ستا د سينې سره په جنگ خونه يم
ښکليه! يو موټی لونگ خو نه يم
چې بلا ښکلي مې په څار کې ساتي
د چا په څير د چا په منگ خو نه يم
خير دی که تور لکه د سکور يمه زه
شکر د چا په زړگي زنگ خو نه يم
د زړه ټوټې په ټولو ښکليو ويشم
زه د يو ښکلې څه ملنگ خو نه يم
لکه د باز په ښکار سترگې سرې دي
جانانه زه روږدی په بنگ خو نه يم
13.11.2007
- baz
ښکلو ته گورم ننداره کومهخو زړه ته تير شي خساره کومه
ما يې سبا د ليدو نيت کړی دیبيگاه ته زه استخاره کومه
چې راته کوم ښکلی په مخه راشيزه د شوخۍ مظاهره کومه
کله به ستا د وصال وس خدای راکړياوس غريبي ده گذاره کومه
رانه چارگل رانه پيزوان غواړيځمه سودا له بنجاره کومه
٢٠٠٦/٠٢/٠٤د کابل منډيي، سرای زرداد...
13.11.2007
- baz
چې بې پروانه زه له خپل ځان شومه ايله چې اوس جانان ته گران شومهچې به شمال د چا وږمه راوړلهزه به په باد پسې روان شومهچا تندی تريو کړ څوک موسکی غوندې شود چا رقيب د چا جانان شومهپه نيم نظر چې رانه ټول زړه يوسيښکلو ته زه څومره ارزان شومهکله په بله رانه مخ اړويکله يې...