شعرونه
غزل
تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګه عادت نه و ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې، ويلې پرېوتم مـــا باندې راغــلى کـــله داســـې يـــو حــالت
غزل/ حکمت سروش
څنــګه دې جـــانانـــه نن په زړۀ شومه هيڅ نه وم پخوا خو اوس هرڅۀ شومه ورځ کـــې لېـــونى شمه په خوب پسې داســې شپـــه رانغله چې ويـدۀ شومه زه دلـــته د چـــا د قــدم خــاورې شوم زۀ دلـــته لــه ډېــرو خــلکو ښۀ شومه جنـــګ دى دراهـــب او د مـــلا روان ولـــې قـــربـــانــي پــکې دا زۀ شومه بـــيا پــه يـــوه نــوي غـــزل سـوچ کوم بيـــا راړنګ د خيال په زنګانۀ شومه
ماته (عزت الله اميد)
ماته زما د ژوند د تاريكيو داستانله هغه وخته را پيل شوى ياره!چې كله له خپل درباره څخه و ايستمهاو داسې تا د يو ذرې په ډولد كايناتو له مداره څخه و ايستمه نور د ژوندون د خوند او رنګ دغه جذبه جانانه!له ما نه هېره شوله چې ژوندون څه دى؟رنګينۍ د ژوندون څه ته وايي؟اوس د بې خونده او بې رنګه ژوندونپه تور تاريك محل كې ژوند تېروماو د زړګي د هرې هيلې پر سرپه ناترسۍ سره قدم ايږدمه او ختموم يې د اب
مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه
د هغه سرو سترګو سنګر ته مه ځه مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه يو خوا ګلاب دى بل خوا شونډې د يارد اور او اور په منځ كې شر ته مه ځه زړه! د بڼو په تار كې پېري زړونهد ستم سترګو، سترګو در ته مه ځه د هغه سترګو پاياو نه دى مالومزړه به دې ډوب شي سمندر ته مه ځه ډېر زورور دي جادوګر د حسند ښاپېرو كلي ته چرته مه ځه زړه به سور راوړې د بڼو په غشوسياله په زركو پسې غر ته مه ځه
غزل (پروفيسر رحمت الله درد)
ناست وي په محفل كې خو تنها لګيپته د مين سړي صفا لګيزه چې د بل چا ښكلي تعريف وكړمخداى خبر چې ولې بد په تا لګيناز او په ستم كې فرق اسان نه دىښكلي موږ ته ځكه بې وفا لګيزه يې د خوشال غوندې په جار وايمخلكو ګنې ښكلي د هر چا لګيوې ليدم موسكۍ شوه ورو يې وويلدرد به مي په ټنډه خامخا لګي
د محبوب الله محبوب ښكلى غزل
تېره په دې کار کې تر فلکه شوې دومره چې په زړه باندې ته کلکه شوېڅومره په خواريو مې پيدا کړلې څومره په اسانه رانه ورکه شوېاوس به دې نازونه زه ضرور منم اوس چې په همزولو کې ملکه شوېاوښکې مې رڼې که ترشبنم شولېته هم له ګلپاڼې نه نازکه شوېځای دې دمحبوب به زړه کې ونيوهراغلې دسندرو ښاپېرکه شوې
غزل (حكمت سروش)
ښكار د يوه ښكلي په يو دام شومهبيا لكه چې لاړمه ناكام شومهڅومره چې د عشق په اوركې پوخ شومه هومره مې د عقل له خوا خام شومه ښه دى چې په تاسو كې ښه نه يمه ښه شوه چې په تاسو كې بدنام شومه بيا نو د دې ژوند كولو څه مطلبنه چې د لوګي او نه د جام شومهدومره وم چې غم د جانان وخوړمنور نو پاته نه يمه تمام شومه
سندره (رحمت شاسايل)
باران ووريږه، په شېبو ووريږهما مې كوژدنې له د للمې دهقاني كړې ده زما د زړه لپاره، ودرېږده مه بارانهودريږه مه بارانه، زما د زړه لپارهد كال د سره مې د خداى په در زاري كړې ده زه هم زړګى لرمه، دا زلمى شوى زړګىد حسرتونو په اور، كې سوى لوى زړګىما هم د د دغه زړه د مينې جواري كړې ده زه هم د چا د سترګو، جنت ليدل غواړمهزه هم د چا په نظر، ځواني شيندل غواړمهما په غربت كې د الفت په سر خاني كړې ده زه د سايل د سند
يو ډېر ښكلى غزل
ستا بې وفايي به را ته ياده ويخپله بې وسي به را ته ياده ويشيخه د ثواب او د ګنا كيسه ډېره سرسري به را ته ياده ويكومه چې مې ستا په نامه كړې ده هغه شاعري به را ته ياده ويسر كه مې د مرګ په كمر ولګيستړې زندګي به راته ياده ويخپله فقيري به را نه هېره شيستا عزيز خاني به راته ياده وي
د ننګيالي پښتون ترانه
دا وطن او دا اولس دلبر زما جانان زمازۀ د قام زلمى يم او د دوى خدمت ايمان زما زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ د قام زلمى يم، د قام مټې يم، لاسونه يمزۀ د قام په سترګو کښې رڼا يم، نظرونه يمزۀ يم اميدونه د قام، زۀ د قام خوبونه يم زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ د حق په مرسته کښې هر چا نه زَړَوَر يمهزۀ د قام د ټولو کشالو ځنې خبر يمهزۀ د هر بې وسه د سر سيورى يم، څادر يمه زۀ يم ننګيالى پښتون زۀ به د تيارې تيارې اولس ذهن روښانه کړمز
انارګل، حکمت سروش
انار ګل نه خاندي اوساوس يې له سره وجوده مينه ښكلا نه ورېږياوس د پخوا په شانې موږ ته په خندا نه ګوريځكه له موږ څخه اوس ډېر خپه دى دې ته حيران دى چې دا ولې د دې سيمې خلك دا څو كلونه كېږي زما راتګ نه په سندرو نه خوښيو لمانځيبس چې زه وغوړېږم د ښه راغلي خاطر مې داسې وكړيچې د خپل ورور په وينو زما وجود ووينځي ١٣٨٣ کندهار
غزل، عزت الله اميد
موږ چې له چا سره ياري كړې دهبس دا مو هسې يو خواري كړې دهد ژوند له سترو ننګونو وروستهبيا مو هم وچه بې لاري كړې دهدرد يې هوا غوندې بلا راوړىزما سره ژوند داسې ځواني کړې دهنور لېوني يو، خو يو تا پېژنوجانانه دا مو هوښياري كړې دهموږ خو د مينې د مذهب خلك يوتل مو رنګينه شاعري كړې ده
غزل، امجد شهزاد
ستا هره خندا کنهوژني مې اشنا کنهستا د لېونۍ مينېنشته انتها کنهشپه ډېره اوږده شوله خداې دې کړي رڼا کنهټوکې نه دي عشق کولژاړي په ژړا کنهګرانې د ژوند لارې ديسا دې شي بې سا کنهبيا دې غلي وخندلبيا دې وکړه غلا کنهبيا به نوى لوظ کړېبيا به وې
غزل (حکمت سروش)
بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كي يمه له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كي يمه نن مي د ميني تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم نن هېرومه چي په كور د پښتانه كي يمه درد عجيبه دى درد خو ستا په بېلتانه كي راځي څنګه بې درده شم تل ستا په بېلتانه كي يمه اوس مي لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاىښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كي يمه اوس راسره يې خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې سروش خوشال يم ډېر او ډ
غزل (حكمت سروش)
شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازې يمهبيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازې يمهنن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندې وينن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازې يمهبيا مې زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونهتياره كې بله دا ډېوه ده، بيا يوازې يمهاوس د دې لوى ښار، په دې شور كې ياد د كلي راځينن مې په زړه كې بيا هغه ده، بيا يوزاې يمهاغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزلسروشه څومره فاصله ده، بيا يوازې يمه
غزل، خاطره اسحاقزۍ
نور به داسې څه غواړي، مينه غواړي زړه غواړيستا لېونۍ ستا په نوم خپل ژوند تېرېده غواړيڅومره چې ډاډ وركم زه، صبر نه شي يو ګړىزړه مې ستا په سترګو كې سم دم ډوبيده غواړيجوړ به شي ښايسته به شي، سم ګلاب ګلاب به شيزما د زړګي وران كلى، ستا يو ځل كاته غواړيدار دې وي جلاد دي وي، اور كې زندګى دې ويستا دې پكښې وې ديدن، نور به سړى څه غواړيتا غواړي بس تا غواړي، بېله تا ژوند خاوري شه دا خاطره مرګ غواړي، ژوند جانانه نه غواړي
ستا تصوير
ښكلې جانانه زه د دې لپاره او بس د دې لپاره چې ياره ستا د بېلتانه غمونه هغه د درد په څېر ترخه غمونه بس د يو څو لږو شېبو لپاره يو څه لږ هېر غوندي كړم نو د همدې لپاره جانانه بنګ څكومه خو ها لوګى ناځوانه هغه د بنګو لوګىچې په هوا كې تاو راتاو غوندې شي نو ستا تصوير جوړ كړياو ماته وير جوړ كړي۲۹/ ۱۲/ ۱۳۸۱ &
غزل (حكمت سروش)
خاورې وزېږوي ګلخو انسان وژني يو بلانتظار ديو سړيڅومره ژر كړمه پاګلطبيب هسې وي لګيابس يو ته زما درملراوړه لږ د غيږې اورسړو مړ كړم د كابلهر هوښيار يې شي خلافهر پاګل د سروش مل
غزل (حكمت سروش)
اخته د مينې په لوى شر كړي جانان سړى پاګل په يو نظر كړي جانانكله خپه شي كله موسك شي راته كله مې خاورې كله زر كړي جانانزما په مينه پورې څومره خانديما سره دا ظلم اكثر كړي جانانڅوك به يې پوى كړي په سندرو زما څوك به زما په حال خبر كړي جانانپټ په ژړا شي، اوښكې ژر وچې كړيسروش چې ياد هر مازيګر كړي جانان
د احسان الله جرس دوه غزل
غزلښكلې ده دنيا مګر بې تا زندګي سخته ده دلته ګڼه ګوڼه كې تنها زندګي سخته ده برګ اسمان په قهر دى پر مځكه هيڅوك نه لروسخته ده جانانه په ولا زندګي سخته ده نه لرم طاقت د وصل، نه منم بېلتون د يارهر لورته چې وي ګرانه زما زندګي سخته ده دامنم د لمر له راختو سره به ته راشېدا خو هم منه چې تر سبا زندګي سخته ده دلته ايينې د كاڼو پښو كې دي ذرې ذرېدې ښار كې زما ښكلې اشنا زندګي سخته ده ګرانې! كه جرس در څخه لرې شو يوازې شوې
دوه شعرونه (حكمت سروش، احسان الله درمل)
يادونه: د تيرې پنج شنبې په شپه مې خپل نوى شعر په مسيج كې خپل ګران ملګري احسان الله درمل ته ولېږه، چې سمدستې يې پر هماغه قافيه او رديف څلور ښكلي بيتونه راولېږل، بېتوته يې دومره ښكلي ليكلي وو چې زه يې پر خپل شعر پښېمانه كړم.سروشدواړه شعرونه ستاسو په وړاندې دي: خداى خبر په څه اكثرژاړم هره شپه اكثرزه او زما تياره كوټه دواړه يو خپه اكثروايم نور به ساتم زړه ولې شم دوكه اكثردې كابل كې څه چل دى؟يم لكه نشه اكثرځار شم يار راوړي راته
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه
پښتون يمهخوښ د پښتونخواه په ميږتون يمه ............................پښتون يمه خاورې به مې م وايي چې پښتون يمه ..........................پښتون يمه ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې .....................زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه ...............پښتون يمه سود مې په بل نه شي خپله يو بڅری خاوره هم ...................زه ګوره په دې هکله قارون يمه ................پښتون يمه مړ به يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي .................. زه
د دروېش دراني نوى غزل
هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شيبس له لرې ورته وګوري روان شيدا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شيزړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړچې رقيب شړې نو هم زما ارمان شيپه وړه خوله چې كوې لويه خبره دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شيد دروېش خاورې وجود به هم سره زر شيكه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شي
نوى غزل (حكمت سروش)
بيا د چا لار كې ناست يم چا ته انتظار يمه زهڅومره مصروف مې دى جانان څومره وزګار يمه زهچېرته چې ګل د ژوندانه د مرګ په پښو كې پروت ويد هاغه كلي ده هغه د هاغه ښار يمه زه اوس به د عشق او غريبۍ پيټي كړم څنګه پورته؟ملا مې ده ماته دخپل ژوند د اوږو بار يمه زه دلته د د ډېرو ښكلو، خاورې د قدم يمه زهدلته د ډېرو، د نازكو غاړو هار يمه زهما لېونى همداسې پرېږدى بېخودۍ كې ښه يم له ځانه وډار شم چې كومه ورځ هوښيار يمه زه