همدې چرت کې اوم چې يو تونس موټر د سرک غاړې ته ودريده. د موټر په وروستي سيټ کې درې نجونې ناستې وې او د ښار عکاسي يې کوله. زه يې هم په خپلې ويډيوي کمره کې راواخيستم. ورته موسک غوندې شوم. يوې يې راته شونډې بوڅې کړې، دې نورو ته يې څه وويل او بيا دريواړو په ډکو خولو وخندل.
ماخان شينواري په لفافه کې کينوګان راوړل او محبوب سره زردالان وو. کينوګان مو وخوړل، ډېره مزه يې وکړه خو د زردالانو ځکه مزه نه وه چې وراسته شوي وو. په دې وخت کې راته استاد يون وويل چې د دې محمد يار دوی احوال واخله چې د هغې موټر کرايه په دې رڼا کې پرې کړو بيا خدای خبر چې چيرته به سره وينو. محمديار ته مې فون وکړ ويل يې له بغلان نه په وتو کې يو. ما وی موږ درته په زاړه بغلان کې ولاړ يو، بس راځۍ له خيره. لږه شيبه وروسته دوی راورسيدل. ډاکټر صاحب له مخې سره ډريور ته د کرايه پيسې ورکړې. دلته د هغو دوه مشرانو څخه يو، چې کور يې په کندوز کې و رامخ ته شو او ويې ويل چې په موټر کې مې ستا په اړه له صابرخان او محمد يار نه واوريدل. ته خو ډېر د کار سړی يې. په دوی خو مې ځان ستړی کړ، دوی يو هم راسره شپې تيرولوته نه ځي. خو ته به له ما سره حتمي شپې له ځې. په ځای د دې چې مننه مې ترې کړې وه ورته مې وويل چې استاده! زماله دې استادانو سره زړه وچاوديده، هغه ځوانانو پسې خپه يم، چې اوس مو خدای په خير ورسوي ، چې سره يو ځای شو. استاد راته له مخې سره وويل چې ښه ستا هم شوخي او خرمستي لګي. ما ويل استاد څه وکړم، ځواني ده کنه. هاهاهاهاها
له دې ځايه مو حرکت وکړ. ډېر مزل مو وکړ. په لاره يو سيند مخې ته راغی. له محبوب نه مې پوښتنه وکړه چې دا سيند د څه په نوم ياديږي؟ هغه راته وويل لکه چې کوکچه نوميږي. دلته يو ځل بيا ډاکټر صاحب بړچ وهل او دا خبره يې نورو ته هم وکړه او بيا يې وويل چې دې ته د چاردرې سيند وايي. خو محبوب ځان ته په دې خبره برآت ورکړ چې ما سل په سلو کې نه دي ويلي چې کوکچه دی لکه چې مې ورسره ويلي دي.
يوه ښه شيبه مزل چې مو وکړ، نو د کندوز ولايت د علی آباد ولسوالۍ په لوحه مې سترګې ولګيدې. محبوب خوله خلاصوله چې راته ووايي چې دا دعلی آباد ولسوالي ده ما يې په خوله لاس کيښود او ورته مې وويل چې لوحه زه هم لوستی شم. هاهاهاهاها.
د کندوز ښار ته لا نه و رسيدلي چې د يو کلي په لوحه مې سترګې ولګيدې، دا کلی انګورباغ نوميده. چا وويل چې دلته تر هر چا زيات د کنړ خلک ميشت شوي دي. لږ څه نور مزل چې مو وکړ نو د کندوز په ښار ورګډ شوو. په لويه څلور لارې کې ودريدو. ډاکټر صاحب اسرار کريمزي ته فون وکړ، هغه ويلې چې تاسې همدلته ودريږئ موږ پنځو مينټو کې دررسيږو. رښتيا هم پنځه مينټه به لا پوره نه وو چې دوی راورسيدل او د قومي مشر حاجي امان الله حجرې ته يې ورسولو. حجره په ډېر ښه ډول جوړه وه. د ديوالونو دريو خواوو ته يې چوتره جوړه کړې وه. او منځ کې يې ډول ډول ګلان کرلي وو او د مهيني جالۍ دالان يې پرې جوړ کړی و. دمه مو لا نه وه وتلې چی تنکي ځوانان کوزې او چيلمچي په لاس راغلل. که څه هم موږ ناوخته ډوډۍ خوړلې وه خو بيا مې ځکه ورته اشتها راغله چې ښه مرغنه ډوډۍ يې جوړه کړې وه. د چای او لمونځ وروسته د مشاعرې بندوبست پيل شو. عزت الله پامير نومونه ليکل، ما نه يې د شعر ويلو پوښتنه وکړه، خو ما انکار وکړ. مشاعره چې پيل کيده نو د سونډ سسټم ( لوړغږی) يې سم نه و. ښايسته ډېر وخت يې پرې تير کړ. ماته سروش وويل چې برکتی سړی يې ورشه دا سسټم ورته جوړ کړه، اول مې ويل چې زما يې پرې څه خو وروسته مې زړه وتخينده او بې له دې چې څوک راته ووايي ورغلم او د سونډ سسټم کې مې ګوتې ووهلې. خدای کول چې شی چالان شو. خو آواز يې سم نه و. شررساپي راته وويل چې چالان خو دې کړ اوس داسې وکړه چې د دې لوډ سپيکر خوله ميک ته مخامخ ده او له دې وجې آواز خرابوي، د دې لوډسپيکر مخه هم ١٨٠ درجې راوګرځوه. احساس ته مې وويل چې د لوډ سپيکر خوله راتاوه کړه. هغه راته وويل چې څه ورانی پيدا نه کړي. ما ويل هيڅ ورانی نه پيدا کوي، تاسې يې خلاص کړئ ، وړل يې زما په ذمه دي. همداسې مې وکړل او د غږ سسټم جوړ شو. مشاعره کې به پنځه شپږ کسانو شعرونه نه وو ويلي چې ذبيح الله احساس وويل: زموږ ځينې مشران له کابل نه لږه شيبه مخکې راورسيدل . دوی ستړي شوي دي. او د آرام له پاره جګيږي. خو موږ او تاسې به مشاعره تر ډېره کوو. دې مشرانوکې استاد شپون، استاد صميم، رسول باوري، ماخان شينواری، زرين انځور استاد يون او ډاکټر خوشحال روهي شامل وو.
نثار صاحب په خوشحال روهي غږ وکړ چې کوم خوا ځئ تاسې مشاعرې ته راغلي ياست او که آرام کولو ته؟ خو روهي صاحب غلي غوندې نثار صاحب ته وويل چې دلته د مزار شريف له قومي مشرانو سره لږې خبرو لرو راځه که ته هم ځې. خو نثار صاحب ورته وويل چې ورځئ تاسې خپلې ليدنې وکړئ او زه مشاعرې ته راغلی يم.
مشاعره تر يوولسو بجو روانه وه. زه او شمسزی د حجرې نه دراوتو په حال کې وو چې د دروازې د خولې په کوټه کې مو د ننګرهار نه رارسيدلي ياران وليدل. د لعل پاچا ازمون په شمول د ننګرهار د سرې مياشتې رييس اقبال سعيد، شيرحسن کمالزی، بريالی وياړ او عطامحمد هيله من ناست وو. زه او شمسزی هم ورغلو او موږ پسې شررساپی هم راننوتو. يوه شيبه مو سره غورې وکړې، ازمون صاحب خو راسره يو پنجه په پيښورۍ لهجې ښې ډېرې خبرې وکړې. اقبال سعيد د کندوز د سرې مياشتې رييس ته فون وکړ چې څو تنه ميلمانه ورسره دي او د آرام په خاطر د سرې مياشتې حويلۍ ته در روان يو. هغوی موږ دريواړو ته د تلو ست وکړ.
موږ سره هم د شپې تيرولو غم پيدا شو. له دې ځايه چې تلو نو زما په شمول به ډېرو داسې فکر کاوه چې په کوم هوټل کې به يې ميلمنو ته د شپې تيرولو بندوبست کړي وي، خو داسې نه وو. ميلمانه يې د ځايي خلکو په حجرو ويشل. نثار صاحب هم زموږ خوا ته راغی او هغه هم د شپې د تيرولو خبره وکړه او ورسره يې جوخته کړه چې غلام حيدر ورته وويل چې ورسره به ځو، خو نه پوهيږم چې ما ورته ولې نه وکړه. شرر ساپي چې د غلام حيدر نوم واوريد، ورپسې ورغلو او له ځان سره يې راوستلو. موږ څو تنه لکه نثار صاحب، خوشحال خليل، شمسزی او شرر ساپی له غلام حيدر سره ولاړو. د هغه حجرې ته چې ورسيدو نو ماته هارون حکيمي راياد شو. فون مې ورته وکړ، په ځواب کې يې وويل: بيګ دې راسره دی عابد لالا، هيڅ غم مه کوه. ما وې بيګ دې سر وخوري، دا راته ووايه چې د شپې تيرولو له پاره درته مناسب ځای پيدا شوی دی او که څنګه؟ ويل يې هو سروش دوی سره مل يم او دلته نيږدې يوې حجرې ته راغلي يو.
د غلام حيدر په حجره کې مو يوه شيبه ګپ ولګاوه او بيا ويده شو. سهار يې ښه مکلف چای راکړ او پلي د مشاعرې په لور راروان شوو. د مشاعرې ځای ته راورسيدو.
په کندوز هوټل کې يې جوړه کړې وه. هال تر موږ د مخه نيمايي ډک و. موږ د ناستې له پاره داسې ځای غوره کړ چې يو خو ترې ستيج ښکاريدو او بل هلته له ننګرهار څخه راغلي ياران هم ناست وو. موږ چې څنګه کيناستو نو نثار صاحب ته ازمون صاحب وويل چې د دې د کندوز د ځايي ټولنو تشخص څه شو چې د (( افغان کلتوري ټولنو جرګې)) دومره لوی بينر يې لګولی دی.؟
نيازمند او ذبيح الله احساس يې راوغوښتل او ورته يې وويل چې د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې تشخص مو د کلتوري ټولنوجرګې نه قربان کړی دی او که څنګه چل دی؟ نيازمند ورته وويل چې موږ هم دا خبره محسوس کړې ده. خو له تاسې نه دا هيله لرم چې اوس په خولو لاس کيږدۍ چې په هال کې زموږ او ستاسې ډېر مخالفين هم ناست دي. خدای مه کړه کومه خوابدي رامنځته شي نو هغوی به په زړونو کې ګوړې ماتې کړي. دوی ورسره دا خبره ومنله خو پريکړه يې وکړه چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې سره به دا خبره سپينوي چې بايد د اصولو له مخې دې په ولايتي کچه د ټولنو تشخص ته احترام قايل شي، له فرهنګي ټولنو څخه دې د خپلو اهدافو د لاس ته راوړلو کار نه اخلي.
نيازمند وويل: لکه څنګه چې د شمال د خلکو عنعنوي او کلتوري ټولنې د خپلو غړيو د رارسولو ذمه په غاړه اخيستې وه همدا رنګې په دې مشاعره کې افغان کلتوري ټولنوجرګې له کابل څخه د شاعرانو رارسول او د بينرونو ليکل په خپله غاړه اخيستي وو. شاعران خو يې د اطلاعات او کلتور وزارت په مرسته راورسول او بينرې يې په خپله خوښه جوړې کړې دي. د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې بينر په کې له سره شته نه. اوس نو اوبه له ورخه تيرې دې. موږ ځان ځکه غلی ونيوه چې بيا هم هماغه خبره کوم چې مخالفين به په خپلو اختلافاتو نه خوشحالوو.
مشاعره لا نه وه پيل شوې چې عزت الله پامير کس په کس ګرځيده او له شاعرانو يې شعرونه راټولول چې وليدل شي او بيا ولوستل شي. خو فکر کوم په دې کار بريالی نه شو، ځينو خو ورته وويل چې دا خبره وي، نو موږ هيڅ شعر نه لولو.
څه د پاسه نه بجې وې چې مشاعره د قرآن کريم په آياتونو پيل شوه. ورپسې ملي سرود وغږول شو. بيا د غونډې وياندويانو وار په وار له هغو ټولنو څخه مننه وکړه چې په دې لويه مشاعره کې يې ګډون کړی دی . د بلا ډېرو لويو او وړو ټولنو نومونه يې ياد کړل، خو افغان ادبي بهير چې د هيواد د ټولو ادبي بهيرونو پلار دی، نوم قدرې وانخيست.
تر مننو وروسته د کندوز ولايت د والي مرستيال عبدالحميد دانشي ته بلنه ورکړل شوه چې ګډونوالو ته پرانستونکي وينا واوروي. دانشي صاحب په خپلو خبرو کې خوښي ښکاره کړه چې د هيواد له ګوټ ګوټ نه فرهنګيانو دې دوديزې مشاعرې ته تشريف راوړی دی. دا يې د فرهنګ او ادب په پرمختګ کې يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او له ستيج نه کوز شو.
تر دې وروسته د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالشکور دوست راوغوښتل شو. هغه هم په خپلو خبرو کې د مرستيال صاحب خبرې تقويه کړې او ميلمنو ته يې ښه راغلاست هم ووايه. بيا د مشاعرې لړۍ پيل شوه.
لس دولس تنو به شعرونه ويلي وو چې ما احسا س ته وويل چې د شعر ويلو له پاره مې وغواړي. که څه هم ما د شعر ويلو دومره تنده نه لرله لکه څومره تنده چې مې دې خبرې ته لرله چې احساس او نيازمند ولې له بهيروالو څخه مننه وکړه. له کابل نه راغلي شاعران خو د څو تنو پرته چې هغه د کلتوري ټولنو جرګې چارواکي دي، نور ټول بهيروال دي.
احساس دې خير يوسې ډېر يې په تمه کې پرې نه ښودم، نيازمند ته يې وويل چې عابد ستيج ته راوغواړه. نيازمند چې زما نوم واخيست، که مبالغه يې ونه ګڼئ نو تر ډېره په چکچکو بدرګه شوم تر دې چې زه ستيج ته رسيدلی وم، خو د يارانو چکچکو لا دوام لاره. بلاخره د دوې مينه مې په مننې سره بدرګه کړه او ياران غلي شول. دا خبره هم بايد واضح کړم چې څه ما ويل غوښتل بهيروال مې ترينه نه و خبر کړي. بس له مخې سره مې وويل:
١٤ کاله پخوا چې افغان ادبي بهير په پيښور کې جوړ شو. نو زما په شمول نيازمند او احساس هم تنکي ځوانان وو. دوی هم بهير ته ډېر راتلل. د همدې بهير له برکته يې په جلوزو کمپ کې د ميوند ادبي ټولنه هم د حيات الله وړ او نور رحيم عاطف په ملتيا جوړه کړه. او وخت پر وخت يې د ټولنې د پرمختګ په خاطر له بهيروالو نه مشورې هم غوښتې. کله چې دوی خپل هيواد ته راستانه شول نو په کندوز کې يې د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنه جوړه کړه چې يوه ورځ خو احساس صاحب بهيروالو ته د ټولنې د جوړيدو د زيري په ترس کې دا هم ياده کړه چې ټولنه يې د افغان ادبي بهير نه په سوژه اخيستو جوړه کړې ده. يوازې دوی نه چې له مهاجرت نه څومره بهيروال ياران خپل وطن ته راستانه شوي دي، هغوی په خپلو سيمو کې ورته کلتوري او ادبي ټولنې جوړې کړي دي. ټول د بهير برکت پر خپلو ټولنو مني. تر دې چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې هم تر اوسه د بهير تر سيوري لاندې کيږي. خو زه نه پوهيږم چې احساس او نيازمند ولې د بهير يادونه د دې ټولنو په کتار کې ونه کړه؟ په داسې حال کې چې له کابل، ننګرهار، کنړ او لغمان نه راغلي سلګونو شاعران او ليکوال د افغان ادبي بهير غړي دي او د بهير له ستيج نه ورته بلنه ورکړل شوې ده.
زما دا لنډې خبرې هم په درنو چکچکو بدرګه شوې او بيا مې خپل يو چارياريز نظم ولوست چې د يوې رښتينې مينې استازيتوب يې کاوه.
خدای خبر څه درباندې وشول ګرانې؟
چې دې په شين سهار سلام نه راځي
لږ خو مې پوه کړه چې خبره څه ده؟
اوس دې د مينې ډک پيغام نه راځي.
تر شعر ويلو وروسته احساس زما ګيله پر ځای وګڼله او اعتراف يې وکړ چې که نن د هيواد په هر ګوټ کې فرهنګي ټولنې وي، نو د بهير له وجې به جوړې وي. زه هم له هال نه ووتم او د هوټل په داهليز کې له چا سره ودريدم چې غلام حيدر له لاسه ونيولم او راته يې کړه چې ته راشه دلته د کندوز د محلي راډيو يوه ژورنالسته ده، په دې دومره کسانو کې يې په تا زړه اوبه څښلي. مرکه درسره کوي.
ژورنالستې رانه درې پوښتنې وکړې چې يوه يې د ځان د پيژندنې وه، بله پوښتنه يې د داسې درنو مشاعرو داغيز په هکله وه او دريمه پوښتنه يې دا وه چې له کندوز نه به څه خاطره له ځان سره وړم. پوښتنې مې ورته دريواړه داسې ځواب کړې چې ژورنالسته پرې ښه خوشحاله شوه. دې چې راسره مرکه کوله، نو له لرې عبدالغني حقمل ليدلی وم. بس له لاسه يې ونيولم او يوې غاړې ته يې کينولم ويل يې چې زه هم د تهران راډيو سره کار کوم، ماته به هم د دې مشاعرې په اړه ډېر څه وايي، ده ته مې هم بلا ډېرې پوښتنې ځواب کړې.
تر ده وروسته بيرته دمشاعرې هال ته ولاړم، له ننوتو سره سم يې استاد شپون ته بلنه ورکړه چې ستيج ته ورشي او په خپلو مبارکو لاسونو عبدالستار اسحاقزي ته د سرو زرو هغه مډال ورکړي چې د دې د بې لوثه خدمتونو په خاطر د افغان کلتوري ټولنو جرګې تيار کړی و.
اسحاقزی صاحب د نيازمندصاحب د مالوماتو له مخې د کندوز ولايت د قومي مشرانو له جملې څخه دی. د شمال د خلکو عنعنوي او کلتوري جرګې له بانيانو څخه دی او مشري يې هم کوي. د (( پرخه)) په نوم مجله هم تمويلوي. په مزار شريف کې يې د جان محمد خان وردګ ورک قبر هم موندلی دی. د شمال په صفحاتو کې د شخړو د له منځه وړلو په برخه کې يې ډېرې هلې ځلې کړي دي او په شمال کې د کوکنار د کښت په مخنوي کې يې له دولت سره پوره مرسته کړې ده.
استاد شپون د سرو زرو مډال له قوطۍ نه را وايسته او اسحاقزي صاحب ته يې په غاړه واچاوه. زما په شمول ډېر کمرې واله دستج سره راټول شوي وو او ددې اعزار تصويرونه يې اخيستل.
له مډال اخيستلو وروسته اسحاقزی صاحب ستيج ته رانيږدې شو او په خوږه خو لړزنده لهجه يې د افغان کلتوري ټولنو جرګې څخه مننه وکړه او په ډېرې تواضع يې وويل چې تر ما هم ډېر مستحق کسان شته چې دا مډال بايد هغو ته ورکړل شوای وای، خو تاسې چې دومره مينه کړې او زه مو د دې مډال مستحق ګڼلی يم، تاسې ټولو ته کورودانی وايم.
تر دې وروسته زما پير او مرشد شپون صاحب ستيج ته راغلو او داسې يې په خبرو پيل وکړ:
- ما يو چل کړی دی، د مشاعرې منتظمينو چې د کتلو له پاره شعرونه ټولول نو ما يوه بله ليکنه وکړې ده خو زه دلته هغه ليکنه نه لولم، زه خپلې خبرې لرم که اجازه راکوئ.
په هال کې د ووايه غږونو يو شور پورته شوو او بيا ټول غلي شول.: استاد بيا خوله په خبرو پرانيسته.
_ زه نن ډېر خوشحاله يم چې داسې يو ځای ته راغلی يم چې د عمر درې برخې مې دلته تيرې شوي دي. کندوز ته راغلی يم او خان اباد ته راغلی يم. د دې ځای لويشت لويشت ځمکه ماته زما د تير ژدند خاطرې رايادوي. دلته زما د ډېرو کيسو اتلان راسره دي، په تيره بيا انور چې ما به المر باله. يو وخت چې موږ تنکي ځوانان وو، نو روژه مو خوړله چې د کلي محتسب ، چې موږ به ورته منتصير ويلو، په روژه خوړلو ګير کړو. بيا ورته دې المر پنځه ټنګې ورکړې چې زموږ سزا يې معاف کړه. بيا چې لويان شوو نو د هغه وخت روژې هم ډېرې سختې وې، دا المر ډېرې تندې را اخيستی و. د کلي د لوی جومات ملا ته يې پنځه منه غله دانه ورکړه چې نن پنځه لس مينټه مخکې اذان وکړي. ملا صاحب دې خير يوسي، ښه اخلاص يې کړی و پوره يو ساعت مخکې يې اذان وکړ. خو په دې دسيسه کې ورسره زه شريک نه وم. په هال کې د خندا يو زوږ پورته شو.
د شپون صاحب له خبرو وروسته راته نثار صاحب ياد شوو چې د څو ساعتونو راهيسې مې نه و ليدلی. په هال کې هغه ځای ته ورغلم چې د ننګرهار ياران ناست وو. له شمسزي صاحب نه مې پوښتنه وکړه چې نثار صاحب نه ښکاري، هغه راته وويل: هغه چې هماغه د مشاعرې په پيل کې وتلی دی بيا يې په احوال پوه نه يم. ما سره سودا شوه چې کابل خواته يې حرکت نه وي کړي. فون مې ورته وکړ، ويل يې د ميرويس خسر کره چې خان آباد کې دی . تر دوه بجو پورې به هلته وي، راځي.
د هوټل په داهليز کې ولاړ وم چې عزت الله شمسزي ته د شعر ويلو بلنه ورکړل شوه. په زړه کې راوګرځيدل چې يار سړی دی راځه يو څو عکسونه يې له ستيج سره واخله. ورغلم ما يې عکسونه اخيستل چې د کوم شاعر په هايکو ويلو يې پيل وکړ. دا يوه هايکو يې دومره استقبال شوه چې د دوه وارې پر ځای پرې اوريدونکو درې وارې واوروله. هايکو داسې وه:
نن که د ښځو حقوق منو موږ
سبا به وايي بچي تاسې راوړئ
بيا به نو دې ته د چا پلار ټينګ شي
خدای شته دې هايکو ماته هم ډېر خوند راکړ. په دې دوران کې يې ازمون صاحب ته بلنه ورکړه خو هغه له هماغه ځايه غږ کړ چې زه احتجاجاً نه درځم. ځکه چې دلته د بې انصافۍ نه کار اخيستل شوی دی. او کله چې شرر ساپی د شعر ويلو له پاره ستيج ته لاړ او خپل يو تاز نظم يې ووايه چې تمثيلي بڼه يې لرله. يوه ماشومه جينۍ کور ته راځي او د خپل سوي مکتب کيسه خپلې مور ته کوي.(( مورجانې بيا يې راته وسو ښوونځی)) دا اوږد نظم و. يو خو دا شرر ظالم په دومره ښکلي انداز شعر وايي چې د اوريدونکو زړونو ته نيغه لاره کوي، او بل چې بيا له درده ډک شعر وي، نو ضرور به په اوريدونکي اغيز ښيندي، ځکه خو په هال کې د ناستو ډېرو با احساسو انسانانو له سترګو اوښکې وڅڅيدې.
نور بيا
ستاسې باز