ښکلو ته گورم ننداره کومه
خو زړه ته تير شي خساره کومه

ما يې سبا د ليدو نيت کړی دی
بيگاه ته زه استخاره کومه

چې راته کوم ښکلی په مخه راشي
زه د شوخۍ مظاهره کومه

کله به ستا د وصال وس خدای راکړي
اوس غريبي ده گذاره کومه

رانه چارگل رانه پيزوان غواړي
ځمه سودا له بنجاره کومه

٢٠٠٦/٠٢/٠٤
د کابل منډيي، سرای زرداد