که ستاسې یاد شي، تیر کال ۲۰۲۴ د سیپټمبر په میاشت کې د سویډن لومړۍ مرستیالې وزیرې ایبا بوش په یو خبري کنفرانس کې مسلمانانو ته نېغ په نېغه جدي او پاروونکې خبرې وکړې چې نړۍ او اسلامي هیوادونه یې حیران کړل؛ نوموړې مسلمانانو ته په خطاب کې وویل که زموږ له ارزښتونو سره ځان نه برابروئ، له هیواده ووځئ. هغې په خپلو خبرو کې وویل: اسلام باید د سویډن له ارزښتونو سره ځان عیار کړي، هغه مسلمانان چې زموږ د ټولنې برخه نه ګرځي او زموږ مذهبي ارزښتونو او دودونو ته سر نه ږدي او دلته ناموسي وژنې کوي، سر پري کوي، ښځې سنګساروي او زموږ په هیواد کې شرعي قانون پلی کوی، د هغوی لپاره په سویډن کې هیڅ ځای نه شته.
دا نه یوازې د ایبا بوش څرګندونې دي، بلکې د لویدیځ سیاستوالو لخوا دا ډول کرکجنې څرګندونې وخت په وخت د رسنیو د سر ټکي ګرځيدلي دي. که نړیوالې رسنۍ وڅارو، اسلام او مسلمان په کې د یو ترهګر، ویجاړۍ، افراطیت، تاوتریخوالي، کرکې او نفرت سره مل ملت او مذهب یاد شوی او یادیږي. له بده مرغه په لویدیځ کې د رسنيو دا ډول پوښښ د خلکو پر وړاندې اسلام د سولې، مینې، عدالت او معنوي اخلاقو دین نه بلکې د یو لوی تهدید او خطر په توګه معرفی شوی دی.
غیر اسلامي هیوادونه او د غرب په نشو مست خلک دا نه شي زغملې چې مسلمانان دی په ځایي هیواد کې خپلواک او د خپل شرعي قانون تر چتر لاندې ژوند وکړي، هغوی او رسنۍ یې داسې تصویر خپروي چې ګواکې مسلمانان غواړي په غرب کې خپل شرعي قوانین پلي کړي چې دا د دوی د سیکولر نظام او ارزښتونو سره په ټکر کې ده. دوی مسلمانان په غیر مستقیم ډول شکنجه کوي او هڅه کوي چې اسلامي او شرعي اوامرو باندې عمل ونه کړي. د مثال په توګه د سویډن صدراعظمې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ داسې اندیښنې له رسنیو سره شریکې کړی چې په سویډن کې داسې مسلمانان پیدا شوي دي چې غواړي دلته خپل شرعي قانون پلی کړي. د نوموړې په وینا؛ دا د سویډن د ارزښتونو سره په ټکر کې ده.
همدارنګه په ۲۰۱۷م کال کې د امریکا ولسمشر ټرمب د مسلمانانو څخه د ویرې په خاطر امریکا ته د مسلمانانو په تګ محدودیتونه ولګول. هغه ویلې و چې تر هغې به مسلمانان امریکا ته د داخلیدو اجازه ونه لري چې تر څو موږ معلومه نه کړو چې څه روان دي؟ د دې تر څنګ په ۲۰۲۰م کال کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د یو ښوونکي د وژنې وروسته په یو خبري کنفرانس کې وویل چې اسلام نور د نړۍ په کچه له بحران سره مخ دی. له هغه وروسته په فرانسه کې د اسلام او مسلمان ضد ځینې کاریکاتورونه خپاره شول چې هدف یې د اسلام او مسلمان بدنامي وه.
ویکټر اوربان چې د هنګري هیواد صدراعظم دی په ښکاره ډول رسنیو ته وویل چې زه نه غواړم دلته د اسلامي هیوادونو مهاجر راشي، هغه وویلې و چې اسلام زموږ د دودونو او ارزښتونو سره مطابقت نه لري او غواړي چې مسیحي اروپا وساتي، د دې هر څه لپاره باید هنګري ته د مسلمانانو په راتګ بندیز ولګیږي.
څو کاله وړاندې په هالنډ کې پارلماني ټاکنې ترسره شوی، د کمپاین په جریان کې د هالنډ پارلمان مشر ګیرت ویلدرز د اسلام او قران په هکله بشپړې ضد او نقیصی څرګندونې وکړی، هغه قران ته د یو فاشیستي کتاب خطاب وکړ او وی ویل چې اسلام د سولې دین نه بلکې د مرګ او وژنې دین دی. د نوموړي په همکارۍ په هالنډ کې د اسلام او مسلمان ضد تبلیغاتي فیلمونه جوړ شوي دي او تر ډیره یې په هالنډ کې د مسجیدونو شتون هم محدود کړی دی.
دی ته ورته نورو غربي او غیر مسلمان هیوادونو د اسلام مبارک دین په هکله عجیبه او حیرانوونکي څرګندونې کړي دي چې اسلام یې د دوی او د دوی د ټولنې د ارزښتونو سره په ټکر کې یاد کړی دی. خو دا ویره حقیقت نه لري، ځکه چې غربیان او اسلام ضد یهودي او عیسوي څیرې چې له اسلام کرکه لري، اسلام، مسلمان او قران په تمامه مانا مطالعه کوي، په حقیقت یې ځان پوهوي او د ډیر ضد له امله په حقیقتونو سترګې پټوي او په ضد یې تبلیغ هم کوي.
ایډوارډ سیډ یو مشهور لیکوال په خپل (Covering Islam) کتاب کې وایې چې لویدیځې رسنۍ اسلام داسې انځوروي چې دا یو د تاوتریخوالي، شاتګ، مرګ او وژنې او د پرمختګ ضد دین دی. خو حقیقت داسې نه دی. اسلام د مینې، ورورولۍ، انسانیت، د علم او تربیي او په ټوله کې د پرمختګ دین دی. یو بل لیکوال جان ایسپوسیتیو چې د جارج ټاون پوهنتون استادی دی وایی چې اسلام د سولې، عدالت او د ټولنیز نظم د رامنځته کولو دین دی، خو غربي سیاست د خپلو سیاسي او مذهبي اجینډاوو له امله د اسلام حقیقي انځور تحریفوي. په ټوله کې غرب میتشي په دې ویره کې دي چې اسلام به له دوی ازادي واخلي او ارزښتونه به یې له منځه لاړ شي. خو حقیقت بل څه دی. اسلام نر او ښځې ته د جنس او مسؤلیت ته په کتو ازادي او ځانګړې مقام ورکړې دی.
اسلام مسلمانې ښځې ته د حدودو په نظر کې نیولو سره د پردې، عفت او د حقوقو تر چتر لاندې یو متوازن او له عدل څخه ډک ازاد ژوند ورکړې دی. په غرب کې چې ښځو ته کومه ازادي ورکړل شوی ده، دا حقیقي ازادي نه بلکې د بازار د توکو او د یو ازاد حیوان په څیر ازادي ورکړل شوی ده. ډیری غربي پوهان او لیکوالان وایی چې غرب ځکه د اسلام او مسلمان څخه ویره لري چې اسلام یو پیاوړی عقیده، ټولنیز نظم او اخلاقي ارزښتونو ته ژمن دین دی چې دا په تمامه مانا د لویدیځ سیکولر ژوند له اصولو سره په ټکر کې دی. د لویدیځ په ډيرې هیوادونو کې خلک په دی ویره کې دي، که چیرې اسلام پرمختګ وکړي او مسلمانان ډیر شي، نو د دوی دودیز ژوند، ارزښتونه او ازاد قانوني سیستم به یې بدل شي.
په پای کې باید ووایو چې اسلام د مینې، رحمت، یووالي او د ټولنیز نظم او تربيي دین دی. هغه دین چې نه یوازې فردي ژوند او ازادی ته ژمن دی، بلکې د ټولنې عدالت، نظم او تعادل هم رامنځته کوي. دا ټول ارزښتونه د غرب له سیکولر نظام سره په تضاد کې دي، ځکه خو ویره لري چې اسلام به یې بې محاره ازادي او ټولنه کنټرول کړي، حال دا چې اسلام انسان ته د روح او فطرت ازادي ورکړې، نه د غلام په توګه د انسان کنټرول!