د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې


باز د بنګ او بزم شاعر

د اشياوو د افاديت او د فطرت په مشاهده کې ډېر خلک لاس لري. د کايناتو د اجزاوو تعارف د انساني نفسياتو، ذوقونو او نړۍ ليدونو د اختلاف په بنياد ځای پر ځای بيلا بيل رنګونه او تعريفونه وړاندې کوي. ژوند هم يو داسې لاينحله معما ده چې تر اوسه يې هيڅوک داسې تعريف نه شي موندلی چې ټول انسانان پرې متفق وي. علم او اخلاقيات سره له دې چې د بشري تمدنونو او فرهنګونو موسسين ګڼل کيږي، د ځمکې پر سر په يوه شکل نه دي موجود. د هرې بشري ټولنې د علومو او اخلاقياتو جلا، جلا معيارونه دي، انسان د همدې معيارونو

09.07.2009 baz

کنسرت په شمشاد کې

د شمشاد شمله دې خدای (ج) تل هسکه لري چې تل يې په يوه او بله بهانه پښتانه، فرهنګپال ، چاراکي، شاعران او ليکوال سره  راټول کړي دي او د سرمايې د يرغل په دې مصروفه نظام کې يې د ليدنو کتنو زمينه برابره کړې ده. دتيرې جمعې په يې د خواږه غږ د څښتن لطيف ننګرهاري د کنسرت په بهانه ياران راټول کړي وو. لطيف ننګرهاری چې د تير يوه کال راهيسې يې د هيواد په ټلويزينونو او راډيوګانې کې ډېر مينه وال پيدا کړی دي. په خواږه غږ کې يې څو غزلې د اهل ذوقو لپاره وړاندې کړې. دلته مو

07.07.2009 baz

د نجيب عامر يو غزل ته يو نظر/ عابد

نن سهار چې په نيټ کې ټول افغان ته راغلم نو د بلاګونو په سر کې مې د نجيب عامر نوم سره د تازه غزل ټکي هم ولوستل¸په زړه کې راوګرځيدل چې نن سبا دا عامر ډېرې  ژباړې او تازه غزلې  خپلې زرپاڼې ته ورکوي. دا به سمه وي چې ژباړې به يې پخوانۍ وي، خو د ډېرو هغو دوستانو له پاره به نوي وي، چې کتابونو او مجلو ته يې لاسونه  نه رسيږي او يوازې د نيټ له لارې د خپلو ليکوالو او  شاعرانو له هڅو او زحمتونو خبريږي. دعامر ژباړې هم ما لوستي او د ده  خپلې کيسې مې هم ورته لوستي دي

01.07.2009 baz

د افغان ادبي بهير خبرتيا

 کاروان انستتيوت د افغان ادبي بهير د غونډو له پاره ځکه مناسب ځای دی چې د ښار په مرکزي برخه کې دی. ټول دوستان کولای چې په لوکل ( ليني) موټرو کې ورته په کمه کرايه ځانونه راورسوي. د بهير غونډې به تر هغې پورې په همدې انستتيوت کې دوام ومومي، څو پورې چې د يوې مستقلې حويلۍ څښتن نه شي. بهيروال په دې کوښښ کې دي چې افغان ادبي بهير ته د مخلصو افغانانو، ملي تجارانو، فرهنګپالو افغانانو چې د دنيا په هر کنج کې اوسيږي، پام راواړوې او اړيکې ورسره ونيسي چې بهير د دې بې کورۍ څخه و ژغوري

28.06.2009 baz

د افغان ادبي بهير لنډ راپور او انځورونه

د غونډې وياند حسن المبارک و او راپور يې منصور احمد نيکمل ليکه. دتيرې غونډې د راپور اورولو نه وروسته عبدالهادي حيران يوه مالوماتي ليکنه چې د لنډې کيسې په هکله يې کړې وه، کره کتنې ته وړامدې کړه چې نورالحبيب نثار، نور محمد لاهو او استاد شپون پرې مفصلې خبرې وکړې. ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې شعرونه وويل. په غونډه کې پريکړه وشوه چې بهير به خپلې غونډې سر له راتلوونکې غونډې په ( کاروان انستتيوت) کې کوي. کاروان انستتيوت چې د کابل په قوه مرکز کې په واقع دی د بهير د

28.06.2009 baz

د رڼا کلنۍ مشاعره

پسرلی صاحب پرانيستونکي وينا کويشپون صاحب د مبارکۍ پيغام وړاندې کوياستاد پسرلی طوبا ندا ساپۍ ته د غوره فرهنګيالۍ په توګه د سرو زرو مډال ورکوي

21.06.2009 baz

پلازمېنه کابل د رڼا مشاعرې کوربه و

راپور: طوبا ندا ساپۍانځورګر: بازمحمد عابدمېرمن کلتوري ټولنيز بهيرد ۱۳۸۸ کال د غبرګولي په نهه ويشتمه درڼا په نوم د کلنۍ مشاعرې په جوړولو سره د دغې دوديزې مشاعرې بڼسټ کېښوده . رڼا مشاعرې ته پر کابل مېشتو لسګونو ښځينه ليکوالو او شاعرانو سربېره له جرمنی هېواد څخه د مېرمن بهير د څانګې استازې همداراز د پکتيا، غزني ، کندهار او نورو ولايتونو د بهيرونو استازې او شاعرانې هم رابلل شوې وې.رڼا مشاعره د جمعې په ورځ  د سهار په لسو بجو د ستارې په هوټل کې، قاري عطا محمد د سپېڅ

21.06.2009 baz

پيښوره/ نظم

پېښوره  اوس خو ته داسې خپه خپه ښکاريږېلکه تار تار پښتنې څڼې پريشانهستا کوڅو کې د مرګونو قاصد ګرځيد ژوندون سٌر او سندره نه يې ګرانه  له پرديسه چې به ستړی ستړی راغلمپېښوره ستا په غېږ کې  به دمه شومچې خمار به مې په سترګو کې راشين شوستا په يو نظر

18.06.2009 baz

دومره خپه خو پېښوره نه وې

دا ځل چې مې پيښور ته د تګ تابيا نيوله، خداى شته زړه نا زړه نه وم. دوه درې شپې سر په سر راته ورونو ټيلفونونه کول چې پيښور کې هره ورځ بې شميره بمونه الوزي، پوليس هم تنګول کوي، خپل راتګ دې وځنډوه. خو ما به هر يوه ته ويلې چې روکى جانه که ګور ګران دى، نو د مړي هم ناکام دى. تر دې چې مورجانې مې هم راته په ټيلفون ويل چې زويه خير دى يو مياشت نور هم ماتل شه. خو ورته مې  ويلې وو چې مورجانې انديښنه مه کوه هغه شينوارى صاحب مې د لارې ملګرى دى.د جمعې شپه  د ځينو فرهنګيانو په شمول ز

16.06.2009 baz

کاروان خبرې کوي

دا کتاب د هغو دولسو کتابونو په شمول د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالحليم فدايي د مڼې ګل د مشاعرې په وياړ خپور کړی دی. په دې کتاب کې چې کومې ليکنې راغلي دي عنوانونه يې په دې ډول دي:١- ته  دعا کړه زه آمين کړم،د  سيد شاه سعود پر شعري ټولګه ليکنه.٢- پسرلی د نۍ په کوڅه کې، داستاد پسرلي  پر شعري ټولګه ليکنه.٣- شپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليکوال، په شپون صاحب ليکنه.٤- دا سړی نقاد دی، په استاد لطيف بهاند ليکنه.٥- د قمر

11.06.2009 baz

د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ رپوټ او انځورونه

دا ځل په افغان ادبي بهير کې د بيلې لارې ليکوال انور  وفا سمندر په ليکنه بحث وشو. د وفا صاحب په اسدالله وحيدي، نورالله ليونخيل، عصمت قانع، علم ګل سحر، پير محمد کاروان او .... خپل نظرونه څرګند کړل. د دې غونډې مشرصديق الله ذهين  او ميلمه يې احسان الله درويش و. د تيرې غونډې رپوټ منصور احمد نيکمل ولوست او د غونډې وياند حسن المبارک و.  دا غونډه چې د ١٣٨٨ل کال د غويي د مياشتې په دريمه نيټه تر سره شوه. د پروان مينې د يار موسسې په حويلۍ جوړه شوې وه. د يادونې وړ ده چې راتلونکې غونډې به د

26.04.2009 baz

د علامه سيد بهاالدين مجروح پر مزار څو انځورونه

د شين کونړ په شين کوړک کلي کې څو تنه ماشومان چې تازه له درس ويلو څخه راوتلي وو.

22.04.2009 baz

کونړ سيند مشاعره د مډالونو ويش/ انځورونه

د کونړ والي استاد صميم ته مډال په غاړه کې واچاوهبشر نويد ته استاد حبيب الله رفيع په غاړه مډال واچاوهاسد الله دانش ته معلم رفيع الله حيدري مډال په غاړه واچاوه

21.04.2009 baz

کونړ سيند مشاعره دريم البوم

شفيع الله تاند د ستيج چلولو په حال کېحسام صاحب، پيکار صاحب، عابد، استاد اسمعيل يون، استاد پسرلی او رفيع صاحب د رييسه هئيت پر چوکيوعمر دراز مروت

20.04.2009 baz

د کونړ سيند د مشاعرې د پيليدا ځسنې انځورونه دويم البوم

د مشاعرې ګډونوال د ملي سرود په د غږيدا په احترام ولاړ شوي دي

20.04.2009 baz

کونړ سيند مشاعره انځورونه ړومبی البوم

کونړ سيند مشاعرې ته تګ  پر مهال بهيروال په څرخي پله کې د ماسپښين د لمونځ د ادا کولو په خاطر تم شوي دي.د لغمان په کڅ کې د شمشاد تلويزيون ډريور ميرويس مياخيل، وحدتيار او اوبرنګپه جلال اباد کې د تلويزيون د ودانۍ تر څنګ بهيروال د

20.04.2009 baz

د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور او انځورونه

دافغان ادبي بهير  غونډه د ١٣٨٨ل کال د وري په ١٩ نيټه  د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې ماسپښين دوه نيمې بجې پيل شوه. د غونډې رييس صابرخان بې ريا او ميلمه يې قرآنمل صاحب و. د غونډې وياند حسن المارک و او ريپورټ يې منصور احمد نيکمل ليکه. په غونډه کې تر تلاوت وروسته  صفي الله خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ  چې بهيروالو ورته نيکې مشورې ورکړې. ورپسې يوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. غونډې ته له کنړ ولايت څخه راغليو يارانو بهيروالو ته د

12.04.2009 baz

د کابل په رحمان مينه کې مشاعره

د کابل په رحمان مېنه کې د ١٣٨٨ ل کال د وري په ١٩ نيټه يوه مشاعره جوړه شوه. دا مشاعر چې د جمعې د سهار په ٩ بجو پيل شوه تر دولس نيمو بجو پورې يې دوام وکړ. دا مشاعره د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولينز ارګان له خوا جوړه شوې وه چې د رحمان مينې له تنکيو ځوانانو په ګډون په کې د سميې سپين ږيرو هم ګډون کړی و. د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولينز ارګان ځوانانو پريکړه وکړه چې دا مشاعره به هره جمعه د سهار په نهو تر سره کيږي. دوی په کابل کې مشيتو شاعرانو ته عامه بلنه وکړه چې هره اونۍ په مشاعره

12.04.2009 baz

د هرات ولايت څو ښکلي انځورونه

ګران ورور عزت الله اديب  چې دا څووم ځل دی بلاګ ته د هيواد له بيلابيلو سيمو څخه ستاسې له پاره انځورونه راليږي، دا دی دا ځل يې د هرات د ښکلي او تاريخي ولايت ځينې انځورونو يې د يوې ليکنې سره راليږلي دي. دا دی د هغه راليږلي انځورونه د هغه د ليکنې سره خپروم. له اديب صاحب مننه کوم او تاسې درانه ليدونکي دمالوماتو لوستلو او انځورونو ليدلو ته رابولم. ستاسې ورور عابدهرات ولايت د افغانستان يو له ښاېسته او پر مخ تلليو ولاياتو څخه شميرل کيږي او دا ولايت د تاريخ له اړخه هم ډير ارزښت لري. په دې ولايت

07.04.2009 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more