شعرونه
خواست
د مهدي په تمه ناست، قومه راویښ شه په قرنو بستر کې ملاست، قومه راویښ شه پاچاخان درنه نهیلی ګور ته لاړه د منظور پښتین په خواست، قومه راویښ شه عملیات د استحکام په نوم توطیه ده دې که نشته کم و کاست، قومه راویښه شه ګیله من په سر به زیات سرونه بایلې پنجابي ته دا ویاست، قومه راویښه شه د ۲۰۲۴ کال د جولای ۸ مه سرلوڅ مرادزی
له هېواد نه تېښته
دغه فکرنه کېده چي غله اوغاصبان دي له ګومله فرارسي مړې سترګي څوړمغزي دي بادارانوته وا دارسي لېویان دپسو پوټکي پرسرکړي رمُوکي ګرځېده په رمه کي ئې کتل اوګرځېدل چي کوم پسه په کارسي دوی خپله هیڅ شی نه دي خوغواړي نورراپاره وي اوس غواړي بیا هېواد کي جنګ اوبې نظمي دي پرلارسي پرالله ئې باورنسته دپخواپه څېر پرامریکا تکیه کوي هغوپه جار ورته ویل جګړه نه کړو، سوله دي اظهارسي په نامه دجهاد او دين ئې قصرونه اوبانکونه ودّرَول دا تصورنه وو چي دملت شته دي ملت بِرّته لارو بارسي
تغییر
په زرګونه بوټي شنه ځمکې له تل شي یو نیم بوټی چې وي ښکلی نوم يي ګل شي میلیاردونه ستوري ځل وهي لا شپه وي ورځ شي هله چې د لمر ستوری په ځل شي فقط لال دی چې په تیږو کې ځلېږي لال به نه شي هره تیږه که صیقل شي په زرګونه پېښې راشي ژوند بهیر کې چې د ژوند بهیر کړي پرې، نوم يي اجل شی په ګلبڼ کې که ګلان تر شمېره زیات دي پکې یو نیم وړ د نجونو د اوربل شي د باران خپاره ډنډوکي بیرته وچ شي هلته خوړ شي چې یو بله سره ول شي بېلابېل جلا وګړی، کله قوم دی قوم شي هل
زمــا ژونـــد نن صبـــا
زمــا ژونـــد نن صبـــا پدی پړاو کی می د ژوند ډیر کړاوونه وینم هڅی یــــــوازی په دې لار کی هیبتونه وینم زوړ یم، آرمـــان لا په زړګی کی ځــوان دی د تــورو زلفو سیوري لاندی الفتــــونه وینم د پردي اور له لاسه ټول افغانان نن تباه شول د نن په اورکی زه وران شوي شنه باغونه وینم لا خو می زړه له تانه نه شلیږي قسم په هروخت له تا نه زار زه دې په اوچولی کی لمرونه وینم ستا له کانسره چی خبر شومه ما ډیر می وژړل انشاالله چی زر بــه ښــه شې زه فالــونه ویـنم ن
دقربانی اختر
دایتیم بیوزلی ولس خو دلمانځلو توان نه لری بدمرغی ده لوږه اوبیکاری ده دسبا بیګاه نه لری دسو نامی څپې را روانې دی ټول هېواد کې دلته هیڅوک دطبیعی پیښې ددرملنې درمان نه لری طالب هسې خوښ دی اختره! تاته پیام نه لری ملګری ملتونه سهار ماښام لګیا دی خپلو کې په ډیره ګدایی کې ستړی شول نور اواز نه لری اوس یو ځل بیا اخترراغی له بشپړ رمزنو سره خو خلک په خېټه وږی دی صبر دی ګام نه لری عواقب دمعاملې دی ګډ وډ سکون دابتکار نه لری اختره بختوره ! بې انصافی به ته څنګه ورکه ک
لری
چین ، روس پاکستان او ایران ها ها لری هم منت کوی هم د انډیوالۍ اشتها لری هم وایی چې تښتۍ له ډګره لیوه راغی! سیمه ایزه لوبه کې تاته ماته پیغام لری کشمکش دی ، رسوایی کې فغان لری نو له دې امله ضمیر خان هم اظهار لری طالب دقدرت شوقی دی خپله لار لری امپراطوری لری امیر لری کوټوال لری عجیبه فضا د اسلام په نوم نا اګاه لری ذهنیت دپوهې نه بلکې الجهل کظلا م لری منی یې او که یې نه منی همدا واویلا لری غنی مټکور بیا شوق د باعزته سولې برملا لری ملت ګونګهً خوله څ
خلقت
دالله خـلقـت ته په ښه ځـیـرسه ته انسان له خاورونه ګلان سي لـه چنجي نه بوراګـان له مړې هګۍ نه سي پیدا ښکلي مرغان د مَـلآ لـه اوبـو نــه خـــلــق کـــړي انسانــان موچۍ کړي په شکېرګني کي عسل جوړ داُوسۍ له خُوّلې نه جوړه وي مُشکِ عَطَران بې مـوره اوبې پلاره آدم ئې کی تکـوین هـم د ځان ئې خـلیفه کی داخارین پرټول جهان ګـوره دې خـلقـت ته لوړ قدرت دی دالله ده څه نـه څه پیـداکوي چي سد ورته حـیـران
د ژوند لار
د زمان سره که ځان دې برابر کړې لا اوس هم ناوخته نه دی چې سفر کړې لویه لوبه دې نن بیا وطن کې پیل ده اوس يي وخت دی چې ځان بچ له دې خطر کړې څو چې خپله ځانته لاره پیدا نه کړې په ناشنا لارو به هر وختې ټکر کړې په جګړو کې کې دې یوازې خپل سر مات کړ خوشې لاپې د مغل او سکندر کړې د اعمار فکر دې نه ګرځي په سر کې خو فکرونه تل د جنګ او د سنګر کړې چې پخپله د بدلون هڅه کې نه يي عبث تمه دې له خدای او پیغمبر کړې نن پاخه مړزان نه راځي اسمان نه لا اوس هم زړو قص
د نېشې سفر
نن مې ډکې پیالې نوش کړې سر په سر بیا ځان مې خلاص کړ د روزګار له شورو شر بیا پر دلدل اس د نیشې باندې ورسپور شوم د اسمان په لور مې پیل کړلو سفر بیا اس په ځغاسته کې په جیګ اسمان کې تم شو چې ډېر لوړ دی د انسان له تصور بیا هلته ښکته شوم له اسه په یو کوړم کې(۱) چې ډېر لوی وو، د دنیا څو برابر بیا کړم تیاره وو چې اټکل يي ناممکن دی نه د ستورو څه رڼاوه نه د لمر بیا زه چې هره خوا د کوړم په تل کې لاړم ومې نه لید هلته هیڅ پل د بشر بیا یو چوپتیا وه، ارامي وه
مرګ
مرګ که څه دژوند کره یوه نېستي ده دغـیـرت مـرګ مي اوچـته سـرلوړي ده لـــوړهـمــت زېـورښـکلا ده دانســان پسـله مـرګې د ډېـوې ځلا او روښـنـي ده ویاړلـی لــوړهـمتی انســـان نــه مـري مړه هغه دي چي ویاړې دبل په نوکري ده خوند کا دمېړه سـره خبري دمېـړاني دبې غیرت سره بې غمي بې پروایي ده
حاجي ته
حاجي ته: چې هر کال کې یو ځل درومې کعبې خوا ته د ډالرو پنډوکی دې وي پروت شا ته دا ډالر وایه له کومه تا پيدا کړل څه ځواب لري د ولس له جیبه غلا ته ترکعبی د تاوېدو په عشق کې مسته لاس وراچوي روا او ناروا ته په حرامو پیسو چیری د چا حج شي د ثواب پرځای دې مخه ده، ګنا ته عبادت، دعا دې خپل کور کې هم کېږي بېهوده په سفر ځې لیرې دعا ته حج د لوبو او میلو لوبغالی نه دی چې هر کال ورځې د لوبو تماشا ته په ګاونډ کې دې یتیم له ولږې ژاړي ته کعبې ته يي روان د
دمورمقام
موري ادکي غېږدي جنت پرسردځمکي ته د ژونـد روح ئې ای د نړۍ ملکي ږغ ستا مـلـهـم قـربـان ویـل دي درمــل خوږنوم اوچت دي ډېرترحد مـورکي موري اوچت مقام دي په ګرد نړۍ کي ته زېږه وې اتلان جهان بدلونکي مـقـام دي لـــوړ قـلـم عــاجـزدی تــرېـنه هــاجــره مــورداســمـاعـیل ادکي دا مــــقـام لـــوړ مــورتــه الله ورکــــړی ترنام دي جارسم ته داولاد روزُونکي
تجربه
ملا چې دې تړلې په ملا پسې هره ورځ خطا کوې خطا پسې څه پوهېږې دا ملا د کوم ځای دی ولې ځې په لاره ناشنا پسې شیخ چې نبېره يي نامعلومه وي مه ګرځه د شیخ ذهد و تقوا پسې پیر او حضرت ګوره تش نومونه دي کله ګرځېدلی يي مبدا پسې؟ تېره تجربه لرې لارنس څخه(۱) کړې وه موږ ټولو اقتدا پسې مه تېروځه ږېرې او تسپو باندې دغه وسیلې دي لوټ او غلا پسې حال د نجونو ګوره د ملا واک کې یه، مسته د نجونو د خندا پسې غوږ د «مرادزي» وینا ته ښه کېږده مه ګرځه د سپیو په غ
د مینې قاتل
نیم کلتور او نیم ملا وژلې مینه یو ښکاره او بل په غلا وژلې مینه نوم د مینې اخیستل کلتور کې عیب دی داسې عیب زما او ستا وژلې مینه پلار و زوی که یو څه مینه کې ازاد دي د خور، لور يي سم صفا وژلې مینه د ملا روزګار بیا حورو سره عشق دی ده له پیله په دنیا وژلې مینه که خپسې د دود، مینه زوندۍ کړې مذهب هم لکه وبا وژلې مینه دلته دوه حریفان مینې سره جنګ دي دوی هم نن او هم پخوا وژلې مینه نه يی مینه، نه يي عشق په دنیا وکړ د «مرادزي» خو حیا وژلې مینه د ۲۰
(....غواړم)
ای الله!ستا په مینه عبادت کښې همت غواړم ستا د امین رسول محمد ص. محبت غواړم ستا د قرآن پښتو معنا صلات فجر وخت کې صحیح احادیث د نبي ص.په جماعت غواړم ادکۍ مور و پښو ته پریوځم عفو بخشش وغواړم د شهید پلار نیمګړي عُمُر ته زیارت غواړم کور او کهول کې خوشحالئ او لورَوءنې وي نور له کورودانې او اولاد سره الفت غواړم د ژوند ملګرې نه مې هر وخت مقابل احترام پر زوی او لوور لمسي لمسۍ ډیر شفقت غواړم له اقاربو او دوستانو نه صله ءِ رحمي له کلیوالو نړۍ والو انسانیت
په پردوکي
ساقي راکه جام ارغواني خمارپه ماته وم خمارمـي دېـرینه دی ځــکه تــالــره درځـم پــه مـیـخـانه کي دپـردوخـمارکله ماتیږي پـردی یـم پـه پــردوکـي ځـان لـه ګوښي یم ځای پردی ساقي پردی جام ئې هم پردی دلـتـه بــه زه څـنـګه خـمـار لــــه ســره وړم ارغـواني جامونه ګوره پلاس کي دساقي ځان ته ناست په آنـد کـي دجـانان مي یاد کوم آشـنــا ږغـون نشته پـردۍ سـنـدري اورم خرابات مي په زړه شوپه آندکي ئې ډوب سوم
باټې
هسې په جومات د حورو باټې دي نجونه مو تر حورو ښکلې زیاتې دي مه وایه ملا د خپلو نجونو بد نجونه د وطن خو پرې ذاتې دي هسې خلک ستایی د بل ځای مینه دا کوڅې له پیله خراباتې دي عشق چې غالب شي د هغې دنیا خلکو نه دنیا کارونه پاتې دي وایه«مرادزیه» څه تازه ولس ته نن ګوره زړې قصې مېراتې دي د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۱۳ مه سرلوڅ مرادزی
دین پلورنه
په قال الله قاله رسول اثبات ددروغوخپل کول داسي ملاځان ته په دوږخ کي ځای مندل که دین خـپل قدرت لپاره کي څوک وړاندي پلــورونـکي دي ددین په ارزانه ئې پلـورل دااوس مـوپه هـېواد کـي پخپل سترګو ولیده په ایاتواوحدیثوئې بداعمال خپل رنګه ول هــریــوه بــه خـپـل دروغ پـه آیات ثابته ول ریــا وه پـه دربـارکي مـلت په تـېر ایستل درښتیا میدان چي راغی سوې خبري هېري بېله زوره له پردوسره دوی هم وتښتېـدل
لښکری چې لا مچ هم نه لری
لښکری چې لا مچ هم نه لری لښکری نه لښکر لری اوًنه عسکر هسې ګونګوسی کې له ما تا اخلی نظر هرڅوک یې له غاړی رانیولی بې خبر مجهولې فضولې کیسې دی بې اثر لښکری هرچا نه ستره بلا جوړه کړی مهمه نه دی که هغه وی غدار کافر لاف زن او دروغجن دلته دی بې شمیره داخلک څه وایی! هره ورځ یوم البد تر لښکری بې لښکره دی څوک نه لری یوازې ناست دی په یوازیتوب وایی منتر لښکری خپله لمنه په خپله په سر راړوی ملا پریږده چې څه کوی دسیاست په هنر داهم کرکه لری شخوند وهی دبلچا
نوي کال او زاړه اندونه!
نوي کال او زاړه اندونه! زاڼې سره ملګرې شوې، کتار شوې او والوتې؛ د غږ په اورېدو او د کتار په لېدو يي احساس شوه چې سپرلی دی؛ کډوال مرغان چې د ژمي له کبله تللي ول په راتګ يي وښوده چې ژمی تېر دی؛ د کوچیانو ګلو او رمو هم په رغو کې د سپرلي زیری ورکړ؛ د هوا تغییر او د طبیعت سمسورتیا هم د بدلون خبره وکړه؛ وګړي هم له کورو او کلیو راووتل او د سپرلي د تازه هوا له فیضه برخمن شول؛ د کال شمېره واوښته او یو عدد نور هم پرې زیات شو؛ ایا د وګړو او ټولنو په ذهنیت کې هم نوی او تاز
فراموش نکنید!
فراموش نکنید! داکر بوړې عقدې لری ګډه وډه ګړیږی دلته ډیرې بیحسابه ګیلې لری هرچیرته راڅرګنده شی دهر کنډو شین ټاغې! ژبه وره ده ډېرې کږې وږې لری خبره دسیاسی مؤلفو کوی دانخر بازه ناوړه افسانې لری شرم او حیا لاړه هلته دلته شکریه خانه چې غټې او وړې کوی ټول نظام ته ګواښمنه ده بګیر ونمان وایی تاته ماته داچې په ضربا اوضربو ګفتمان او هر ډول حیلې کوی تولعنت دې په داهسې سیاست لوبې شی چې هرچاته شخصی کیسې کوی
نقاب
د سپوږمۍ نقاب، ورېځ ده د رڼا نقاب، تیاره ده د ریښتیا نقاب، درواغ دی د پوهې نقاب، جهل دی د مکر نقاب، اوښکې دي د نه کولو نقاب، فرصت ته انتظار دی د لټۍ او تمبلۍ نقاب، بخت او تقدیر دی د مسلمان د بدیو نقاب، شیطان دی د افغانانو د خپل منځي اختلاف نقاب، پردي دي د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۲ مه سرلوڅ مرادزی
د ټولنې هېنداره
د مارچ د ۸ مې په مناسبت: د ټولنې هېنداره که ښځه د کور په چاپیریال کې ایساره وي، داسې ټولنې ته ازاده نه شو ویلای. که په ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې، د ښځې مخه نېول شوي وي، هغه ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ ادعا نه شي کولای. که ټولنه د ښځې نیمايي نقش نه مني، د ټولنې نیمايي برخه فلج ده. د ښځې وضعیت، د ټولنې هېنداره ده! سرلوڅ مرادزی
دکور زمری دسارا ګیدړه!
لافی وهم په ګنګوسو سره مړ مې کړ ملت په فتنو سره شرم راته پاتې په پنډو سره تاریخ مې شوًککړ په رنګو سره چاته یې وایم په ګیلو سره ع او غ مې پاله په هوسو سره هلته قدرت وه له دبدو سره ۱۷ ډوله غوښه مې خوړه دلته له همدې ګڼو ګنګسو میلمنو سره! غیر ت لاړ عزت لاړ له توپانو سره عجب تاوده بحثونه له نغارو سره کلبی او مقصود له همدې غلو سره
اوښ ته رباب
په غوږونو سالم ښکاري خو کوڼا يی سترګې هسې غړوي خو نابینا يی افسانې که سرمایه د خپل ژوند بولي چې کمال او علم نه لري ګدا يي څه دې زده کړل د شیخانو مدرسه کې پېړۍ مخکې چې څه وې همغه بیا يی په جومات کې د ملا د تقریر لاپو محروم کړی نعمتونو له دنیا يی د خیالي میو نیشه کې سرګردانه په دنیا محروم له میو، بېنوا يي د جنت د باغ ګلانو په بوی مسته د وطن د باغ له ګلو بې پروا يي د غلمانو، حورو عشق کې لیونیه خپلو نجونو د ښایست ولې بدخوا يی د تغییر او له ب