زه چې اول اول مين غوندې شوم
او د رنگونو په مانا لږ و ډېر وپوهيدم
نو ما به داسې گڼه
چې زيړ رنگونه په رښتيا د مينتوب نښه وي
زما به هله دا باور پوخ شو
چې د مالت جونو به
خپلو ښاديو کې سندرې ويلې
نو دا ټپه يې يې ضرور ويله
(( زه په مين سړي پوهيږم
يا يې رنگ زيړ وي ، يا يې شونډې وچې وينه))
کله نا کله به مې
يو زيړ بنين د تور کميس له لاندې واچولو
او د گريوان تڼۍ مې خلاصې ساتې
او کله کله به مې
زيړ گل بند په غاړه واچولو
بيا به مې ټول مازيگر
آن تر خړي ماښامه
د گودر لارې څارې
**********
اوس چې زما مينتوب
د ليونتوب تر حده ورسيدو
نو د رنگونو دا مانا راته پيکه ښکاره شوه
ځکه چې ته په هر يو رنگ کې راشې
نو ستا له نوره رنگ رڼا واخلي
اوس راته ستا له رويه ټول رنگونه ښکلي ښکاري
٢٠٠٦/١٢/١١
د کابل منډيي
سرای زرداد