گران عابد صیب سلامونه مې ومنه عابد صيب ستا خاطرې هم دومره خوږې دي چې ما خو ان پيښور ته وړي د يو ملګري سره نيټ ته ناست وم ستا خاطره مې لوسته هغه تادي کوله خو چې مې ټوله ولوسته نو له خندا شين و او ويل يې نور يې څه نه دي ليکلي
کاميابي دې غواړم.
نيازمند صاحب ښې چارې!
دا چې تاسې ته زما خاطرې خوند درکړی، نوش جان مو شه. داسې بلا نورې ډېرې خاطرې هم لرم چې تر اوسه مې نه دي ليکلي، چې انشاالله وخت پر وخت به يې ليکم. او ملګري ته دې ووايه چې زما په بلاګ کې په ظريفو ټوکو کليک وکړي، يوه نيمه داسې خاطر به په کې ومومي.
ستاسې ورور عابد
04.06.2008
- baz
ياران به څه فکر کوي چې زما ټولې خاطرې يې ولې د پيښور صدر بازار پورې تړلي دي؟ دا ځکه چې ما د ژوند پوره ١٥ کاله د پيښور په صدر بازار کې د لاس مزدوري کړې ده. د يوه ګڼ بازار د سرک سر ته مې د سګريټو ريړه درولې وه. سرک ته د دوکاندارنو اتحاديې زنځير اچولی و او ماته يې کيلي راکړې وه چې يوازې هغو موټرو ته اجازه ورکړم چې د بازار په کوڅو کې يې کورونه و او موټرې يې کورونو ته ننوتی شوې.
يوه ورځ په يوه زاړه غوندې سوزوکي موټر راغی او په تنده لهجه يې وويل:
- وغور...
05.06.2008
- baz
عابد صيب ستا خاطره مې ولوسته، ډېره خوندوره وه، څو ځله يې وخندولم خو ځان به مې راټينګ کړ چې نور ملګري ونه وايي چې دی ولې له ځان سره خاندي؟ او ډېر خوند مې هم ورځنې واخيست.ستا خاطرې او لنډې کيسې زه ډېر په شوق لولم، زما ډېرې په دې خوښېږي چې يو قسم مزاحي رنګ لري.زما تبصرې ته دومره عادي ونه ګورې، زه ګوره ای دومره په اسانه د چا په ليکنه تبصره نه ليکم، خو ستا خاطره ډېره زوروره وه چې په دې تبصره مې يې وخت ضايع کړ، هو!!
په دې هيله چې د قلم، فکر او استعداد باز دې تل همداسې اوچت الوت وکړي...