د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
د کابل ولايت د ګلدرې ولسوالۍ څو انځورونه
د ٢٠٠٨م کال د اګست په ٢٧ نيټه څو تنه فرهنګي ياران لکه، پيرمحمد کاروان، نورالحبيب نثار، الياس وحدت، نصير احمد احمدي او زه بازمحمد عابد له ګران فرهنګپال دوست عصمت الله ثنا د ماما په ډېر ټينګار د هغوی کلي ته ( د کابل ولايت د ګلدرې ولسوالۍ ته تللي وو. هلته مو څو انځورونه هم اخيستي وو چې دا دی د ګلدرې د انګور باغونه او ښکلې منظرې ستاسې په وړاندې په باز بلاګ کې ږدم.په درنښتستاسې باز
سليمان لايق په لنډيو غږيږي
د ٢٠٠٨ م کال د اګست په ٢١ نيټه قلم نړيوالې ټولنې د لنډيو په هکله سليمان لايق غږولی و او ما ثبت کړی و چې دا دی کټ مټ يې ستاسې په وړاندې خپروم. بازمحمد عابددا سمه ده چې ما يو څه وخت په سياست کې تير کړی دی، مګر ما ډېر عمر په انشايي ادبياتو.لکه شعر اونثر کې هم تير کړی دی.د پښتو په څيړنيزو ادبياتو کې زما کار ډېر نوی دی.تقريباً ديارلس څوارلس کاله له هيواده لرې د مهاجرت په ديار
په قلم ټولنه کې د سليمان لايق د غونډې څو انځورونه
د ١٣٨٧ل کال د زمري په ٣١ نيټه قلم نړيواله ټولنه کې پياوړي ليکوال سليمان لايق د لنډيو په باب يو سيمينار ورکړی و. د هغه سيمينار غږيز راپور له ماسره دی، انشاالله په مناسب وخت کې به يې په بلاګ کې خپور کړم. خو اوس د هغه سيمينار ځينې انځورونه دلته ليدلای شئ.
په واده تيادر دی کيسه د بهيروالو کره کتنه
د افغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال د وږي په لومړۍ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د اګست د ٢٢ نيټې سره برابره وه، ګل ملا همکار د کلام الله په آياتونو پيل کړه. د غونډې رييس عبدالستار سعادت و او ميلمانه يې دلاور خان دلاور او عصمت الله ثنا وو. د غونډې وياند محمد دين همدرد و او راپور يې مشعل خټګر ليکه.مشعل خټګر د تيرې غونډې راپور ولوست چې د لږې سمونې وروسته بهيروالو ته د تاييد وړ وګرځيد. بهيروال په دې نظر وو چې د خټګر صاحب دا دريم راپور له هغو تيرو دوو په پرتله ښه ليکل
د عابد په کيسه د نصير احمد احمدي کره کتنه
لکه څنګه چې د انسانانو د ګوتو ليکې توپير سره لري، همداسې تخيل، ذوقونه او فکرونه هم مختلف دي. څوک به يوه ليکنه له يوه اړخه څيړې او بل به هم له بل لوري قضاوت پرې کوي. ذوق د هر چا خپله ځانګړنه ده، په دې برخه کې څوک نه شي ويلای چې زه په حقه يم، يو به سپين رنګ خوښوي او بل هم تور، په دې توګه يوه ته هم ملامت نه شو ويلای. ما هم په واده تيار دی نومي کيسې يو څه ليکلي دي، په اصل کې دا کيسه يوه بانه ده، غواړم چې د دې کيسې په پلمه د لنډو کيسو په عمومي جوړښت په تيره بيا د کيسې د پيل او مينځ په
د زاهد الله حميد ليک
سلامونه!د لوی څښتن تعالی دربار څخه درته ښه صحت غواړم. همدا اوس می ستاسو په بلاګ کی د کنړ سیند مشاعری په اړه لیکل شوی راپور ولوست، خدای شته ډیر په زړه پوری وو. زه اوس په کتابخانه کی یم او باید خپل اساینمینټ باندی کار وکړم خو زړه می ورته نه کیږی او ستاسی په بلاګ کی د وطن انځورونه ګورم. زه اصلاّ د کنړ ولایت د اسعداباد اوسیدونکی یم خو د بده مرغه اوس په خارج کی د مسافرۍ شپی سبا کوم. کوم کسان چی ستاسو په راپور کې ذکر شوي، زیادتره یې زه پیژنم، لکه آدریس غروال، اسرار
د فراه ولايت د بکوا د ولسوالۍ ځينې تاريخي انځورونه
دا انځورونه هم ګران ورور انجينر الفت شهاب راليږلي دي چې اوږد عمر ورته له خدايه غواړم.
د تورخم او جلال اباد د لارې څو انځورونه
دا د کمې ډکې سيمه ده چې مخامخ ورته د لالپورې ولسوالۍ پرته ده.دا د مومنددرې ولسوالۍ د غزګي سمسوره سيمه ده.په مومند دره کې د ايمل خان د ليسې څخه اخيستل شوی انځور.
د انټرکانټيننټال په مشاعره کې د ځينو يارانو انځورونه
کاروان شمعې ته په چرت کې تللی دیجيلانی جلانله ښي اړخه: مجيدالله قرار، عمر منصور انصاري، عابد او عنايت ساپیعب
د خپلواکۍ د ٨٩ کليزې په وياړ د مشاعرې څو انځورونه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د زمري د مياشتې په ٢٤ نيټه د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ٨٩ کليزې په وياړ د کابل په انټر کانټينټال هوټل کې يوه مشاعره او په سيمه ييزه کچه د موسيقۍ پروګرام نيولی و چې ځينې انځورونه يې دلته ليدلای شئ. په درنښت
د غزني د قره باغ ولسوالۍ ځينې انځورونه
د لورونكي او بخښوونكي خداى (ج) په نامهد غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ څو ښكلي انځورونه ښاغلى او پر ما ډېر ګران عابد صاحب ! سلامونه او نيكي هيلي مي ومنئ عابد صېب تاسو چي په خپل ويبلاګ كي د هېواد د ښكلو منظرو او انځورونو لړۍ پيل كړي . ما ترې ډېر خوند اخيستى او ډېره په زړه پورې وه راته او باور وكړى داسي مي انګېرله لكه باز چي مي په خپلو اوږو سپور ګرځوي او د خپل هېواد د ښكلو منظرو ننداره را باندي كوي . ما هم له ځان سره پتيلي وه ، هر كله چي وطن ته لاړ شم ،ضرور به&n
د لغمان ولايت د الينګار د درې ښکلې منظرې
دا انځورونه ګران ورور انجنير الفت شهاب هغو مسافرو خويندو ورونو لپاره راليږلي دي، چې له هيواده لرې په ملکونو خواره واره دي. زه ګران ورور انجنير شهاب ته کورودانی وايم، هيله لرم چې د څو شيبو لپاره مو پرې د هيواد د ليدو تنده ماته شي. دا انځورونو د لغمان ولايت، د الينګار ولسوالۍ د لوکاړ سيمې څخه اخيستل شوي دي. له نورو هغو ورونو څخه هم تمه لرم چې د هيواد له ګوټ، کوټ نه زما په ايميل ادرس ښکلې منظرې راوليږي، او د خپل هيواد ښکلې منظرې د تل لپاره خوندي کړي.ستاسې ورور عابد
د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده
د باز بلاګ يو ناليدلي آشنا له امريکې نه راته ايميل کړی و. ويل يې چې ظالمه د ټول وطن انځورونه دي ورکړل خو د خيبر درې چې د پښتنو د رواياتو او تهذيب بلا ډېر څه په کې خوندي دي، يو تصوير دې هم ورنه کړ. دا ورور نعيم شينواری نوميده، په لنډيکوتل کې پيدا شوی دی او دا شل کاله کيږي چې په امريکا کی ميشت دی، ما سره خو دا ګړۍ د لنډيکوتل ځانګړي تصويرونه نه شته خو يوه څه شته چې د نعيم ورور تنده پرې ماته شي.ستاسې باز
غزل/ عابد
کاش چې مئين ستا په دې بشر نه وی داسې به له ځان سره په شر نه وی ته که مې يو ځلې پيدا کړی وی لاره به له ما ورکه اکثر نه وی چيرته به مې خپله غريبي کړله دې ښکلو که ماباندې نظر نه وی اوس به زه بې دينه بې ايمانه وایښکلی که د مينې پيغمبر نه وی بازه تا به دا رنګې غزل ليکه؟خيال که دې خور اور په پيښور نه وی
د جلال امرخيل پيرزوينې
باز او عابد يو ځل مخکې مې زړه تخنولم چې دعابد صيب په شعري ټولګه او يا د هغه په نامريي ځواک ليکنه وکړم ، که رښتيا ووايم نو ليکنه مې تر يوه ځايه ورسوله خو وروسته مې چې بېرته خپلې ليکنې ته پام شو چې يوه خبره مې هم د کتاب د منځپانګې په اړه نه وه ليکلې. ټوله ليکنه رانه د عابد صيب د شخصيت پر لور ښوېدلې وه ، ولې به نه ښوېده ؟ د عابد صيب شخصيت څه داسې دی چې قلم هم په غير ارادي ډول ورباندې ليکل کوي .دا موضوع يوازې له ما سره نه بلکې زما له نورو ډېرو ملګرو سره هم تکرار شو
واده تيار دی/ لنډه کيسه / عابد
خپله بد قسمتي خو هلته رامالومه شوه چې اته کلن به وم چې پلار مې په حق ورسيد. د ځوانې خور او تور سرې مور ذمه واري راترغاړې شوه. اوس هم چې کله د سکول ماشومان وګورم چې د کتابونو بستې يې شاته اچولي وي، په ايمان چې خپل ماشومتوب راياد شي. ايله له کچي نه پېلې ته تللی وم او د الف انار، (( ب)) بسته آوازونه مې په مزغو کې ازانګې کولې. د پلار له مړينې به مې لا يوه هفته نه وه پوره شوې چې مور مې له سکول نه و ايستم او د مهربان مستري ته چې موږ سره په ګاونْډ کې اوسيده وروستم او په شاګرد
د عصمت الله ثنا د ورور په واده کې د فرهنګيانو ګډون
عصمت الله ثنا چې يو فرهنګپال ځوان دی. نن سبا په هالنډ کې اوسيږي. د ١٣٨٧ کال د چنګاښ په ٢٨ نيټه يې په کابل کې د ورور واده چې ځينې فرهنګيان ياران يې وربللي وو. دلته تاسې د واده د زلمي په شمول د ځينو فرهنګيانو انځورونه کتلای شې. د يادونې وړ ده چې عصمت الله ثنا وخت په وخت د افغان ادبي بهير سره نقدي مرسته هم کړې ده. د واده زلمی
له استاد شاعر پسرلي صاحب سره مرکه
عابد: محترم استاد کله ناکله چې محترم استاد شپون د بهير په ستيج راولاړ شي، د خپلو خبرو په ترڅ کې دا سپارښتنه هم کوي، چې ستاسې په شمول د کاروان او درويش دراني په څير او يا تر دوی ښه شعر ليکلی شئ، نو ويې ليکۍ کنه نو مه يې ليکلۍ او نثر ته مخه وکړئ، د استاد د دې سپارښتنې سره نجيب منلی هم همغږی دی. آيا ستاسې په نظر د دوی سپارښتنې څومره د منلو وړ دي؟ پسرلی صاحب: د استاد شپون