مونږه پـریږدئ، چـــــې زده کـــــړو ســبقونه
معرفت په نور روښـــان کړو خــــــپل زړونه
چې په عـلم و پوهه جـــــوړ خپل مستقبل کړو
مونږ ته پرانــــــیزئ، د انــجونـــو مکــــتبونه
آ تر څـــوبه! په تـــیارو کښی مــــونږاوســیږو
مونږه پریږدئ ، چې روښــــان کړو مشعلونه
قیمتی وخــــت مــــــو د عــمر دی، تـــیریږي
مونږ له لاســه څـــخه وځــــــي ، فرصـــتونه
دي پر ځای چې په مونږ ټولي لارې بند کړئ
مونــږ ته راوړئ ،قلـــــمونه کــــــتابــــــــونه
حقیقت کښی زمــونږ ټـــــولو تمـــــــــه ،دا ده
چې روښــــانه کــــــړو په علم د زړه خـــونه
د مـــباح عـــلم له فیــــض او برکـــــــــــــــته(۱)
ټــول جـــهان کــړل مســـــخر کهکشـــــانونه
مونږه هـــره ورځ په ځمکه کښــي ښـــخیږو
د ســــبا ورځ ته مــــــــــو نشـــــــته، پلانونه
ګاونډۍ دی که انګــریزدی، که جــنګریز دی
دغه ټــــولو مونږ ته ایـــــښي دي دامــــــونه
د وحشــــت له مغـــارو نه مـــونږ یې ویـــنو
چې درګـــــرده رارســـــــیږي، فــرمـــانونه
چې د انجونو مکـتبونه ژر شـــئ بـند کړئ
زمـــونږ ومـنئ، فــرمانــــونه ، حکــــمونه
دا ویـــنا د دوي د لـــــوی عالي جـــناب ده
چې راوړي یې ملت ته ، لـــــوی غــــمونه
تکــــبر او د لــــــويي څخــــــــه ،راووځئ
مدنیت ته مو تیار کړئ ، خـــپل ځــــــانونه
د دي پـړه به عـــــــــمرونه وي پر تاســــو
چې مـــو مــړه کړله د عــــلم څــــــراغونه
د راتلونکی قضــاوت نه ځــــان بــهر کړئ
دلــــته کــــــیږدئ، په مدار هــم قـــدمـــونه
طالــــبان به زمــــونږ کـله هــوښــــیاریږي
چې احســـاس کـــړي د ملـــت واړه دردونه
چې جـــوهر د معـــرفــت ورســــره نه وي
اثر نه کا پــه چـــــــــا ډیر، نصــیحــــــتونه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
مباح
طالبان کله وایی چې د ښخو دپاره د تعلیم بندیدل په حدیث شریف کښي راغلي او کله وایي: چې په قرآن شریف کښي راغلي څیني بیا وایي :چې نه امامان داسي وایي او بیا په کښي یو بل مغاره نشین راپیدا شي چې نه علم یا تعلیم مباح دی .
دا دومره کلک دریځ چې دوی نیولی دا په وضاحت سره ښایي چې دا د دوي خپل طرز د فکر نه دی دا د بیګانه استخباراتو نه دستور دی چې دوی یې اخلي .
او د دوي عدم استقلالیت هم ښایي ، دوی د مذهب له لارې غواړي خپلو خبرو ته مشروعیت ورکړي . ځکه نو دوی امامان قرآن شریف او احادیث او دا رامینخ ته کوي ، ځکه دوي پو هیږي چې خلک د مذهب او دینې ارشادات په آسانه نه ردوي ،او که احیانأ رَد یې هم کړي نو بیا د کفر ټاپې تیارې د دوي په جیبونو کښيی شته.
او دا کار د خپلو خبرو د مشروعیت له پاره هم کوي ،د دوي کلک او وچ او بی مفهومه دریځ د دوي وابستګي د بیګانه و استخباراتو سره ښایي او هغه ملکونه چې دوی ته دستور ورکوي د هغوي مخونه په دي آئینه کښي ښکاري .
او له بله طرفه خلک هم نا هیلي کوي ، او دوي خپل اعتبار هم له لاسه ورکوي ،
ځکه په دي موده کښي چې د انجونو مکتبونه طالبانو له خوا تړل شوي د دنیا د هر ګوټ نه پر دوي غږونه وشول .چې د انجونو مکتبونه پرانیزئ او د دوي دا عمل خلکو وغانده خو دوي په اصطلاح خپل غوږ و نه ګراوه ،په نړۍ کښي ټولو بشر دوستانو او د انجونو د تعلیم ،کار او د بیان د آزادۍ طرفدارانو له هر ګوټ څخه وار په واره پر دوي (طالبانو) نیوکې وکړې .او دوي دا عمل یې ( د انجونو د مکتبونو بندیدل) یې وغاندل . د دومره شدید اعتراضاتو با وجود طالبانو هیڅ راز نرمش غوره نه کړ . چې په دي کښی یې هم ډیر شکونه یې د ځان په وړاندی وزیږول خلک تر اوسه نه پوهیږي چې طالبانو مکتبونه د څه له پاره تړلي ، ځکه کله دوي حجاب بهانه کړي کله نصاب تعلیمی بهانه کړي ،کله مذهب بهانه کړي .افغانان خو لا پریږده د نړۍ داسي ملک به نه وي چې افغانان په کښي نه وي ، نو افغانانو هم ټولو د دوي دا عمل وغانده ،
په دي موده کښي چې طالبانو د انجونو مکتبونه تړلي زمونږ قدرمنو لیکوالانو شاعرانو ادیبانو سیاستمدارانو، د دین عالمانو، ټولو په تمام افغانی نشراتو او خپرونو کښي پر دوي شدیدأ نیوکي کړي دي . او تر اوسه لا هم دا نیوکي او لیکني جریان لري .یاني داسي یوه خپرونه به نه وي چې دوي په کښي په دي مورد کښي مطالب نه وي وړاندی کړي .ډا ټول دي ښاد او آباد اوسي ،
په فیسبوکونو کښي کښی خو یو انقلاب روان دی ، چې څومره نیوکي پر دوی کیږي ،حیرت انګیزه دي د دوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید دا نشرات او خپرونې بی اهمیته و نه ګڼي باید دا د چارواکو درنو غوږونو ته ورسوي
چې خپاره شوي مطالب او نشر شوي مطالب يې زما د خپرو ثبوت دی.
یواځي ما(سید عبید الله نادر)څو واره آو ډیر ډیر ځله په خپلو دوه فیسبوکې آدرسونو کښي می ډیر پسټونه شریک کړي .او هم مي په ډیرو ګروپونو کښي چې په کښي په کښي ما آزادانه لاس رسۍ درلوده او ځینې یې زما خپل ول ما د انجونو د مکتبونو د پرانستلو په پار پر طالبانو غږوږنه کړي .أکه د معرفت په رڼا کې) ګروپ کښي علم تعلیم او تربیه او زړه خبری) په ګروپونوکښي ( اشعار نغز از همه شاعران فارسی وپشتو در هر مورد) په ګروپ کې او همدا رنګه په لسو زیاتو نورو پانو کښي می شریک کړي ، په ګروپ کښی
او د لسو نه زیاتو خپرونو کښي می مضامین خپاره شوي ، چې همدا افغان جرمن آنلاین یې هم یوه بهتره نمونه ده . چې ټول هغه مطالب ثبت دي چې د انجونو د مکتبونو د پرانیستلو په پار لیکل شوي دي.او د انجونو د تعلیم په برخه کښي یا نیغ په نیغه او یا غیر مستقیم په خپل مطالبو کښي می راوړي چې نمونې یې په ټولو خپرونو کښی ثبت دي .
د دي مضمون او شعر په خپریدو په بهانه یو وار پیا پر طالبانو غږ کوم چې د انجونو مکتبونه پرانیزي ، او ښځو ته د کار او د بیان د آزادۍ حق ورکړي ،او سپین ږیرو ته د تقاعد حق ورکړي .او ځانونه دي نور، تر دي زیاته دنیا ته نه شرموي .