د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې


د کا فروشي کوڅه

په کابل کې د پل خشتي جومات شرقي دروازی ته چې په دې توره تياره کوڅه ورننوتې، نو مخې ته به په همدې کوڅه کې کيڼ لاس ته يوه بله زړه کوڅه درشي. دې کوڅې ته کافروشي وايي. کيدای شي يو وخت په همدې کوڅه کې د مالونو له پاره واښه خرڅيدل خو اوس له ډېرې کلونو را په دې خوا د جمعې په ورځ په دې کوڅه د کوتربازانو داسې ګڼه ګوڼه وي چې د تيريدو شان په کې نه وي. دلته د کابل د شاه  وخوا سيمو څخه له لس کلنو ماشومانو نيولې بيا تر اتيا کلنو بوډاګانو پورې راځي، او د کوترو په ميله کې ورګډيږي. په دې ورځ کوتربازان کوترې

08.06.2008 baz

د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور

افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ م کال د غبرګولي په ١٧ نيټه چې د ٢٠٠٨ م کال د ٦ نيټې سره برابره وه،  د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پيل شوه. د غونډې رييس له ډنمارک نه راغلی ميلمه فرهنګپال مير عرب شاه چمتو و او ميلمانه يې د ننګرهار د پوهنتون رييس استاد امانزی او له پراګ څخه راغلی تکړه ژورنالست عصمت څاروان وو. د غونډې وياند هارون حکيمي و او دتيرې غونډې راپور نورګل شفق د کره کتنې له پاره وړاندې کړو. ورپسې له اجنډا سره سم  د سميه

08.06.2008 baz

د عبدالنافع ثناليک او غزل

ډېرمحترم، دروند او قدرمن عابد صاحب!د سلام او احترام په وړاندي كولو.ستاسو شاعري خو مي لا پخوا لوستې وه چي ها د چاخبره پرې مئين وم. اوس چي مي ستاسو وبلاګ ولوست، نو په رښتيا چي توره كوئ.خداى مو راته ژوندي، فعاله او خوشاله لره.دا دى زه هم خپل يو غزل درلېږم څو كه ئې وړتيا درلوده، پر ليكه ئې كړئ. لېمې مي ډكي پېمانې دي په شوګير د سپوږمۍرڼې چينې دي پكښي وګوره تصوير د سپوږمۍما ئې درشل ته د لېمو كچكول په سوال ونيوىپكښي د اوښكو ستوري واچول امير د سپوږمۍبې شمېره ست

08.06.2008 baz

د عابد خاطره د مشتاق رحيم تبصره

عابد صاحب سلامونه او نيكې هيلې مې ومنه! ستا په خاطرو مې ددوستانو تبصرې وليدې نو زما زړه هم وتښنيده چې يو څه زه هم ووايم ولې چې زه هم لكه ده ډيرو نورو ستا د خوندورو خاطرو نه خوند اخلم او كله كله خو داسې راته بريښي لكه چې د خپل ژوند د خاطرو څخه يوه لولم_ ملګرو ستا د ليكلو په اړوند ډير څه ليكلي نو زه به په ځاې ددې چې د صفت انبار وكړم (چې ليكنې دې وړتيا يې هم لري) يو څه خپله يو كمزورې غوندې مشوره دركړم_ هغه دا چې لكه څرنګه ته د پيښور خاطرې ليكې نو كه هڅه وشي چې د لرې پښتنخوا لهجه خپله كړې

05.06.2008 baz

دعابد خاطرې

خاطرې باید وویل شي، ځکه خاطرې د انسان په ښېښه یي زړه کې هغو رنګینو کبانو ته ورته دي که صندوق مات شي دوی هم مري. خو که له دغه ښېښه يي بکس نه لوی دریاب ته وغورځول شي ښايي تر یو وخته له خپلو همنوعانو سره ژوند وکړي. راځی د عابد صیب پر خاطرو د بحث کولو پر ځای اول لږ دلته تم شو چې خاطرې څه ته وايي، ولې یې خلک خوښوي؟ خاطره د انګریزۍ د Memoir په مانا ده او په طبیعت کې د ځان په اړه یو څه لیکلو ته هم خاطره وایي چې په انګریزي کې یې autobiographical in nature او په دري کې ( خود زنده ګي نامه

05.06.2008 baz

د عابد خاطره

عابد صيب ستا خاطره مې ولوسته، ډېره خوندوره وه، څو ځله يې وخندولم خو ځان به مې راټينګ کړ چې نور ملګري ونه وايي چې دی ولې له ځان سره خاندي؟ او ډېر خوند مې هم ورځنې واخيست.ستا خاطرې او لنډې کيسې زه ډېر په شوق لولم، زما ډېرې په دې خوښېږي چې يو قسم مزاحي رنګ لري.زما تبصرې ته دومره عادي ونه ګورې، زه ګوره ای دومره په اسانه د چا په ليکنه تبصره نه ليکم، خو ستا خاطره ډېره زوروره وه چې په دې تبصره مې يې وخت ضايع کړ، هو!! په دې هيله چې د قلم، فکر او استعداد باز دې تل همداسې اوچت الوت وکړي

05.06.2008 baz

راليږونکی :نیازمن

گران عابد صیب سلامونه مې ومنه عابد صيب ستا خاطرې هم دومره خوږې دي چې ما خو ان پيښور ته وړي د يو ملګري سره نيټ ته ناست وم ستا خاطره مې لوسته هغه تادي کوله خو چې مې ټوله ولوسته نو له خندا شين و او ويل يې نور يې څه نه دي ليکلي کاميابي دې غواړم. نيازمند صاحب ښې چارې!دا چې تاسې ته زما خاطرې خوند درکړی، نوش جان مو شه. داسې بلا نورې ډېرې خاطرې هم لرم چې تر اوسه مې نه دي ليکلي، چې انشاالله وخت پر وخت به يې ليکم. او ملګري ته دې ووايه چې زما په بلاګ کې په ظريفو ټوکو

05.06.2008 baz

خاطره / عابد

ياران به څه فکر کوي چې زما ټولې خاطرې يې ولې د پيښور صدر بازار پورې تړلي دي؟ دا ځکه چې ما د ژوند پوره ١٥ کاله د پيښور په صدر بازار کې د لاس مزدوري کړې ده. د يوه ګڼ بازار د سرک سر ته مې د سګريټو ريړه درولې وه. سرک ته د دوکاندارنو اتحاديې     زنځير اچولی و او ماته يې کيلي راکړې وه چې يوازې هغو موټرو ته اجازه ورکړم چې د بازار په کوڅو کې يې کورونه و او موټرې يې کورونو ته ننوتی شوې. يوه ورځ په يوه زاړه غوندې سوزوکي  موټر راغی او په تنده لهجه يې وويل: - وغور

04.06.2008 baz

د کال د غوره شخصيت ته د چايزو د ويش څو انځورونه

د اطلاعات او کلتور اداري معين غلام نبي فراهي د هيواد د تکړه انځورګر ډاکټر آصف اصفي په ګوتو جوړه شوې تابلو چې د جلال آباد د قصر يوه برخه څرګندوي ، ډالۍ کړه.د آزادۍ راډيو ريس شيرزي صاحب ته هغه نښان ورکوي چې په وياړ يې جوړ شوی دی.په پراګ کې د آزا

02.06.2008 baz

د کال د ستر شخصيت په وياړ غونډه

د ١٣٨٦ کال په وروستيو کې د آزادۍ راډيو د کال د غوره شخصيت په اړه  ديوې عمومي نظرپوښتنې په ترڅ کې د افغان ولس د اکثريت رايو او نظرونو پر بنسټ  د ننګرهار والي  او د بيا رغونې اتل ګل اغا شيرزی د کال د غوره شخصيت په توګه انتخاب شوی و، د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ خونې د ١٣٨٧ کال د جوزا په ١٣ نيټه يې په وياړ يوه لويه غونډه په کابل کې کانټينينټال هوټل ته رابللې وه چې شمير يې دوه سلګونو رسيده.  دې درنې غونډې ته د کابينې څو تنه وزيران، د وزارتونو معينان، د ولسي جرګې او مشران

02.06.2008 baz

قرغه خو به مو ليدلي وي؟

د کابل لمرپريواته ته د قرغې بند جوړ دی چې د جمعې او رخصتيو په ورځو کې په زرګونه خلک د سيل او ساعتيرۍ له پاره ورځي. څه شل کاله پخوا چې ما لا قرغه نه وه ليدلي له يوه دوست سره په اسلام اباد کې راول ډيم ته ورغلی وم. دوست مې په کابل کې ډېره موده تيره کړې وه، ويل يې چې د راول ډيم د قرغې له بند سره دومره توپير لري چې قرغه کې کشتۍ نه شته. اوس چې دا شپږ کاله کيږي چې زه په کابل کې جره اوسيږم، او د رخصتيو په ورځو کې چکر وهلو ته پريمانه وخت لرم، په لسګونو وارې به د قرغې بند ته هم تللی يم. دلته هم د سيل ل

27.05.2008 baz

د افغان ادبي بهير لنډ راپور

افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ل کال د غبرګولي په ٣ نيټه چې ٢٠٠٨ م کال د ٢٣ نيټې سره برابره وه، په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر څنګه  د يار موسسه کې د جمعې په ورځ ماسپښين درې بجې په تلاوت  پيل شوه. د غونډې رييس استاد سعدالدين شپون او ميلمنه يې شازيه افغان وه. د تيرې غونډې راپور رحمت صاحب وکړ او وياند يې هارون حکيمي و. اسمعيل څپه خپل طنز د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې ښيګڼې او بدګڼې يې ورته په ګوته کړای شوې. ورپسې يوه آزاده مشاعره شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل ش

25.05.2008 baz

پغمان ته خو به کله ميلې ته تللي ياست؟

په هيواد کې چې نسبي امنيت رامنځته شو دی، نو له کابل نه په سلکونو خلک چې د ژوند د مختلفو طبقو سره تړاو لري، د جمعې په ورځ پغمان  ته  د سيل او ميلې له پاره ځي. پغمان ته ډېرې کورنۍ هم د سيل او ميلې له پاره چې هملته ښځې او نر د خوړ په غاړه پينډه جوړوي او اخلی پخلی هم کوي.  په پغمان کې سماواتونه او هوټلې هم ښې پريمانه جوړې شوي دي خو اکثره خلک له ځانونو سره د اخلي پخلي لوښي وړي او ځانونه ته پخپله خواړه پخوي.

25.05.2008 baz

دا هم دتير راپور اړوند ارنځورونه

د دې انخورونو راپور  په تير شوي البم کې ليدلای شئ

22.05.2008 baz

د عارف وصال مينه

اسلام علېکوم ګران دوست عابد جانه يو عرض لرم هغه داچی زه هميشه ستا سوکوشش ګورم تاسو هميشه نه ستړی کيدونکی خدمت کوئ .عرض دادې که وکولاې شی له سېګريت څکولو ډډه وکړې، نو زما په څير به دې ډېر دوستان خوشحاله کړي وي. په درناوی ستا سوناليدلی دوست عارف وصال فرانکفورت المان ???ستاسو دجواب په هيله عارف جانه وروره تر هر څه د مخه ستاسې له مينې نه ډېره مننه. زه فکر کوم چې دغومره به زه د خپلې ټولنې له پاره د خدمت وړ نه يم لکه څومره چې تاسې او ستاسې په څير نور دوستان فکر

22.05.2008 baz

ياران په کندوز کې/ عابد

دلته څو تنه ياران په کندوز کې د ريدي ګل تر مشاعرې وروسته د کندوز هوټل په حويلۍ کې ليدای شئ. د استاد شپون د ډېرو کيسو اتل انور خان چې په يوه کيسه کې يې د المر په نوم لوبولی دی. استاد آصف صميم سره د آزادۍ راډيو خبريال استاد محقيق نورمحمد سهيم مرکه کوي.

21.05.2008 baz

آيا تاسې د سالنګ غرونه ليدلي دي؟ عابد

دا انځورونه د سالنګ له غرونو دې خوا او هاخوا ځينې منظرې درښيي. که خپل نظريات مو له ما سره شريکول نو په لاندې پته يې راليږلی شئ.baz_moh1@hotmail.com د سالنګ د غرونو لمنه د سالنګ  د تونل دالانونه

19.05.2008 baz

د فاطمه رسولزۍ وړانديزونه

د بلاګونواو ويب سايټونوچلوونکو او محترمو پښتو ورونو او خويندو.    السلام عليکم که څه هم پخپله ليکواله نه يم خو د پښتو ادب سره مې له کوچنيوالي علاقه لرله.  کله به مې چې پلار د القلم مجلې کور ته راوړلې نو پاڼه په پاڼه به مې لوستلې او د مجاهدينو د برياليتوب کيسو او شعرونو يې ډير خوند راکاوه. اوس چې په کابل کې په يوه دفتر کې دادارې مديرې په توګه دنده لرم نو دا فرصت راته برابر شوی چې نه يوازې هر نوی پښتو کتاب مطالعه کړم بلکې د پښتو ویب سايټونو او بلاګونو له لارې هم

19.05.2008 baz

د نذير سهار په واده کې د مشاعرې انځورونه

قدرمنو دوستانو!  د تکړه ژورنالست، ژباږونکي او شاعر نذير احمد سهار د تير شوي واده پارټي چې  دانش خپرندويه ټولنې او څرک مدني ټولنې په شريکه نيولې وه، د جمعې په ماښام د الماس شرق په هوټل کې د غزل د ماښام تر سرليک لاندې تر شپيتو تنو شاعرانو او ليکوالو په ګډون ونمانځل شوه.  تر ماښامنۍ د مخه يوه آزاده مشاعره وشوه چې وياندي يې بازمحمد عابد کوله  او بيا د موسيقۍ برخه پيل شوه چې د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ. د يادونې وړ ده چې د خليل ځاځي په نوم يو ځوان چې شاعر هم دی، د موسيقۍ له پرد

18.05.2008 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more