نن راته يو چا غاړه راکړې وه
ای! د وخت پاچا غاړه راکړې وه
جوخت مې په سينې پورې نيولی و
ما ته چې آشنا غاړه راکړې وه
اوس چې پرې لونګ له نازه ټال وهي
تا راته همدا غاړه راکړې وه
ما به چې سندرې وی له ځان سره
بس يوې ښکلا غاړه راکړې وه
زړه يې درزيده، رنګ يې الوتی و
((باز)) راته په غلا غاړه راکړې وه
٢٧ د حمل ١٣٨٧ کال، کابل
16.04.2008
- baz
د ولسمشر ۍ د ټولټاکنو وروسته چې د جمهوري رياست فرهنګي مشاورت په کابل کې ميشت فرهنګيان د پسرلنۍ مشاعرې له پاره جمهوري رياست ته بللي وو، نو له نيکه مرغه چې زه هم په کې وم. کله چې د ملي راديو تلويزيون نطاق نيازي سنګر د شاعرانو لست ليکه، له مانه يې هم د نوم او شعر ويلو پوښتنه وکړه. زما د نوم ليکلو پر وخت نيازی صاحب خوښ شو او زياته يې کړه چې ستا د شعرونو ټولګه خو ما سره له ډېر پخوا نه شته او ډېر مې لوستی يې. مشاعره د ګل خانې په ماڼۍ کې پيل شوه. وا...
22.04.2008
- baz
د غونډې مشر او ويناوال: ډاکټر استاد لطيف بهاندد غونډې ميلمه: رحمت الله ځواکمنتلاوت: قدرت الله جلالزیموضوع: د استاد لطيف بهاند ويناځای: د نادريې ليسې تر څنګ د يار موسسهنيټه: د ١٣٨٧ کال د وري ٣٠ نيټه/ د ٢٠٠٨ کال د اپريل ١٨ نيټهاستاد شپون د کوربه په حيث استاد بهاند ته تر ښه راغلاست وروسته خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:دا ځواکمن دومره پيژنم چې له اروپا د پوهنې وزارت راغوښتی دی او جغرافيه ليکي. خو بهاند صاحب دومره هم نه پيژنم. دی به چې په کابل کې و...