د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
بس چې لاس نيولی دې روان کړمهووايه چې څنګه دې جانان کړمهما مې درته زړه څومره ارزان درکړښکليه چې نور دې څومره ګران کړمهمينې دا احسان دې تر قيامت منممينې زه دې بيا يو ځلې ځوان کړمهزه چيرته او داسې شاعري چيرته؟ستا غزالو سترګو غزلخوان کړمه(( بازه)) خداې دې تا راته ژوندی لريبې له تا به څرنګه ګذران کړمه
غزل
کله کله زه په زړه کې له خپل ځان سره لګيا يمنه توبه خدايه غلط شوم، له جانان سره لګيا يم د ظمير په محکمه کې چې مجرم کله ځان وينمنو بيا هله په دې پوه شم چې انسان سره لګيا يم څومره ښکلی تصور دی، څومره ښکلي يې يادونهد زړه غم غلطومه، له ارمان سره لګيا يم نيمه شه ده چې راياد شوې، ای نثاره زما يارهاوس نو ستا له څانګې څانګې ارغوان سره لګيا يم
غزل
جانانه ځکه درته ځير ګورمهزه مې ستا سترګو کې تصوير ګورمهدا ښکلي ولې رانه ډډه کوي؟په کوم پالي مې خپل تقدير ګورمهچې مې دا زړه چا سره کلک وتړمچيرته د مينې يو ځنځير ګورمهنن به ښه ډېر دا ښکلي وڅارمهکوم نازولی په کې پير ګورمهپه خدای دا زړه مې پرې راټول غوندې شيراټول ياران چې د بهير ګورمه
شوخ نظر
داسې په شوخ نظر خو مه راگورههسې نه ستا د تورو سترگو له غبار ځنې الماس جوړ شيزما د زړه په شينکي فصل لکه تندر پريوځيبيا به مې زړه کې ستا د مينې کروندې باندې لمبې پورې کړيد کابل منډيي، سرای زرداد٢٠٠٦/١٢/٢٠
غزل
اوس جانان ته سم کتلی نه شمهځان ته خو څه غم کرلی نه شمه مينه يې په زړه کې راکرلې دهمينې نه قسم خوړلی نه شمه ته چې اوسې هلته ښه چابک ځمهبل خواته قدم وهلی نه شمه ستا ښکلا په تورو کې رانغاړمهمات مې شه قلم ليکلی نه شمه
د ښکلا رنگونه
زه چې اول اول مين غوندې شوماو د رنگونو په مانا لږ و ډېر وپوهيدمنو ما به داسې گڼهچې زيړ رنگونه په رښتيا د مينتوب نښه ويزما به هله دا باور پوخ شوچې د مالت جونو به خپلو ښاديو کې سندرې ويلېنو دا ټپه يې يې ضرور ويله(( زه په مين سړي پوهيږميا يې رنگ زيړ وي ، يا يې شونډې وچې وينه))کله نا کله به مېيو زيړ بنين د تور کميس له لاندې واچولواو د گريوان تڼۍ مې خلاصې ساتېاو کله کله به مې زيړ گل بند په غاړه واچولوبيا به مې ټول مازيگرآن تر خړي ماښا
غزل
مه راکوه غم سترگې راواړوهته او خدای صنم سترگې راواړوه ستا ښکلا به لپې لپې وڅښمهگوره راته سم سترگې راواړوه تل د ستمگرې ادا ناز وړمهنن وکړه کرم سترگې راواړوه ټول به دې په سترگو کې راټول کړمهته خو په يو دم سترگې راواړوه ما مې درته زړه په لار کې ايښی دیکيږده پرې قدم سترگې راواړوه٢٠٠٦/١١/٢٩ کابل
غزل
د پسرلي تر ښکلا دنگ جانانهپر سينه وکره لونگ جانانه نن به دې ښه په ديدن ځان مړومنن دې تر ډېره يم تر څنگ جانانه دا چې ډېر ډېر درته ځير ځير يمه زهدا مې بلا ډېر څښلي بنگ جانانه لږ خو راوگوره د خدای په خاطرلږ خو مې ومنه قلنگ جانانه کله به ته هم په چا زړه وبايلېکله به ته هم شې ملنگ جانانه که مولا تا زما تر خوا راوليوبه گټم بايللی جنگ جانانه٢٠٠٦/١١/٢٦کابل
يو درويش ته!
په ازغنو لارې سر وياو په يبلو پښو مزل کړيد زخمي لاسونو خاپيرنگيني د خپل غزل کړي*********ستوري راوړي په لمن کېدا په چا باندې مين دی؟چې هوا کې څراغ بل وړينو رڼا باندې مين دی*******کوم تصوير ورځنې ورک دیکاڼي شي ورته هيندارېخپل مرام ته به رسيږيلټوي چې ورکې لارې******چې جهان پرې ښايسته شيد آسمان ستوري اميل کړيد جانان سپينې سينې تهد غزل توري اميل کړي*******بدرنگۍ ته نه ورگوريښکلا ټوله کړي راټولهيو له جنگه يې نف
غزل
چې بې پروانه زه له خپل ځان شومه ايله چې اوس جانان ته گران شومهچې به شمال د چا وږمه راوړلهزه به په باد پسې روان شومهچا تندی تريو کړ څوک موسکی غوندې شود چا رقيب د چا جانان شومهپه نيم نظر چې رانه ټول زړه يوسيښکلو ته زه څومره ارزان شومهکله په بله رانه مخ اړويکله يې
غزل
ستا د سينې سره په جنگ خونه يمښکليه! يو موټی لونگ خو نه يم چې بلا ښکلي مې په څار کې ساتيد چا په څير د چا په منگ خو نه يم خير دی که تور لکه د سکور يمه زهشکر د چا په زړگي زنگ خو نه يم د زړه ټوټې په ټولو ښکليو ويشمزه د يو ښکلې څه ملنگ خو نه يم لکه د باز په ښکار
غزل
ښکلو ته گورم ننداره کومهخو زړه ته تير شي خساره کومه ما يې سبا د ليدو نيت کړی دیبيگاه ته زه استخاره کومه چې راته کوم ښکلی په مخه راشيزه د شوخۍ مظاهره کومه کله به ستا د وصال وس خدای راکړياوس غريبي ده گذاره کومه رانه چارگل رانه پيزوان غواړيځمه سودا له بنجاره کومه ٢٠٠٦/٠٢/٠٤د کابل منډيي، سرای زرداد
غزل
تا پسې هر دم گرځيزړه مې چم په چم گرځي چيرته چې مې زړه غواړيهلته مې قدم گرځي ستا مينه زما ژوندونتن او سيوری سم گرځي چيرته خو به وگوروما پسې صنم گرځي سترگې بتخانې زما زړه کې مې حرم گرځي مينه کې عابد مدامجگ سر وړي علم گرځي ٢٠٠٦/٠١/٢کابل
غزل
چې ستا کوڅې ته راغلمجوړ ميکدې ته راغلم په کې توبه ماتيږيداسې شېبې ته راغلم چې مې په کاڼو وليدادی هغې ته راغلم شعر کې مې شل نه کړللنډې کيسې ته راغلم وی ” بازه“ پوخ راغلېما وی يو شپې ته راغلم
پيوستون
کاروان سره د سولې ځو په لور د پيوستونليدلی دی يارانو ما هم زور د پيوستون ملي وحدت به بيا زموږ وطن کې تامينيږيد هر افغان په خوله کې دی يو شور د پيوستون د امن تر جنډې لاندې ودان به وي تر تلهپه مينه باندې جوړ چې وي کوم کور د پيوستون که خدای کول ولس به مو راټول په يو ټغر شيليدلی مې په خوب کې يو انځور د پيوستون (عابده ) يو ناره له خولی نه باسم د ورورۍادا چې کړمه ژوند کې دا يو پور د پيوستون
غزل
څومره ژور مې زړه ته کيوتلېڅنگه زړه ور مې زړه ته کيوتلېما وې چې ښه ډېردرته وگورمهپه يو نظر مې زړه ته کيوتلېيو هنگامه مې زړه کې جوړه شولهپه شور و شر مې زړه ته کيوتلېمينې شتمن دې کړم خيرونه د ې ويلکه سره زر مې زړه ته کيوتلېواه د ښکلا ملکې څه دې وکړلڅه په هنر مې زړه ته کيوتلېسکڼی ماښام دې راته ښه رنگين کړزيړ مازيگر مې زړه ته کيوتلېد ښکلا بُت دې په کې وتراشلولکه آذر مې زړه ته کيوتلې٢٠٠٥\١١\٢٩
د مامور د ماندينې غږ
کله کوم ښه خواړه په ما هم لوروې او که نه؟سپيره ماموره چې په نس مې مړوې او که؟ ټيپۍ مې شنه شوه په ټيپرو پټاټو سړيهد کوم ترڅکون قطغ مزه په ما څکې او که نه؟ چيرته د غوا يا مېښې لری که په مخه درشيراته راوړې يې دا ځواني خو به کوې او که نه؟ د کابل يخو شپو کې تن بړستن کې نه توديږيد جلال آباد نارنج گوپي راباندې خورې او که نه؟ په کوم خيرات که چيرته پيښ شوې په ايمان يې وايهما ته به وريجې د کورتۍ جيب کې راوړې او که نه؟
غزل
د اجمل خټک د غزل پر ځمکه مرهم لاسونه دې زما پر سينه ږدې او که نه؟جانه پرهر مې د زړگي راټولوې او که نه؟ زما آرمان ستا د وصال جنگ کې شهيد شو گرانېسره لوپټه يې په مزار اوس غوړوې او که نه؟ ډېره موده وشوه زما په خوب او خيال کې اوسېچيرته په ويښه هم زما غيږ ته راځې او که نه؟ د غلچکيو په څير راشې بيا په منډه لاړ شېد ښکليو ياده ما له ځانه سره وړې او که ن
غزل
ښکار ته چې ښکاري نښه په نښه کړيداسې مې پرې ټول نظر راټول کړلو تا چې پرې مرهم لاسونه کيښودلما مې پرې د زړه پرهر راټول کړلو پړق د سپينو ليچو لکه تورې شوتا چې ترينه تور څادر راټول کړلو داسې وخت دې راشي چې خلک وواييسولې له نړۍ نه شر راټول کړلو کلکه باز پنجو کې زرکه ونيوهبيا يې پرې دا خپل وزر راټول کړلو
غزل
چُپ به وي او نه کوي شور خلکڅو پورې به دلته وي د زور خلک شته دی چې اوبو ځينې هم نرم ديشته دی چې په خوله کې گرځیء اور خلک وخت به خپلې چارې وکړي تیر به شيموږ به نه یو دلته به وي نور خلک یو یې هم زما د زړگي سود نه شوډیر که مې په زړه کې کړه انځور خلک سپین د پرښتو لباس په تن گرځيدلته چې اکثر وينې زړه تور خلک