راليږونکی :عزیزالرحمان تسل
د راليږونکي پته :aziz_rahman52@yahoo.com
نيټه : 15-07-2008
سلامونه او نیکي هیلی قبولي کړه عابد صیب:
یره اشنا په خدای چی ډیری خوږي خاطري لري زه اکثر ستا خاطري ګورم ډیره مزه راکوي خپله هم خوږ یی او خاطری دی هم خوږي دی ما په اول ځل د کندز په مشاعره کی د نیازمند دوی ځای کی چی ولیدی نو ډیر خوږ راباندی ولگیدی.


تسله وروره خدای  دې ښه لره چې تاسې زما خاطرې لولئ او خوښوئ يې هم. خاطرې خوږې وي او که ترخې، دا د  هر انسان په ژوند کې واقع کيږي. خو تا ته چې زه په ړومبي ځل ليدو خوږ  ښکاره شوی يم، دا به هم  ستاسې خپل خوږوالی وي. که ته خوږ نه وې نو هيڅ کله به درته زه خوږ په نظر نه وم درغلی. ځکه خو موږ په پښتو کې يو متل لرو چې وايي:
چې ځان کې ګورې، جهان کې يې ګورې.
ستا ورور بازمحمد عابد