شعرونه
غزل
ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــتهزما د مينې هيـــــــڅ ذوال نشــــــــتهمنم د حُســــــــن دې مـــــثال نــــشتهخو په غرور کې دې هم سيال نشتهاسمان کې ستوري ځکه نه ښکاريچې ستا په غونډه زنه خال نشـــــتهرقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېــــــنهزموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشتهزما د حال پوښــــــــــتنه څه له کوې؟له تانه پرته مې هيــــڅ حال نــــــشتهديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړهزما لونګۍ نشته ستا شال نــــشتهورېځـــــــې راځي د زلفو ټــال ته دېوشـــ
دفطرت غزل
لمبه لوګی دې کړمه، مړ دې کړمهچې سپېلنی دې کړمه، مړ دې کړمهڅوک له تربور سره هم داسې نکړيخپل وم پردی دې کړمه، مړ دې کړمهمرګيه! دادې ګوره ښه ونه کړلچې ځوان زلمی دی کړمه، مړ دې کړمهژونده! خوښۍ ته دې پرېنښودمهسم دم سړی دې کړمه، مړ دې کړمهاشنا همدا به دې له وسه کېدلسوړ اسويلی دې کړمه، مړ دې کړمهکه روغ وای مرګ ته مې زړه نه ښه کاوهخو لېونی دې کړمه، مړ دې کړمهدامې په خپلې ځوانۍ نه لورېدلدرد دې کړم سوی دې کړمه، مړ دې کړمه.
ځاځي، اريوب،ډول، اتڼ
ځاځی ،آريوب، ډول ، اتڼ : ليوال ګوربت راتاو شيد وزرو سيوریپر هسکو غرونو خور کړي یو تور پړونی د تنور پر غاړهیوه شکرۍ له پاستو ډکه ایښېآریوب څیړۍ پر هسکه څوکهګوربت راتاو شيد وزرو سیوریپر هسکو غرونو خور کړيیو زلمی چنګ بریتونهپه شړشم غوړې څنې تر سترګو تاوې تورې تورې حلقې له هر یو ګام سره یې خرپ د ګردنۍ
درحماني شعرونه
دنګه وه په ملا باندې راماته شوهويې خندل ما باندې راماته شوهداد چينار ونه ده ټالۍ وهيمړ به شي که چا باندې راماته شوهما په محبت چې درته وکتلټوله دنيا تا باندې راماته شوه. شونډې راکه ښخه ورسره غېږههله راشه غېږې ته راوړه غېږهما ته چې راځې په کې وصال راوړهبېرته له ګلونو ْډکه وړه غېږهوخ له څومره لويه انتظاره پسستا په سينه شوله مې سړه غېږهټوله دې له ځانه سره نه وړمهغواړم رحماني درنه وړه غېږهنورو سره چل کوه دوکې کوهبس له رحماني مه سپموه
دويم واده
دوهم واده :: پروين ملالکه راته وبخښئ ټول ستوريد لمرو په شاناو اوبه راکړئ د سپوږمۍ په چينوجامې مې جوړې د حرير او شبنمشونډو ته رنګ د مرجاند سترګو تور مې وي د يو زرو شپولاس ته باهو د هالیشور د ګونګرو د جنتي سندرومخ ته رڼا د نور له غره ځينېغاړه مې جوړه د بوډۍ له ټالهد غوږ لښتۍ مې د پروين او د زهری د څوکوکه راته وبخښئ عدن ټول له غلمانو سرهتندي ته جام د کوثري پياليوبستر مې جوړ وي د فردوس د اوه رنګه وريښمتلتک د خوب او د نرمۍ له ښارهبالښ
زېری
خوږو لوستونکيو ستړي مه شئ.دا د اريو ب مجلې وېب لاګ دی، چې اوس اوس پر کرښه شو. اريوب د پکتيا ولايت يوه ښکلې او شاعرانه سيمه ده او په همدې نامه ترې درې مياشتنۍ مجله هم خپريږي ، تاسې ته به که خدای کول په نږدې راتلونکي کې اريوب مجله پر ليکه کړو. محمد حنيف حيران توتاخېلwww.tolafghan.com/paktia_pa_dag_kehanif_hairan@yahoo.com
غزل: حنيف حيران
روان چې شي دورېځو برګ اوښان په نيمه شپه کې بېلتون راته رايادشي دجانان په نيمه شپـــــــــــه کېراويښ کړمه ويده واړه ماران په نيمه شپه کـــــــېټپه چې کړمه پورته ياقربان په نيمه شپــــــــــــه کېيوه وړه ډېوه له خپل عظمته وژای نه شـــــــــــــــــــيتيارې که کړې راټولې دجهان په نيمه شپه کــــــېاوږدې اوږدې سجــــــدې دتقدس ورته شروع کړمبتان چې کله جوړ کړم دارمان په نيــــــمه شپه کېتوبې مې وايستــــــــــــلې ننـــــــګرهار دګلو ښار تهراکوز و ډک له ستورو
د درمل غزل
خيال دی، تنهايي ده، ستا باڼه او زهمخامخ په دښته کې شوو غله او زهځو دواړه د سرو ګلونو پښې مېنځومله د يوې لارې يو اوبه او زهنه لري زره خپلوي د لمر سرهښه دې وې چې :(څه يو سره ته اوزه؟)تا چې خوږولې سترګې نورو تهټوله شپه تراخه وو سره زړه او زهدومره راته زړه د نصيب نه دی سپينياره تور د مينې د هغه او زه؟!درد مو يو دی دواړه له تا پاتې يويو ځای به شو خاورې ستا د پله او زهځه درمله ځو د زهر جن ژوند نههر خوا چې غوږ تاو کړو اورو زه او زه.
څړیکه
هره ساه مې زړه نه راچارپېره شې
اور ، شپه او مساپر
لامې په ذهن کې بلیږې داسې
مورته سرود
مورې روان یمه ،دعا غواړمه
دګوشتې اتل ته !
قاسم پرزمکه پښه ووهله غر په لړزا شو ، کمر ورغړیده ګوشتې دخپل بچي غیرت ته غلي وموسلې هلته په تېښته کې له تورې ملانه لنُګ وښوېید شرم یې جوړ کړ په کوز کونړ کې یوې پېغ
ستا ترکلیزې یوه اونۍ وروسته/ دلېوال نوی شعر
نن شپه مې رګ رګ کې یو اور غځیږي لکه ستاسترګو ته چې نیغ درګورم دسندرغاړې خوږ نظر زما په سترګو خښ دی دنیم تیاره او نیم رڼا څراغ تر چتر لاندې دیوغزل له ترنم سره هوا ته وځم دهارمونیې له ستوني ستا دنیم کښو نظر ښکلا اورمه دګیتار تار مې لکه ستا موسکا &
تشه ، دلېوال نوی شعر
دروازه وټکېده ، زه مې دمور کوټې ته ورغلم چې ویې پوښتم : مورې څادر مې چیرې ... تشې کوټې په مخ څپېړه راکړه او چې کتل مې بهر بیا څه خپلوان وو دمورکۍ په فاتحه راغلي .
ستا دکرکې په شیبوکې ، دلېوال یونوی شعر
او راځه اوس درنه پوښتنه کوم کلونه وروسته دبې رنګه ژوند په دې شیبو کې بالاحصار او دزاړه ښار هاغه ستوغه لاره دشهدا دهدیرې قبرونه هغ
تودوخه / دلېوال یو نوی شعر
غم مې، لکه ماښام کې دوابوپرمخ دیوې یوازې پاتې شوې هیلۍسپین سیوری چې له څپو سره دتللې رڼا اوراروانې تیارې رنګ ته ځ
بیرغ او ډیوه
دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې دملالې لاس نه لویږي کتابونه له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه دملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې
واټ، دلېوال یونوی شعر
پر سپین ګردي ډبرین مېز باندې قهوه او خواږه څپې څپې دیو آرام ترنم او تر هندارې بهر دیوه لوی ښار ، یوه خوځنده زوږمنه کوڅه دواټ پرڅنډه یو بوډا دساړه باد څڼو ته ګوري او ګیتار غږوي منی راګډ دی سرې او ژیړې پاڼې اوري پرواټ
شمعه او شیشه ، دلېوال یونوی غزل
ستورو ته مې رازوایمه ، بام سره خبرې کړم ستاسترګې چې نه وینم ،نو جام سره خبرې کړم شپه ده او سپوږمۍ ده ، زه یوازې او یوازې یم شمعه اوشیشه لرم ، خیام سره خبرې کړم دی راته ستا سترګې او ستاسترګې ملامتې کړي زه چې مې دزړه له هرناکام سره خبرې کړم
ورکې سترګې
له ډیرې تندې مې ستومانه بدن څړیکې وهي او له پڼو نه مې دوینو څاڅکي کرښه کرښه دبیابان په وروستنیو شګو لیکي دمزله سندره دادی دښار پر دروازه ولاړ یم داسې څوک شته ؟ چې مې خړوب کړي، چې یویخ جام راکړي دسترګو دموسکا له چینو؟ هه ! څومره بېځایه تمه
دلېوال درې لنډ شعرونه
برزخ ستادیادونو او هېرولو ترمنځ په برزخ کې ژوند داسې دی ، لکه یوه وچه پاڼه چې له څانګې راپریوځي &
بیټ نیکه
ټک ، ټک ، ټک ستومانه غږ دبیټ نیکه دماتې شوې امسا، له سوې زمکې دلوګیوتورماران پاڅیږي لمر ،دودغړن، لکه له سرو سکروټو وتې سکه باد په خوني سترګو راغلی ، هدیره کې ګډ دی باد وږی، تږی د کوم سوي وربل وږم بوړبوکۍ ته سپاري اودیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې ، لاخړ اسمان ته په دعا پورته دي