شعرونه


څړیکه

هره ساه مې زړه نه راچارپېره شې

04.08.2013 – wadan

دتیارې اونور ګرداو

 

26.07.2013 – wadan

ورک غمی

 

12.07.2013 – wadan

اور ، شپه او مساپر

لامې په ذهن کې بلیږې داسې

06.07.2013 – wadan

مورته سرود

مورې روان یمه ،دعا غواړمه

08.05.2013 – wadan

دګوشتې اتل ته !

قاسم پرزمکه پښه ووهله غر په لړزا شو ، کمر ورغړیده ګوشتې دخپل بچي غیرت ته غلي وموسلې هلته په تېښته کې له تورې ملانه لنُګ وښوېید شرم یې جوړ کړ په کوز کونړ کې یوې پېغ

04.05.2013 – wadan

ستا ترکلیزې یوه اونۍ وروسته/ دلېوال نوی شعر

  نن شپه مې رګ  رګ کې یو اور غځیږي لکه ستاسترګو ته چې نیغ درګورم دسندرغاړې خوږ نظر زما په سترګو خښ دی دنیم تیاره او نیم رڼا څراغ تر چتر لاندې دیوغزل له ترنم سره هوا ته وځم دهارمونیې له ستوني ستا دنیم کښو نظر ښکلا اورمه دګیتار تار مې لکه ستا موسکا            &

13.04.2013 – wadan

تشه ، دلېوال نوی شعر

  دروازه وټکېده ، زه مې دمور کوټې ته ورغلم چې ویې پوښتم : مورې څادر مې چیرې ... تشې کوټې په مخ څپېړه راکړه او چې کتل مې بهر بیا څه خپلوان وو دمورکۍ په فاتحه راغلي .

11.02.2013 – wadan

ستا دکرکې په شیبوکې ، دلېوال یونوی شعر

  او راځه اوس درنه پوښتنه کوم کلونه وروسته                             دبې رنګه ژوند په دې شیبو کې   بالاحصار او دزاړه ښار هاغه ستوغه لاره دشهدا دهدیرې قبرونه هغ

24.01.2013 – wadan

تودوخه / دلېوال یو نوی شعر

  غم مې، لکه ماښام کې دوابوپرمخ دیوې یوازې پاتې شوې هیلۍسپین سیوری چې له څپو سره دتللې رڼا                                           اوراروانې تیارې  رنګ ته ځ

02.01.2013 – wadan

بیرغ او ډیوه

  دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه   ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې   دملالې لاس نه لویږي کتابونه له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه   دملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې

09.10.2012 – wadan

واټ، دلېوال یونوی شعر

  پر سپین ګردي ډبرین مېز باندې قهوه او خواږه څپې څپې دیو آرام ترنم او تر هندارې بهر                      دیوه لوی ښار ، یوه خوځنده زوږمنه کوڅه دواټ پرڅنډه یو بوډا دساړه باد څڼو ته ګوري او ګیتار غږوي منی راګډ دی سرې او ژیړې پاڼې اوري پرواټ <

07.10.2012 – wadan

شمعه او شیشه ، دلېوال یونوی غزل

  ستورو ته مې رازوایمه ، بام سره خبرې کړم ستاسترګې چې نه وینم ،نو جام سره خبرې کړم   شپه ده او سپوږمۍ ده ، زه یوازې او یوازې یم شمعه اوشیشه لرم ، خیام سره خبرې کړم   دی راته ستا سترګې او ستاسترګې ملامتې کړي زه چې مې دزړه له هرناکام سره خبرې کړم  

04.09.2012 – wadan

ورکې سترګې

  له ډیرې تندې مې ستومانه بدن  څړیکې  وهي او له پڼو نه مې دوینو څاڅکي کرښه کرښه دبیابان په وروستنیو شګو لیکي دمزله سندره دادی دښار پر دروازه ولاړ یم داسې څوک شته ؟  چې مې خړوب کړي،  چې یویخ  جام راکړي دسترګو دموسکا له چینو؟ هه ! څومره بېځایه تمه  

01.09.2012 – wadan

دلېوال درې لنډ شعرونه

  برزخ   ستادیادونو                     او  هېرولو ترمنځ په برزخ کې   ژوند داسې دی ، لکه یوه وچه پاڼه چې له څانګې راپریوځي           &

27.05.2012 – wadan

بیټ نیکه

  ټک ، ټک ، ټک ستومانه غږ دبیټ نیکه دماتې شوې امسا، له سوې زمکې دلوګیوتورماران پاڅیږي لمر ،دودغړن، لکه له سرو سکروټو وتې سکه باد په خوني سترګو راغلی ، هدیره کې ګډ دی باد وږی، تږی د کوم سوي وربل وږم بوړبوکۍ ته سپاري اودیوازې اوراخیستې  ونې تورې څانګې ، لاخړ اسمان ته په دعا پورته دي

06.03.2012 – wadan

له تانه بېرته تاته ! دلېوال یو نوی شعر

    له غمه ستړی یمه ستړی یمه ستا له غمه له درده مرمه ، زخم تا راکړی وګرځم وګرځم  همدلته راشم له غم او درده بېرته تاته ژاړم زما دژوند دغه غمجنه کړۍ له تاراپیل شي راوڅرخي ،                 &nb

12.02.2012 – wadan

بد / دلېوال یو نوی شعر

  درد ،   مستي او غم زما دشپې ملګري بېګاه مې تا پسې ژړل،                                     چې مې له سترګو څاڅکي څاڅکي شراب وڅڅېدل زه (( بد)) یم څومره مې وژړل چې وپو

13.12.2011 – wadan

هاغې تللې ته سرود/ دلېوال یوه نوې مثنوي

  یوه ورځ  وه ،موږه دواړه په سفر باندې روان شو زه او ته غــــــــاړه په غاړه په سفر باندې روان شو   یوه ورځ وه ، ما ژړلې سر مې ستا پر ولي کېښود ستا په سترګو کې چې ورک شوم  داجهان مې واړه پرېښود   یوه ورځ ته شاه میرمن وې ، زه یوازې ستا پاچا وم پاچانه وم ستا بندي وم، بدو سترګ

09.11.2011 – wadan

مرکه / دلېوال نوی شعر

 که څوک زما له زړه نه وپوښتي چې، دهغه چا هېرول ، څومره سخت دي؟ چې دې ټول عمر  دهغې پښو ته دعشق ګلونه ایښي . نو به دا زړه ورته دګل په څېره وغوړیږي او په خندا به ورته ووايي:                             &

30.10.2011 – wadan

غزلګی ، دلېوال نوی غزل

  غزلګی   چې خپه کیږي ښکلي ، ښه پوهیږم څنګه پخلا شي ؟ په دې نه پوهیږم   ظاهره څومره خوږې ښکاري شونډې څومره ترخه دي پکې، زه پوهیږم   څه مې پوښتې چې مې زړګی څنګه دی؟ دی خو له  تاسره ،زه څه پوهیږم  

05.10.2011 – wadan

دغه بې غمه خلک .../ دلېوال یو نوی شعر

    باد له کړکۍ سره                          راوڅرخید                                    &

04.10.2011 – wadan

ډبرې

  زه  تر (( سنګ نوشتې ))                                   لږ  ورپورته زیږیدلی یم او خاپوړې مې د تاوخانې پر تودو ډبرو کړې دي الفبې مې  د سپینې بکرې  په رنګ &nbsp

10.09.2011 – wadan

(ګلغوټۍ )دعبدالغفور لېوال یو نوی شعر

  ګلغوټۍ   اې خلکو ! څاه ګانې مو له اوبو غواګانې مو له شیدو اوزړونه مو له پېرزو ډک اوسه ! مېچنې مو تل ګرځنده جوالونه مو په غنمو درانه او دباغو هوا مو                  

24.07.2011 – wadan

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more