د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې


آن لین سملاسي مشاعره

  ABID IN PESHAWAR says: سلامونه قرار صیب Qararander says: سلامونه عابد صېب ABID IN PESHAWAR says:

23.11.2010 baz

آن لین سملاسي مشاعره

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says: هڅه به کومه او الله ته به دعا کړم کله خو به تا غوندې غزله راپیدا کړم Nabila Ghazal says: وخت خو به راځي که نه الله خو مهربان دی خولې به د شک بندې زه د دې ټولې دنیا کړم ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says: وار کوه چې زه ګوره بې صره ښکاري باز یم

20.11.2010 baz

د زړه ډيره ناځوانه ناروغي ده/ بازمحمد عابد

زه چې کله هم خبر شم چې کوم پيژندلی شوی تن د زړه له ناروغۍ له امله ابدي جام په سر واړاوه، نوما ته مې د خپل مرحوم پلار مړينه راياده شي چې د زړه ناځوانه ناروغۍ په ډير لږ  څه کې ترې محروم کړو. ما ته اوس هم کله نا کله دا ماشومانه پوښتنه  مخته دريږي چې زما مرحوم پلار خو ډير بې زړه سړی و، هغه ولې د زړه په ناروغۍ اخته او  بيا ډير ژر ومړ؟ خو داسې نه ده، تيره ورځ چې مې د يوه ډير زړه ور، با جرآته او د  مضطرب زړه څښتن  اقضل شوق په اړه

18.11.2010 baz

د بازمحمد عابد ژوند او فن

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو زده کـــــــــــــــــــــــــــــــــــړو وزارت  ننګرهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــار پوهنتون  ښوونې او روزنــــــــــــــــــــــــــې پوهنځى  پښتو ژبـــــــــــــــــــــــې او ادب څانګــه موضوع : د بــــــــــــــــاز محمد عـــــــــــــــــــــــــابد ژونـــــــــــــــــــــــــــد او فن لارښود استاد : علاو الدين ((حسام))

09.11.2010 baz

د هیواد وتلی انځورګر استاد ژکفر

درې هفتې وړاندې چې زه پوره ۹ میاشتې وروسته کابل ته تلم نو یوه هیله مې دا هم وه چې زه د بي بي سي دفتر هغه ټول همکاران ووینم چې پوره اته کاله مې ورسره ګډ کار کړی و. تیر مازیګر و چې محمود خان پل کې له موټر نه ښکته شوم او تر نوي ښاره ځکه پلی لاړم چې د کابل په سرکونو د ولاړو موټرو ځآی نه چې په ځینو ځایونو کې په پلي لارو هم موټر چام ولاړ وو. زه نوي ښار ته د انټر نيت په خاطر روان وم، کله چې  کوچه یی مرغا ته داخل شوم نو رایاد شول چې دلته خو پخوا د استاد ژکفر ګلری هم وه، چې لږ وړاندې ورغلم نو د ا

11.10.2010 baz

کاروان د شعر په انځور خبرې کوي/ عابد

يادښت: دا مرکه له کاروان صيب سره د مشال راډيو له پاره شوې ده چې ما کټ مټ د کاروان له خولې دا وتلې مرغلرې د ريکارډر نه را وايستې او ستاسې مخې ته مې کيښودې.بازمحمد عابد عابد:کاروان صيب! که له روايتي پوښتنو  را تير شو او راساٌ موضوع ته راننوزو او دا پوښتنه درنه وکړم، چې په شعر کې تصوير څنګه ارزوﺉ؟ کاروان: په شعر کې د انځور مسله ډيره مهمه ده، که موږ دې ژوند ته پام وکړو، نو دا هم په انځورنو ولاړ دی. مثلاٌ ځينې شيان په سترګو وينو دا هم يو انځ

02.10.2010 baz

ژورنالست/ لنډه کيسه/ عابد

 په بيړه مې ځان  د ولايتي شورا ودانۍ ته ورساوه، هلته مې  د تمبوانو په يوه پنډ غالي ځغلند نظر تير کړ، په مخورو قومي مشرانو سربيره د مدني ټولنو استازي او د پوهنتون استادان مې هم تر سترګو شول، خو نظر مې په ښځينه څوکيو ناستې د پوهنتون  د يوې استازې اشاروي سلام ته تم شو چې د ځان په لور يې وروغوښتم. - سلام استازې!-- عليکوم سلام، پرون مې غوښتل چې ټيلفون درته وکړم، خو شميره مې دې پيدا نه کړه.- امر کوۍ استازې دا دې

25.09.2010 baz

په جلال آبا د کې له باران نه وروسته څو انځورونه

اول خو په جلال آباد کې بارانونه نه کيږي خو چې کله وشي، نو بيا د ښار د سرکونو حالت د ليدو نه وي. تر نيم متر نه لوړې اوبه يې  تر ډيره په سرکونو ولاړې وې، چې دا په دې خبره دلالت کوي چې يا خو د سرکونو د پخولو انجينران د ښار د کاناليزيوسيون په کارونو نه پوهيږي او يا د شرکتونو مالکانو د جلال آباد د ښار د سرکونو پروژې د غنيمت مال ګڼي. راځۍ چې د جلال آباد ښار له بارانه وروسته وګورو.

17.07.2010 baz

بيا هم د جلال آباد ښار څو انځورونه

د باز بلاګ قدرمنو ليدونکو دا دى د ځينو هغو مسافرو ورونو د غوښتنې په اساس د جلال آباد ښار څو انځورونه هم په ليکه کوم، هيله ده چې په وطن او جلال آباد ښار مينانو تنده پرې ماته شي. دا سيمه يو وخت د کمپونو په نوم ياديدله. د سردار داوود خان په وخت کې په دلته د جشتن په موقع کمپونه لګيدل او له کليو او ولسواليو به خلک ميلو ته راتلل.

30.06.2010 baz

له مخابراتو نه تر پښتونستان تر څلور لارې

قدر منو دوستانو بلا ډیر انځورونه مې د جلال آباد د ښار د چوکونو اخیستی دي خو وخت یاري نه کوي چې ټول په یو ځای په لیکه کړم. د اوس له پاره په دې دریو انځورونو وتوانیدم چز په لیکه یې کړم له نورو سره به بیا ګورومنظور خان په جلال آباد

23.06.2010 baz

مينه FM ډير ژر له ننګرهار نه

که څه هم په ننګرهار کې د ملي راډيو تر څنګ نورې خصوصي راډيوګانې هم شته چې هر يوه يې د اف ايم په موج کې تر ليرې پورې سيمه تر پوښښ لاندې نيسي. لکه کليد، صفا، آباسين، شرق، نرګس، مرام، سپين غر چې هر يوه يې په بيلابيلو وختونو کې بيلا بيلې ذوقي، تفريحي، ادبي ټولنيزې او ... خپرونې لري.  دا دى اوس د مينه اف ايم په نوم يوه بله به راډيو هم ډير ژر په خپرونو پيل وکړي د دې راډيو ريس آرش ننګيال دى او مسوول مدير يې ذبيح الله نورزى دى. دوى دواړو د بي بي سي راډيو سره پنځه کاله په تعليمي خپرونو ک

17.06.2010 baz

د وړ ښکالو

 حيات الله وړ له نن نه څه دولس کاله مخکې ما د يوه شاعر په حيث پيژندلى و. هاغه وخت به دى هره اونۍ افغان ادبي بهير ته د جلوزو له کمپ نه د پيښور په تاوجنه ګرمۍ کې راته او خپله شاعرانه طبعه به يې خړوبوله. دا دى اوس يې له خپلې شاعرانه مينې له برکته لمن لمن شعرونه خپلو مينه والو ته د ښکالو په نامه وړاندې کړل. ښکالو خپله هم يو شاعرانه نوم دى او دا د وړ صيب کمال دى چې خپلې شاعرۍ ته يې داسې شاعرانه نوم ايښى دى چې د هر ميين د زړه غوږونه ورته څک شي.   &nbs

12.06.2010 baz

په ننګرهار کې د پوهاند محمد حسن کاکړ نمانځنه

يون کلتوري يون او د افغانستان د ځوانانو د بيا رغونې ټولنې (يار) په ګډه د پوهاند محمد حسن کاکړ وياړ غونډه د جلال آباد ښار په سپن غر هوټل کې جوړه کړې وه. په دې غونډه کې استاد محمد اسماعيل يون، استاد محمد اصف صميم، استاد محمد داود وفا، استاد مستعلي خان نيازي، سر مححق محمد عالم اسحاقزي، محمد هاشم غمشريک، ايدريس غروال او غلام صديق خان د پوهاند کاکړ په درناوي کې ليکنې او شفاهي خبرې وکړې. د ننګرهار د والي مرستيال اسحاقزي صيب پوهاند صيب ته چپن په اوږو واچوه او غلام صديق خان ورته د وياړ پګړۍ په سر کړه

10.06.2010 baz

تازه غزل_ عاپد

خداى خبر که بيرته راشي تلى زړهتا پسې مې سم له زړه وتلى زړه هر سهار يې د ښار ښکلو باندې ويشمهر ماښام راټولوم شيندلى زړه ته چې نه يې د يتيم ماشوم په څېر ويته چې راشې په مستۍ شي غلى زړه خلک څه کوي او څه باندې لګيا ديما خو ستا په غم کې تل خوړلى زړه پام ګوه چې نوش جان کې يې ور نه کړېپه يو داو چې دې له ما ګټلى زړه شمشاد هوټل، جلال آباد ښار2010= 06= 08

09.06.2010 baz

له سملاسي مشاعرې نه رابيل شوى غزل

زړه يمه څه تور کاڼى د غر نه يمشکر دى له چا سره په شر نه يم ښه دى چې د اوړي سره غرمه يمهښه دى چې د ژمي مازيګر نه يم يا خو د چا زړه ته لاره نه لرميا خو د چا سترګو کې نظر نه يم زه مې خپل محبوب ته سم کتى نه شمزه دومره په مينه کې زړور نه يم ستآ د پڼو غش

01.06.2010 baz

د کونړ سیند مشاعره/ دریم کال

په دریم کال مې هم د استاد محمد داود وفا له پرکت د کونړ سیند مشاعره کې د ګډون نصیب شوی و که نه زه خو نن سبا دومره میړنی نه یم تو نه مې زړه کې هغه زور پاتې دی. لیکلو ته مې هم ملا ماته ده، دا څو کرښې د دې یادونې په خاطر لیکم چې پوزه لس ورځې مې انتظار وکړو چې که چیرې څوک د کونړ سیند مشاعرې چې د مرکز په شمول په کې له څو نورو ولایتو شاعرانو او د شعر مینه والو د سلګونو په شمیر کې ګډون کړی و له دې علاوه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې نارینه او ښځینه وو استازو هم ګډون کړی و خو د افسوس خبره ده چې تر اوسه پ

15.05.2010 baz

په جلال آباد کې دویمه فې البدیه مشاعره

په ټپو پسې ړوند شومه جانان په ښار کې نشته سرونه پکې ډېر دي خو انسان په ښار کې نشته باز عابد دا خلک چې همداسې شاته شاته پاتې کيږي هوس پکې ښه ډېر دی خو ارمان په ښار کې نشته بختیار ساحل موده وشوه یوازې له خپل ځانه سره ګرځم دا څه ټکه پرېوتې ده یاران په ښار کې نشته بریا لی ویاړ چې شپې مو په هوجرو او په جومات باندې تیريږي

12.05.2010 baz

کامه فرهنګي ټولنه او د اجمل اند نمانځنه

کامې فرهنګي ټولنې د شاعر، ليکوال او ژورنالست اجمل اند د فن او شخصيت په هکله په کامه کې يوه درنه غونډه جوړه کړې وه چې تر دريو سوو پورې شاعران، ليکوال او اجمل اندد شعر مينه راټول شوي وو. غونډه سهار ٩ بجې پيل شوه او تر درې نيمو بجو بورې يې دوام وکړ. په سر کې استاد محمد اصف صميم پرانيستونکې وينا واوروله. ورپسې استاد حبيب الله رفيع، ولسمل، صيب، استاد محمد اسماعيل يون، نورالحبيب نثار، انجنير ستانه مير زهير، لعل پاچا ازمون،د اجمل اند په اړه شفاهي خبرې وکړې، قاري عبدالله سهار د اجمل اند

01.05.2010 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more