. نغمې بي بي چې د غزلې دوه بيتونه سر ته ورسول، نو په راډيو کې د سندرې وخت پوره شو او دا ارمان مې په زړه کې پاتې شو چې شاعر دې رامعلوم شي. د سندرې په پيل کې ما فکر کاوه چې ګوندې دا غزل به د اجمل اند وي، خو کله چې مې د غزلې دوه بيتونه واوريدل نو وپوهيدم
د لنډ بحر تازه غزل/ عابد
چا وی ترخه غوندې ده؟دا خو خوږه غوندې ده چې راته نه راګوريلږه خپه غوندې ده د زړه ديوال نړويڅه زلزله غوندې ده هوش مې له سره اخليسمه
تازه غزل/ عابد
څومره ګرد غبار دی په دې کلي کې/ورک چې رانه يار دی په دې کلي کې چا د خولګۍ تمه کې ساتلی يمروح چې مې ايسار دی په دې کلي کې راشه چې ليمې په ديدن ومينځمتا ته دې انتظار دی په دې کلي کېنن راته دلبر ويل چې څه غواړې؟وايه، نن دې وار دی په دې
افغان انځورګر وپيژنئ
افغان انځورګر محمد صديق ژکفر د جوزجان ولايت د ميمنې په ښار کې څلورنيمې لسيزې وړاندې پيدا شوی دی. په ١٣٥٩ ل کال کې د ابوعبيد جوزجانې له ليسې څخه فارغ شوی او په همدې کال کې يې د کابل پوهتنون د انځورګرۍ په ډيپارټمنټ کې لوړې زده کړې پيل کړي او په ١٣٦٣ل کال کې ترې فارغ شوی. استاد صديق ژکفر له فارغيدو وروسته په همدې ډيپارټمنټ کې د استادۍ سپيڅلې دنده پيل کړې وه او د طالبانو د نظام له راتګ سره يې دنده پريښې وه او پاکستان ته مهاجر شوی و. هلته يې د را
د استاد محمد اسمعيل يون ډالۍ
استاد محمد اسمعيل يون هغه نوم دی چې په تيرو ديرشو کلونو کې نه يوازې دا چې په فرهنګي حلقو کې خپور دی، بلکې ډېر پښتانه يې له نوم او کردار سره اشنا دي. هغه که د مهاجرت په په دوران کې د هيلې مجلې چلوونکی و او که په کابل کې د لويې جرګې منشي نو د پښتو او پښتنو د حقوقو دفاع يې په نره کړی ده. دا چې د بلاګ ډېرو لوستوونکو ته د ښاغلي استاد هاند او هڅې مالومې دي، زه نه غواړم چې نور څه پرې ووايم البته دومره وايم چې سږنی کال چې د پښتو کتابونو د خپرولو په درشل کې تر ن
د بهير د غونډې لنډ انځوريز راپور
دا ځل په افغان ادبي بهير کې استاد اسد الله غضنفر د چخوپ ژباړلې کيسه د بحث له پاره راوړی وه چې نثار صاحب، کاروان صاحب ډاکټر اکبر، ډاکټر محب زغم، عابد او نورو ورسره په بحث کې ځانونه شريک کړل. غضنفر د کيسې يو يو پيراګراف لوسته او بيا يې په خوبيو او د کيسې له آرونو سره سم اړتياته د اوريدونکو پام را اړاوه. استاد غضنفر په کيسه کلايمکس، موضوع، تلوسې، پيل، اوج، پای او ټول آرونه وار په وار په کيسه کې په نښه کول. ټولو ګډونوالو د بحث دا نوی ميتود خوښ کړ. د