دا ځل  د افغان ادبي بهير  د تيرې غونډې د راپور اورولو وروسته ښاغلي ډاکټر جبار څپاند د بهير د چارو د ښه سمون په خاطر  د پروجکټور په واسطه يو پريزنټيشن وړاندې کړ چې ډېرو دوستانو يې له ټولو اړخونو سره يو والی څرګند کړ، خو له جبار څپاند څخه غوښتنه وشوه چې ټولو بهيروالو ته يې د اميل له لارې وليږي چې په راتلوونکي غونډه کې پرې بحث وشي او طرحه يې لا پسې پياوړي کړي.

ورپسې د راشد خټک په لنډه کيسه چې بې خونده ګناه نوميده، کره کته وکړه چې ډېرې يارانو پرې خپل نظرونه څرګند کړل. د غونډې په وروستۍ برخه کې يوه آزاده مشاعره هم شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې شعرونه وويل. په غونډه کې د ناهيد په نوم يوې شاعرې له بهيروالو لنډې کيسې وغوښتنې چې د جې ، ټي زيډ موسسې او د بشر د حقوقو نړيوال سازمان به يې ارزوي او د ارزولو وروسته به لومړۍ، دوهمه او دريمې جايزې کيسو ليکوالو ته ورکول کيږي. د دې غونډې رييس نصير احمد احمدي و او ميلمانه يې احسان الله درمل او ناهيدجان وه. د غونډې راپور محمد عابد سيرت ليکه او وياند يې صفي الله عمرخيل. غونډه د جمعې په ورځ  د زمري د ياشتې په ٢٣ نيټه  د کابل  په قوه مرکز په سيمه کاروان انستتيوت کې وشوه.

د يادولو وړ ده چې  د دې غونډې مکمل راپور به اشنا الله په راتلوونکې اونۍ کې د بهير له لارې خپرو شي. د اوس له پاره دا څو انځورونه کتلای شئ.

په درنښت

محمد عابد سيرت، نصير احمدي ، احسان الله درمل او ناهيد

جبار څپاند د بهير د چارو د لا ښه سمون په اړه پريزينټيشن وړاندې کوي

د غونډې يوه څنډه

الحاج محمد حسن حسام په پريزينټيشن خپل نظر څرګندوي

محمد عابد سيرت، تره کی صيب، عالمزيب او اسدالله وحيدي

ناهيد او جبار څپاند

صابرخان بې ريا او رييسه هئيت

عابد، جبار څپاند او اوربل

عبدالهادي حيران په کيسه خبرې کوي

شرر ساپی شعر اوروي

ناهيد او صفي الله عمرخيل