په ټپو پسې ړوند شومه جانان په ښار کې نشته

سرونه پکې ډېر دي خو انسان په ښار کې نشته

باز عابد

دا خلک چې همداسې شاته شاته پاتې کيږي

هوس پکې ښه ډېر دی خو ارمان په ښار کې نشته

بختیار ساحل

موده وشوه یوازې له خپل ځانه سره ګرځم

دا څه ټکه پرېوتې ده یاران په ښار کې نشته

بریا لی ویاړ

چې شپې مو په هوجرو او په جومات باندې تیريږي

زمونږه د خوارانو خو مکان په ښار کې نشته

اکرام الله اکرام

تڼاکې د ځیګر به په کوم ښکلي ماتوم

چې غاړه راته راکړي داسې ځوان په ښار کې نشته

عابد

قسم دی چې له ما یې نوره لاره ورکه کړې

دا چا ویل چې ګټه ده تاوان په ښار کې نشته

بختیار

ګډا قطغني شوې وایي ګرم ساز راواخله

چې څڼې ډول ته واچوي ځوانان په ښار کې نشته

ویاړ

د هر سرای په کوټو یې دي لوحې را ځړولي

دا چا ویل ملګرو چې ډمان په ښار کې نشته

اکرام

زما هم چندان مینې ته اوس ډډه نه لګیږي

د کلي په څېر خلکه رقیبان په ښار کې نشته

عابد

دا خلک چې له خلکو نه به ګوتو ساه وباسي

اوس هاغه څڼه وره طالبان په ښار کې نشته

بختیار

چې نجونې به کې وتړي جنډې او بنګړی مات کړي

زيارت په ښار کې نشته ملنګان په ښار کې نشته

ویاړ

چې کله د ملا حکومت چپه شو دې وطن کې

بې ږيرو شول ټول خلک اوس شېخان په ښار کې نشته

اکرام

راځه چې لږ د کلي د شوديارو خواته ورشو

زما اوستا د مينې څه امکان په ښار کې نشته

عابد

چې هر سړی يې واوري او جومات ته راروان شي

اوس هاغسې له مينې ډک اذان په ښار کې نشته

بختیار

چې ډله ډله ښکلي بېرته کلي ته روان دي

ټپې په ښارکې نشته یه قربان به ښار کې نشته

ویاړ

څپلکې مې شلېدلي لی په لی ورپسې ګرځم

ټول ښار مې پسې چاڼ کړو خو موچیان په ښار کې نشته

اکرام

پرون راته یو څو ښکلو له ورایه اشارې کړې

دا هسې چا ویلي چې خوبان په ښار کې نشته

عابد

بس څنګ چې مازیګر شي نو ټپو ته مې ړړه وشي

افسوس چې پټي شته دي خو دهقان په ښار کې نشته

بختیار

د هیچا د رنځونو درملنه په کې نشی

دارو په ښار کې نشته دی درمان په ښار کې نشته

ویاړ

حسام حاجي که چېرې پارلمان ته لار ونه کړه

دا ومنه اکرامه چې چرګان په ښار کې نشته

اکرام

دښار دا دوکانونه له بلا څيزونو ډک دي

چې مینه پکې پلوري یو دوکان په ښار کې نشته

عابد

چې زړونه پکې شنه شي امیدونه پکې ګل

چې للمې رازرغونې کړي باران په ښار کې نشته

ویاړ

چې وتړي له څېرمې دا منکر خلک له مینې

حاکم په ښار کې نشته دی زندان په ښار کې نشته

ویاړ

د ښار ټول دوکانونه له شرابونه ډک شوي

چیلم په ښار کې نشته دی چرسیان په ښار کې نشته

اکرام

د ښار د مېکدو ورونه ولې تړل شوي؟

دا څنګه سر کشي ده چې رندان په ښار کې نشته

عابد

چې ته یې په سر لاس کش کړې او هغه سلام درکړي

باور وکړئ اوس هاغه ماشومان په ښار کې نشته

بختیار

تمامه ورځې خلکه ستړی ستړی پسې ګرځم

نتکۍ مې پیدا نه کړله پېزوان په ښار کې نشته

ویاړ

ساحله! د سوالګرو ماشومانو نه ښار ډک دی

چې وچې یې کړي اوښکې مهربان په ښار کې نشته

اکرام

ورځم د تخیل د کلي لارې پسې نیسم

د شعر چینه مې وچه شوه کاروان په ښار کې نشته

عابد

زما د خېټې درد چې په کې ورځ په ورځ زیاتیږي

سپېرکۍ په ښار کې نشته دی بادیان په ښار کې نشته

بختیار

اوس هم په رڼا ورځ داړي زمونږ د کلي خلک

غلطه ده چې څوک وایي لېوان په ښار کې نشته

ویاړ

کېدای شي په دې خلکو وي څه ټکه را پرېوتې

پښتو ور ځنې تللې ده ایمان په ښار کې نشته

اکرام

د ځمکې به دعوه له زورواکانو سره څنګ کړو

زمونږ د غریبانو خو اسمان په ښار کې نشته

عابد

چې ته ورته سابه وروړې هغه درته شړومبې

د کلي رواجونه او ګوزران په ښار کې نشته

بختیار

دا دومره شاعري مو چې په نیمه شپه کې وکړه

دا چا ویل عابده شاعران په ښار کې نشته

عابد

2:26 AM

د شنبې شپه – د مۍ ۸ مه نېټه د بریالی ویاړ هوجره