د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې


د افغان ادبي بهير د يوې غونډې بشپړ راپور

د غونډې مشر  او ويناوال:  ډاکټر استاد لطيف بهاندد غونډې ميلمه: رحمت الله ځواکمنتلاوت: قدرت الله جلالزیموضوع: د استاد لطيف بهاند ويناځای: د نادريې ليسې تر څنګ د يار موسسهنيټه: د ١٣٨٧ کال د وري ٣٠ نيټه/ د ٢٠٠٨ کال د اپريل ١٨ نيټهاستاد شپون د کوربه په حيث استاد بهاند ته  تر ښه راغلاست وروسته خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:دا ځواکمن دومره پيژنم چې له اروپا د پوهنې وزارت راغوښتی دی او جغرافيه ليکي. خو بهاند صاحب دومره هم نه پيژنم.  دی به چې په کابل کې و

22.04.2008 baz

غزل/ عابد

نن راته يو چا غاړه راکړې وهای! د وخت پاچا غاړه راکړې وه جوخت مې په سينې پورې نيولی وما ته چې آشنا غاړه راکړې وه اوس چې پرې لونګ له نازه ټال وهيتا راته همدا غاړه راکړې وه ما به چې سندرې وی له ځان سرهبس يوې ښکلا غاړه راکړې وه زړه يې درزيده، رنګ يې الوتی و((باز)) راته په غلا غاړه راکړې وه

17.04.2008 baz

په زړه پورې خاطره

د ولسمشر ۍ  د ټولټاکنو وروسته چې د جمهوري رياست فرهنګي  مشاورت په کابل کې ميشت فرهنګيان د پسرلنۍ مشاعرې له پاره جمهوري رياست ته بللي وو، نو له نيکه مرغه چې زه هم په کې وم. کله چې د ملي راديو تلويزيون نطاق نيازي سنګر د شاعرانو لست ليکه، له مانه يې هم د نوم او شعر ويلو پوښتنه وکړه. زما د نوم ليکلو پر وخت نيازی صاحب خوښ شو او زياته يې کړه چې ستا د شعرونو ټولګه خو ما سره له ډېر پخوا نه شته او ډېر مې لوستی يې. مشاعره د ګل خانې په ماڼۍ کې پيل شوه. وا

16.04.2008 baz

د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په زه پورې هنري انځورنه

لکه څنګه چې پيکار صاحب په شعر کې د هنر پنځولو پوره استعداد لري، داسې يې د انځور اخيستلو په کار کې هم له هنر څخه کار اخيستی دی. نوموړي انځورونه د ده د هنري ذوق پوره ترجماني کوي. دا تاسې او دا هم د عبدالله پيکار عالي ذوق. د پيکار صاحب نه په مننه.ستاسې باز

16.04.2008 baz

د کابل او جلال اباد د لويې لارې ځينې انځورونه

د ماهيپر ژوره چې د کابل سيند يې په کوزه کې بند ښکاري د کابل او جلال اباد پر لاره د سروبي ولسوالۍ پورې تړلی يو کلی د ننګرهار پوهنتون تر څنګه د کابل د سيند ښکلې منظره

15.04.2008 baz

د ننګرهار ولايت څو ښکلې منظرې

د جلال اباد ښار شمال ته د بهسودو پل دی چې د ننګرهار څو ولسوالۍ او د کنړونو  ولايت  له جلال اباد له ښار سره نښلوي. د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد کلی چې د کابل سيند ورته ښکلا يو په دوه کړې ده. د

15.04.2008 baz

د کنړ ولايت د پشد درې څو ښکلي انځورونه

د باز بلاګ ليدونکو او خوږو دوستانو په سلامونو مو نمانځم، دا دی ستاسې د ډېرې علاقه مندۍ له وجې د کنړ د پشد درې څو ښکلي انځورونه هم ستاسې د خوښۍ له پاره په بلاګ کې ځايوم، هيله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي. دا انځورونه هم ګران شاعر او ژورنالست ملګري شرر ساپي راليږلي دي، چې منندوی يې يمستاسې باز

14.04.2008 baz

د کڼړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د ديګل کلي انځورونه

له کله نه چې ما دا هوډ کړی دی چې زه به بلاګ ته د افغانستان له ګوټ ګوټ نه ښکلې منظرې ورکوم، نو په اول سر کې ګران شاعر ملګري عطا محمد هيله من ځينې منظرې راوليږلې  او اوس دا دی شرر ساپي د خپل کلي يعنې د کنړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د ديګل د کلي انځورونه راوليږل چې کورودانی ورته وايم. زه باور لرم چې دا انځورونه به تاسې خوښ کړئ اوله نورو يارانو څخه هم هيله لرم چې د خپلو سيمو انځورونه راوليږي چې له هيواد نه لرې  پرتوافغانانو تنده پرې ماته کړي. په ټوله مينه ستاسې ورور

13.04.2008 baz

دويم ليک- عابد

خدای خبر څه درباندې وشول ګرانې!اوس دې په شين سهار سلام نه راځيلږ خو مې پوی کړه چې خبره څه ده؟چې دې د مينې ډک پيغام نه راځي له کومې ورځې نه چې ته چوپه يېزما په زړه بلا خبرې ټولېخدای مه کړه ته رانه خپه چې نه يېرانه خپه به شي سندرې ټولې اوس دې په خيال خاطر کې ګرځم که نه؟لکه وږمې غوندې چاپېر دې نه يم؟زما يادونه دې زړه نه تخنوي؟دومره خو ووايه چې هير دې نه يم د نظر تن

12.04.2008 baz

د کنړ ولايت د اسمار درې څو ښکلي انځورونه

ويل کيږي چې دا ونه په اسمار کې سردار محمد داوود خان د خپل رياست په وخت کې کرلې وه.

06.04.2008 baz

د افغان کلتوري ټولنو جرګه د لومړۍ غونډې ځينې انځورونه

څه د پاسه دوه نيم کاله وړاندې چې په کابل  کې ځينو فرهنګي دوستانو د مورنۍ ژبې د زده کړې کمپاين پيل کړ نو ورسره جوخت دا فکر هم رامنځته شو چې د ټول افغانستان  فرهنګي او ادبي ټولنې په يو ه پليټ فارم  لاندې راولي.هماغه و چې ( د افغان کلتوري ټولنو جرګه ) په نوم يې يوه ټولنه جوړه کړه او د افغانستان  ګوډ ګوډ ته يې سفرونه وکړل. ادبي ټولنې يې دخپل تحريک سره ملې کړې.  د هرې ټولنې څخه يې دوه دوه تنه استازي په ګډې جرګې کې واخيستل. دلته د هغو دوستانو نومو

11.04.2008 baz

غزل/ عابد

کلی به په مونږ دومره خبر نه بس خو د جانان په ما نظر نه و ما به مې له خپله خياله ويستی وکاش چې دومره ښکلی مې دلبر نه و ګرم نه دی چې ښکليو په کې واړولکورته د زړګي چې زما ور نه و څومره چې مې دی زړه ته نيږدې ګڼههومره مې په ځان باندې باور نه و نرم يې چې ستا د غوښې زړه نه کړدا به مې آهونو کې

06.04.2008 baz

د هيواد ځينې منظرې

د سروبي د بند کاسه او تر خوا يې ښکلی سمسور کلی ماهيپر که جوړ هم وي نو دغه يې حال دی د کنړ د سيند دواړو غاړو ته  د سيند د سرود نغمې اوريدل کيږي

10.04.2008 baz

غزل/ عابد

تر هغې دې انتظار کوم جانانهڅو چې ستا زړګي ته لار کوم جانانه ډېر مې ستا د راتلو لارې دي څارليلا دې ګورم، لا دې څار کوم جانانه تل به ستا د مينې کر په کې تازه ويله زړګي مې دا اقرار کوم جانانه دا خړ کلی دې په تا باندې ودان ويزه ګيلې له دغه ښار کوم جانانه ستا په خيال له نورو ښکليو وزر تاو کړماخر باز يمه څه ښکار کوم جانانه ٢٠٠٨/

07.04.2008 baz

ډالۍ

د بازمحمد عابد دا لاندې غزل چې ما لوست نو له مخې سره مې د عابد مينه ناک زړه او مينه ناکه څيره مخې ته ودريده او دوه بيتونه مې بې واکه له خولې ووتل او همدې عابد ته مې ډالۍ کړ. د عابد د هغې  غزلې  يوازې دوه بيتونه ليکم او بيا خپل دوه بيتونه چې عابد ته مې ډالۍ کړي دي.عابد ليکي:څه سر مې خوږيږي چې يار ي کومبس دی نوره خپله غريبي کومخير دی که په ګرانه راته پريوزيزړه نه دې وباسمه خواري کومزه ليکم:ته کشتۍ د بخت له کوم توپان وباسې؟ته خو مينه کې نور

06.04.2008 baz

د کنړ سيند مشاعره يوه په زړه پورې خاطره

د حمل د مياشتې ٥ نيټه وه چې د شپې راته اسرار کريمزي فون وکړ. ويل يې د کنړ سيند مشاعرې خبرتيا که ويبپاڼو ته ورکړې، نو بده به نه وي. په سهار مې همداسې وکړل.  د بهير پاڼې او خپل ويبلاګ ته مې خبر وکړ، تر څو چې مشاعرې ته د تلو وخت رارسيده د شل پنځه ويشتو يارانو تليفونونه راته راغلل او هر يو يې د تلوونکو په لست کې خپل نومونه راکړل. د پنجشنبې په ورځ څه د پاسه يوه بجه به وه چې له دفتر نه ووتم او په لوکل ټکسي کې سپو ر شوم. د کلوله پشتې له لارې ښار ته روان وو چې په موبايل راته زنګ راغی. له هوک

01.04.2008 baz

باز د مينې او ښکلا ملنګ شاعر

باز دا دى د خپلو شعرونو دريمه مجموعه [ جانانه کله خو راپېښه وکړه] زموږ مخې ته کېښوده او په دې مجموعه کې يې د خپلو دوو نورو چاپ شويو مجموعو [ لو دى د لونګو او د نکريزو پاڼه] شعرونه هم ځاى پر ځاى کړي او د عابد صيب دليل دادى چې ددوو پخوانيو ټولګو حجم کم و نو ځکه خو دده زړه پرې اوبه نه څښلې او دا ځل يې درې واړه سره غاړه غړۍ کړي.په دغه مجموعه کې باز هغه څه راټول کړي چې دده ذوق يې غواړي او مينه ورسره لري. د نړيوال فيلسوف شکسپير دا وينا مې ډېره خوښه ده چې وايي د انسا

01.04.2008 baz

غزل / عابد

تل مې د ښکلا په نوم رياضت کړیما خو ژوند کې دغه عبادت کړی تا سره مې سل ځل محبت کړیتا راځنې سل ځلې نفرت کړی ښکليو سره مينه مې حد نه لريښکليو ته مې پټ په زړه کې ست کړی نن دې له تندي سره پياله جنګومنن مې د سپېڅلې ګناه نيت کړی ٢٠٠٨/٠٣/٢٥ کابل

25.03.2008 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more