شعرونه
بیرته نه راځي
تيره چې ځواني شي بيرته نه راځي خاوری چې کاکل شی بيرته نه راځي ډير فهم و دقت دی په خبرو کړه وتلی خولی خبره بيرته نه راځي هيڅ کله غرور په حسن ونه کړې وار د حسن تير شي بيرته نه راځي هر څومره ارمان ېي د راتلو وکړې مړه چې مور او پلار شي بيرته نه راځي څومره سفارش ېې حسن زی وکړي مات چې اعتماد شي بيرته نه راځي
د محبت له خونده نشو خبر :
لکه پتنګ په سرو لمبو کې شـــــو ورک د نیمو شـــپو ،په تیارو کې شــــــو،ورک څوک مو ضـمیر له حـــــاله، نه شو خبر لکه نســـیم هره ورشــــــو کې شو ورک د زړه له کـــــومی ،چـــا ونه پـــــیژاندو لکه وږمه ، په ګـــــلابو کې شـــو ورک د عاجــــــــزۍ لاره ، دنــــیا کړه خـــپله مونږ د خپل ځان په نندارو کې شو ورک جهـــــــان عمـــــل کې ، تحـــول راوړی مونږه په تشــــو خیالو کې شـــــو ورک لاړې فــضــــــــا ته، مدنــــــیت انګازې مونږ د وحشت په ځنـګلو ک
ماهرو ساقی ته:
ماهرو ساقي ته: سـاقی وړاندي دي پـــــیاله کړه،چې تـــیریږي زمانه چې تیر نه شــي رانه عـــمر، ډکــــوه می پـــــیمانه هوښیاری دي زمـــــانه کښي،پوهــانو ته عــذاب دی خلاصــــوه می د دي عـقل له ځنـــــــځیر او زولانه راډکه می پــیاله کړه،تر نازک لاســــــو دي ځارشم چې ســـبا به له مـــــونږ پاتي، په دنــیا وي افـــسانه مطربه!په رباب کې کړه،زړه پوري نغــــمې پورته د بهار مستۍ نغــــمې دي په خـپل چـــنګ او ترانه دا خروش د میکدې خو، ســــاقي د حسن زور
دوطن تصوير د شعر په ژبه
په ظاهره د دوښمن د ماتې شور دئ په باطن کې نړېدلئ زموږ کور دئ پروت ټوټه ټوټه هر لورته زما تن دئ د پيوند او د ملهم جام مې نسکور دئ د ټپي بدن زخمونو، درد لازيات شي بې خبر طبيب لګيا را ته په زور دئ په سېځلو مې يې مات بدن ، کباب کړ نه يې تاو شته نه لوګۍ عجيبه اور دئ حال مې ويني،خو ژړا را باندې نه کا څه بې رحمه ، بې احساسه زما ورور دئ د ناپوهو نه به ولې څوک ګيله کا غوڅوي دژوند تارونه،دپوهانو لاس کې لوردئ دې حالت ته به
د معنویت جوهر!
له محــبت نه محــــــــبت شــــي پـــیدا له نفرتونو نه ، نـــفرت شــــي پــــــیدا د ماتـــــــیدو، هــــغه قـــامــونه نه دي چې په کې فـکر د وحــــدت شـــي پیدا هلــته روښـــان شـــي تـــیاره ذهـــنیت چیرته چې نور د مـعرفت شـــي پـــیدا انسان ته ښـــايي، چې یو هــوډ ولـري له قــــوي عـــزم نه، همــت شي پـــیدا چې شي سمـبال په علم و فن هر انسان په کې ښکلا زیب او زیــنت شـــي پیدا چــې یــې اثر د تربــــیت وي عـــــالي په کې جــوهر، د انســـانیت شـــ
ازمون
ازمون شیرین عمر دې په لهو لعب تېر کړ لا د ژوند ازمون کې غواړې بریالی شې د کاروان د بارېدو وخت کې ویده وې لا امید لرې منزل ته رسېدی شې چې د ځغاستې یو تمرین کې حاضر نه یې بیا په تمه یې چې ځغاسته کې لومړی شې چې د زغرو جامې نه لرې په تن کې د نېزو جګړه کې کله جنګ ګټی شې لا دې بېل وهلی نه دی په پټې کې د حاصل تمه بیا څنګه درلودی شې لارنقشه د ګړنګو درسره نشته په پېچومو د غرو څرنګه ختی شې چې توښه دې د خوړو او اوبو نه وي په صحرا او دښته څنګه تېرېد
مستي او ژړا
بوستان ورانیږي بلبل ژړيږی غمونه ډير دي اوښکي بهيږي بهار تيريږي موسم بدليږي بورا بونګيږي ګلان رژيږي شمع سوزيږي پتنګ کړيږي تياري ورکيږي رڼا خپريږي لمر لويږي ډيوه بليږي شپه پخيږي زلمي مستيږی خمان تشيږي محفل زنګيږي عمر تيريږي ياد پاتي کيږي رباب غږيږي سلګۍ ډيريږي زړونه ماتيږي مئين بيليږي علم زياتيږي ظلم نړيږي خلک پوهېږي عدل پيليږي کتاب خپریږي فهم لوړيږي رفيع زړيږي شعر يې ځوانيږي
دوه دنیاوې
دوه دنیاوې که ممبر باندې تبلیغ کې دی امام خوښ میخواران په میکده کې دی په جام خوښ ځینې مست دي د خیالي حورو په عشق کې نور بیا دلته په دنیا دي په ګلفام خوښ ډېر د تېر ژوند خرافاتو کې بندي دي نور د نوي ژوند مزو کې دي مدام خوښ څوک یوازې د خپل ځان خوښۍ کې ورک دي نور بیا عشق کې د وطن وي او د قام خوښ یو بې نومه سرسپارلی د خپل ولس شي بل یوازې په دنیا کې شي په نام خوښ بدنامي که په ټولنه کې لوی عیب دی زه په مینه د وطن کې یم بدنام خوښ که بخښنه ژوند کې ست
ربه ستا یم
که دانا یم که نادان یم ربه ستا يم که بادشاه يم که ګدا يم ربه ستا يم په ازل کې مې وعده د عبادت کړه که زاهد يم که عاصی يم ربه ستا يم زندګي دې بندګې ته پيدا کړې که عابد يم که ګمراه يم ربه ستا يم ستا رحم او کرم ته اميدوار يم که صالح يم که باغي يم ربه ستا يم نازل کړي کتابونه دی ټول حق دي که بلیغ يم که مطرب يم ربه ستا يم رالېږلي اوامر دي ما منلي په چشمان که صادق يم که کاذب يم ربه ستا يم زه رفيع چی ثناءخوان ستا د قدرت يم که عاقل يم که مجنون يم ربه
د بیخودۍ عالم
نه پو هیږم چــــي دا تحــــــویر د چــا دی چي په خــــوله راځي څه تـــقریر د چا دی بل عالم ښـــــــــکاري راته ، بیــخودۍ کې د خپــل حـــــاله وتل، تــد بیر د چـــــا دی چي هر حرف می وځـي مسـتانه، له خولي نه پو هــیږم چــــي دا تـــا ثیر د چـــــا دی چی هر لمــــــحي وي ورته زړه په سـجده په محراب د ضمـــــــــیر تصویر د چا دی په عقــــــل و پوه چي نـــــــازیدو نشو پوه له بنیــــــــاده جهــــــان ، تعمــــیر د چادی چي ماتــــــم دار وي ټـــــــول عالم
نيمګړی ژوند
زه به شم لېرې له تا لېرې لېرې لېرې لاړ شم ستړې ستړې ستا له نازه ستړې ستړې لاړ شم عشق لمبي مې سوزوي آواز ويستلي نشم چې سوې سوې ستمکاره سوې سوې لاړ شم جور و جفا د صنم وينم په رڼو سترګو مې چې وږې وږې له درباره وږې وږې لاړشم روانی اوښکې مې زم زم دي اوچيدل نه لري چې تږې تږې گودر غاړه تږې تږې لاړ شم نيمګړی ژوند د مازديګر دې حسن زيه واوره نړې نړې په نظاره نړې نړې لاړشم
زمونږ دردونه
مونږه پـریږدئ، چـــــې زده کـــــړو ســبقونه معرفت په نور روښـــان کړو خــــــپل زړونه چې په عـلم و پوهه جـــــوړ خپل مستقبل کړو مونږ ته پرانــــــیزئ، د انــجونـــو مکــــتبونه آ تر څـــوبه! په تـــیارو کښی مــــونږاوســیږو مونږه پریږدئ ، چې روښــــان کړو مشعلونه قیمتی وخــــت مــــــو د عــمر دی، تـــیریږي مونږ له لاســه څـــخه وځــــــي ، فرصـــتونه دي پر ځای چې په مونږ ټولي لارې بند کړئ مونــږ ته راوړئ ،قلـــــمونه کــــــتابــــــــونه حقیقت کښی زم
زنګیدم
تر سهاره ستا زلفو په تارو کې زنګيدم د عشق او د ميني سرو لمپو کې زنګيدم اړولې مې جامونه بي شميره سر په سر تش کړي مې خمونه ميکدو کې زنګيدم ازل کې مې ليکلي رسيدلي دي په ژوند کې تقدير سره مې جنګ دې اميدو کې زنګيدم مستي او ځواني مې جدایی خاورې ايرې کړه چاپير رانه سور اور دی په ټالو کې زنګيدم اجله نور راشه بيوسي امتحان مه اخله رقيب لاس کې نيولي زولنو کې زنګيدم تصوير ته د نظر کړم انتها د تصور شي په حسن کې ډوبيږم غلچکو کې زنګيدم ټول ژوند مې ارماني دې د
غزل
لکهلنډۍپهسړيخولهلکوي سپېره نيستۍ په سړي خوله لګوي دحالپهژبه پښتون قام.وايي چي دازۍ خيلۍ په سړي خوله لګوي دخپلبچيدخلاصولوپهپار هوسnۍهوسۍپهسړيخولهلګوي دلوبوشی نه ده وسله مه کوه مرمۍمرمۍپهسړيخولهلګوي ستادمړوند ښکلايه وړې ټوله داستاګړۍ په سړي خوله لګويoo عمري ستايې په څه پرييېږده سي هغه نجيلۍ په سړي خوله لګوي محمدعلي عمري مسلمباغ
د ارواښاد مطیع الله تراب په ناڅاپه مړینې !
نه پوهیږم چې می ځــان لاړ که جانان لاړ دومره پوه شوم چې دنیا نه لوی انسان لاړ چـې مـــو زړونه په تدبـــیر د ده ،ډاډه ول د دي جمعی نه یو داسي ښکلی ځـوان لاړ چې یې تل د معرفــــت ســـره وه میــــــنه دي ټولـــــني نه نن داســــــي ًقــدردان لاړ چې وینا کښي یې د هرچــا د زړه درد وو له بازار د عـــلم و فنه نکـــــــــته دان لاړ له ارزښــــته به یې ، څــــــه ووایـــم تا ټه یو ګوهر وو چې له لاسـه مــو ارزان لاړ چې اسـر
د عصر باد ته!
ای د نوی عصر باده، زموږ خواته هم پرواز کړه دلته هم جامد مغزونه، لکه نورو غوندې واز کړه زمانې واوښتې ډېرې، فکر زوړ قالب کې بند دی فکر خلاص له زوړ قالبه، په تدبیر او په اعجاز کړه دلته ټول په مرګ ویده دي، د ژوند هیله ترینه تللې مړو کالبوتو کې سا پوو کړه، بیرته ژوند پکې اغاز کړه د وخت راز له ټولو ورک دی، د لټون انګیزه مړه ده بېخبره د وخت راز نه، باخبره له هر راز کړه په وږمو یې روح تازه کړه، په نغمو يې تن بسیا کړه ورته ژوند په وږمو پیل کړه، په نغمو یې ژوند دمساز
نــن ولاړ پــه کربـــــلا د انتــــظار یـم
نــن ولاړ پــه کربـــــلا د انتــــظار یـم نه یم مست او نه له ځان نه هم بیزار یم لا می زړه کی تــــلوســه ده د لیــدو یی هم پــه مینه کی یی ژمـی هم بــهار یــم نــه څرګندې انــــدیښنې نـه پــــټوی شم نــه له مینې نه یی موړ نه توبــه ګار یم نــه لغمان او نـه مزار شو را نــه پاتی شـــو کلونه چی په لار یی انتظـار یــم زه خـــالد د ګل جبــینې مینــې مړ کـړم لا په قبــر کی بی مینې بــی قــرار یم سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا جولای۲، ۲۰۲۵
د تاریخ ګواهي
د تاریخ ګواهي ژوند مو تېریږي په خیالي دنیا کې غایه د ژوند مو افسانو وړې ده د خپل غفلت او ناپوهۍ له لاسه د ژوند توښه رانه پردو وړې ده څه که شملې دي پر سرونو دنګې پنجاب پښتو له پښتنو وړې ده عام قتل ګډ دی د پښتون په کاله د پښتون توره تربګنو وړې ده د بې دینۍ ټاپه په نورو لګۍ خپله ملا د دین ابرو وړې ده رسم و رواج، ایین هستي د عجم عربو ټوله په جګړو وړې ده یو د ساقي پیاله کې خوند پاتې دی نورو پیالو مزه اوبو وړې ده مراده پرېږده د روڼتیا خبرې
مثنوی:ــ دځان سمون
نــوروتــه وعــظـونـصیحـت به څه کـم چي خــپـله ګـمـراه، ځان بــه اصلاح نه کم آسان دي نــوروتــه ویــل او لارښــوول ویــل بـــولـــه ډېــرآســــان تــــرڅــه کـــول دنــفـس ســره جــهــاد دا لـوی جهاد دی لــــه ځــانــه پایــله ول لـــــوی ابـتـــکـاردی کــه اصلاح وم بـل خـپله اصلاح کـیږي حاجت ووعظ ته نسته ځان ستا هنداره کیږي که خپله اصلاح نه وو ښه خبره موناسمه دا ښــــــه خـبره مــو وي ځکه کله آغـېـزمنه
(د اوبو لپاره اوښکې)
یادښت: د بی بی سی پښتو پاڼې کی می دا سرلیک ولید(د اوبو لپاره اوښکې) ، نو دا لاندې کرښې مې تورې کړې!!درنښت:متقاعد ډ.حمیدالله زړور ساپی (د اوبو لپاره اوښکې) زمونږ د هیواد هلمند کښې ولسوالۍ د نوزاد!! کلی هرمز!!! له کلیوالو تش سوی دی؛کڼډوالې پاته دي،لکه د وطن نورې لرې پرتې سیمې!!!! ولې؟ !دا ځکه چې اوبه نشته .. (و جعلنا من المآء کل شی ءِِ حی) اوبه د ژوند ماده ده څوکاله مخکې همدلته شپه او ورځ د جبار قهرمان او پرنس! هاري جګړې وې!! اوس د بی بی پایندو هیڅوک ندی
دالهی قدرت:
دچنـجوڅخه راووځـي ښـایسته شـوپــرکان لــه غــوزونه ئې پیداسي پتنګان له هګۍ څخه پیداسي ښایسته ښکلي مرغان پــه رنګارنګ بڼـوسنبال پرنده ګان مــاران هــم وي ښایسته راووځي له هـګۍ نـــورئې زېــږه وي بـیـا په بـیـابان هـم کـبان دي رنګارنګ راووځي له هـګۍ ځـیـني زېـږه وي هـم لکه حبوان قـدرت درب ته ګـوره،چي څنګه ئې پیداکي ځیني هسي ځیني داسي دی نظم علی شان
د ژوند تحفه
ژوند یو تحفه د طبیعت ده یوځل پر چا ریښتیا پرچا رویا تېرشو مفهوم د ژوند دی یو پېچلې تعبیر چا ته تیاره چا ته رڼا تېرشو بهیر د ژوند د درېدلو نه دی د ډېرو وخت په نن سبا تېرشو د ژوند لذت کې هیڅ کمی نه ښکاري څه که بېخوند پر ما او تا تېرشو ګیله له نورو یو عبث فکر وو ژوند په ګیلو کې بې معنا تېرشو د نورو ژوند وو، ننداره وه زموږ د نندارو ژوند هم په غلا تېرشو راته په بله دنیا ژوند وعده شو وعدو کې ژوند رانه وړیا تېرشو د نقد، نسیا په انتخاب کې ملا
د ماضي یارانه
د ماضي یارانه ورکه دې اینده کړه، د ماضي په یارانه کې لاړ در نه وختونه، د نیکونو افسانه کې واوښتې پېړۍ او د حجر زمانه تېره ده اوسې لا په فکر، د حجر په زمانه کې ذهن دې مصروف دی، د اوهامو تعبیرونو کې لاس و پښې دې بند دي، د دودونو زولانه کې خیال کې د جنت، خو ژوند کوې په دوزخونو کې دوو دې دا دنیا کړه د عقبی په نذرانه کې تېر شو مرادزیه وخت دې کوڼ ولس ته سندرو کې زیات څه پاتې نه دي نور د عمر خزانه کې جار دې شم ساقي له غم مې بیا پنا راوړې ده زیات کړه یو
ستر آرمانونه!
مونږ درنــو درنـــــو، بارونو ته پـــیدا یو مونږه ســــترو آرمــــانونو ته پـــــــیدا یو چې رڼا د مـــــعرفت هر خوا خوره کړي مونږه داســـي لوی کارونو ته پــــــیدا یو چې ورمیږ د غلیم مات په یوه سوک کړي داسي کلکو، ګــــــذارونو ته پــــــــــیدا یو چې په څو ټکو، بیدار کړي ضـــــمیرونه مونږه داسي شــــعارونو ته پــــــــــیدا یو چې اسـرار د دي چـمن ساتي په زړه کې مونږه داسي پټ رازونــــو، ته پـــــیدا یو چې د درد څریکه ،د زړه په غوږو اوري مونږه داســ
د ارواښاد عبدالرحمان بابا له دیوان نه د اوبو یو نظم
ما څو کاله مخکې د ارواښاد عبدالرحمان بابا له دیوان نه د اوبو یو نظم انتخاب کړی و ؛اوس چېې بیا لکه د تل په شان داوبو لانجو زور اخیستی ، بیپاسه او نمکحرامه ګاوڼډیان د خپلو بی آبیو پړه پر افغانانو اچوی! ؛په دې مینځ کې د فقید ناکامورا یا کاکا مراد څخه هم الهام نه اخیستل کیږی؛دا دی دځینو ملګرو او دوستانو په فرمایش هغه د بابا نظم یو وار بیا درپه یادوم په درنښت متقاعد ډ.حمید الله زړور ساپیمړی کتاب ۱۳۸لمبرنظم،د (ي )توري رديف د ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپي انتخاب هر چې کښت ېې په بارا