د باز بلاګ قدرمنو ليدونکو دا ځل  مې درته د ننګرهار ولايت کې د ثمرخيلو په کلي کې د مياعلي بابا د زيارت په اړه  مالومات راټول کړي دي، هيله ده چې ستاسې د پام وړ وګرځي. زموږ په ټولنه کې د ميا او ملا په دم او درود د خلکو عقيدې له سلګونو کلونو را په دې خوا موجودي دي.  ځينې خلک اوس هم ډېر ناعلاجه ناروغان په زيارتونو ګرځوي. مثلاً د ګوزن ناروغان د هسکې مينې په ولسوالۍ کې مياجي صاحب ته ورولي، د زيړي ناروغ د بند اخيستو په خاطر ګردي غوث ته وورولي او دماشومانو د زيل نه د مخنيوي،  ميرګي او پيرياني ناروغان ، عصبي ناروغان او په ټوله مانا ليونيان په ثمرخيلو کې مياعلي بابا ته ورولي.
په ثمرخيلو کې مياصاحبان او په سرخرود، بهسودو او کنړ کې مياصاحبان چې ځانونه د مياعلي بابا لمسيان ګڼي، دوی په زيارت کې وار لري. د چا وار يوه مياشت وي، د چا يوه هفته او د چا يو ورځ. ډېر مياصاحبان داسې هم شته چې خپل وار يې يا ګرو کړی وي او يا يې بل ميا صاحب ته په اجاره ورکړی وي.  دې زيارت ته هره ورځ   له لرې لرې نه ډېر ماشومان او پيرياني ناروغان د تاويز او بند اخيستو په خاطر راوستل کيږي او مياصاحبان د پيسو مقابل کې ورته تاويزونه او بندونه کوي. د مياعلي بابا په بند کې د ډېرو ښو ښو کورنيو خلک هم شامل دي چې د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې اوسيږي، خو وخت پر وخت د مياعلي بابا زيارت ته راځي او له مياصاحبانو څخه يې يوه کورنۍ خپل مرشدان ګڼلي وي. په دې مريدانو کې داسې خلک هم شته چې خپله لور او يا خور د شکرانې په توګه مياصاحبانو ته ورکوي، او له يوه مياصاحب سره يې  نکاح تړي.
مياعلي بابا ته خلک داسې ليونيان هم راوړي چې نور يې ډاکټران له علاج کولو نه ستړي شوي وي.  دا ليونی بيا د زيارت په هغو کوټو کې  چې تر تشناب غټې نه وي، د څلويښت ورځو له پاره په زنځيرونو تړي. په دې څلويښت ورځو کې ليوني ته يوازې اوبه، تور مرچ او وچه ډوډۍ ورکول کيږي. ناروغ په دې څلويښت ورځو کې د ليونتوب له هغې حالته راووځي چې عصاب يې په کې له لاسه ورکړي وي، يوازې يوسودايي ناروغ پاتې کيږي.  او چې  چا سره بخت ياري کړي وي روغه سټه هم خدای ورکوي. دلته چې کوم ليونی راوړل کيږي، او په هغه ورځ د کوم ميا صاحب وار وي، نو په زرګونو روپو يې  له اقربا وو سره خبره پخيږي. او مياصاحبان يې په هماغه تنګو کوټو کې تړي.
د کلي سپين ږيري وايي چې پخوا د خلکو عقيدې جوړې وې. ډېر داسې ليونيان به راوستل شول چې لسو کسو به نه شو قابو کولای خو چې د زيارت په دروازه به راننوتل يو دم به رام  شول او غلي به له يوه مياصاحب سره د تړلو له پاره روان شول.
يوه پيښه خو داسې هم رامنځته شوې وه چې يو ليونی يې راوستی و او پوره يو ساعت پرې مياصاحبانو خواري کوله چې رام يې کړي، خو هيڅ نتيجه يې نه ورکوله. په همدې کش و ګير کې يو بل موټر کې يوه ځوانه نجلۍ چې هغه هم ليونۍ شوې وه، راوستل شوه او هغې هم پړي شکول. کله چې پرې د يرغه ليوني  سترګې لګيدلي ړې ، له واره يې پرې غږ کړی و چې راغلې؟
ليونۍ جينۍ ځواب ورکړی وچې ستا چيغې دومره زورورې وې چې زما په خپل کور کې طاقت کله کيده؟ ليونی ورغلی و، جينۍ يې له لاسه نيولې وه او ايسته په خپله مخه روان شوي وو.
يوه بله پيښه داسې  هم رامنځته شوې وه چې د يوه غز  ډډ پورې يې يو ليونۍ تړلی و. د غز له ونې نه يو زيړ مار د غز په تنه مخ ښکته راروان و، ليونی ورته ويل چې راځه بچيه يا خو ستا اجل راغلی دی او يا هم زما. مار چې ښه رالنډ شوی و نو ليوني لاس ورغځولی و، له مرۍ نه يې نيولی و او د مار سر يې په غاښونو د مار له تنې نه بيل کړی و. شخوند يې پرې وهلی واو چې له ستونې نه يې تير کړی و.  ليونی يو دم راپاڅيدلی و او چيغې يې وهلي وې، چې د خدای په خاطر ما شفاخانې ته يوسئ چې زما معده کې زهر ګډ شو که نه زه مرم.
د مياعلي بابا په اړه ډېرې نورې خبرې هم شته خو دا چې ستاسې وخت مې نه وي نيولی په هم دې لنډو خبرو بسنه کوم او څو انځورونه درته وراندې کوم.

د مياعلي بابا مقبره

دا مياصاحب د سرخرود اوسيدونکو دی خو د په زيارت کې وار لري. خپله د تاويز او شصتونو ليکلو په حال کې دی او دوه نورو يې پخې ډډې لګولي دي.

د ليونيانو په کوټه يو ليونی له ځان سره په خبرو اخته دی.


ليونی چې په دې پوه شو چې عکس يې اخيستل کيږي، ځان يې يو څه منظم کړ

دا هم ميا دی او هم ليونی دی. د دوی په کور کې له څو پشته دا خبره رارونه ده چې يو کس په کې ليونی کيږي. خو کله چې يو مړ شي بيا بل پيدا کيږي.

دا هم د کلي يې يو بل ليونی دی. ويل کيږي چې په پيل کې به دې ځوان ليونيان په عذابول، خو اوس يې خپله عصاب له لاسه ورکړي دي.

په دې کوټو کې ليونيان  د څلويښتو ورځو له پاره تړل کيږي. چې هرڅه يې په همدې کوټه کې وي.