درېيمه برخه:

لا خو مقابل دى پاکستان له لوى افت سره

پاتې شته يو جنګ د فرنګي له ذهنيت سره

اوس مونږه اشنا يو د صحيح جمهوريت سره

نشته مساوات د حيواني انسانيت سره

مونږ مسلمانان يو فضيلت په ښه عمل ګڼو

مونږه مومنان يو سعادت په ښه عمل ګڼو

 

زه او رسا دواړه وو لارۍ کې په بد حال سره

مونږ نه و سر شوي د درينجکو د جنجال سره

ورغلو ډکې لره د ورځې د زوال سره

هلته ملاقي شو د ښاغلي سيد کمال سره

څه به درته وايم د ډکې د سرحددار ځنې

څه به درته وايم د دې هسې نېکوکار ځنې

 

هېڅ په تواضع کې يې زمونږ کمي ونه کړله

ده چې زمونږ وکړه تواضع نو چا به څه کړله

هم يې په پسته پسته شيرينه غوندې خوله کړله

دا خو ابتدا وه په کابل يې انتها وشوه

داسې تواضع لکه زمونږ شوې د چا وشوه

 

مونږه تېرېدلو د صحرا بيابانونو نه

هم مونږ د مارکو د ګټو ډکو دامانونو نه

هم د شفوى پټو او د ولو او باغونو نه

وخت د مازيګر وشو داخل جلال اباد کې مونږ

هلته شو الفت سره واصل جلال اباد کې مونږ

 

مونږه ګل باچا غوندې ښاغلى خوش خصلت وليد

اسم مسمىٰ و، چې بشر مو د الفت وليد

مونږ په دې سيد کې د اخلاقو ښه رفعت وليد

ګويا چې حاصل مو د سفر او سياحت وليد

دغه دى مدير د ''اتحاد مشرقي'' اخبار

راغى هرکلي ته لکه وي متبسم بهار

 

نور هم څه ښاغلي استقبال وته راغلي وو

څه به درته وايم په اخلاقو کې غښتلي وو

ټول په تواضع کې يو تربله مخکې تللي وو

دوى پرانستې غېږ لکه ګلونه غوړيدلي وو

څه معانقه وه، و وصال د زړه له زړه سره

تار يې سره يو و په غږ به درزېده سره

 

 چاى مو چې نوش کړلې کلفت د سفر کم شولو

 نوى په بدن کې راپيدا زمونږه دم شولو

سترګو ليدل وکړه چار چاپېره فکر سم شولو

مخکې لاره ډېره وه، پيده د سفر غم شولو

راکه يو تصنيف راته الفت مطالعې لره

مونږ ته سروبي ته رسېدل پراته و شپې لره

 

 وختوو لارۍ ته بيا درينجکې شوې، ګردونه شو

پس له لږ ساعته وران زما او رسا زړونه شو

جوړ په دې لارۍ کې يو تربله ښه بحثونه شو

جوړ په هر يو سيټ کې د لارۍ جدا ذکرونه شو

ګپ له پېښوره د خليق(١)، انور الحق(٢) سره

دومره و، چې ولې ککرۍ يې نه شوې شق سره

 

لار د دوه ګنتو به وي الفت هسې ويلي وو

رسئ سروبي ته به دا مونږ ترې اورېدلي وو

مونږ په دغه لار پخوا د دې نه څه راغلي وو

بس خو انتظۤار د سروبي واړه ځپلي وو

لار د درونټې د پل په حقله څه خبرې شوې

وړانګې د نمر لاړې د افق نه مسافرې شوې

 

زړونو لره کله انتظار کې قرارى راځي

لا شي منزل لېرې که نږدې ورته سړى راځي

زړه چې شي ډېر تنګ د اميدونو رڼوزى راځي

دا دى رانږدې شو بس خو اوس به سروبى راځي

راغلو لس بجې وې، چې ملګرو مو ګېنټې کتې

ما او رسا وړاندې د هرڅه نه بسترې کتې

 

 کېناستو په مېز خو څه زمونږه خوراکونه وو

خولې مو خوزېدې په زنګېدو زمونږ سرونه وو

ماشو څخه نه وو خړتمونه نشترونه وو

مونږ ترې خبر نه شو چې ژور زمونږ خوبونه وو

 ويښ چې زه سبا شوم د چرګانو په بانګونو کې

کوم چې پتلون پوش وو رونما شول په لنګونو کې

 

خداى زده په پرتوګ څه فوقيت به وي پتلون لره

ښه څرنګه ورغى په سترګو کې پښتون لره

لا به ضروري په کوم يو کار کې وي ژوندون لره

لا به وي لازم د مغربي فېشن جنون لره

بل يې څه تا ويل بغير له دې زما په لب نشې

څه به شي په سيند کې د هستۍ چې سړى کب نشي

 

نقص د پتلون دى چې د شپې پکارېداى نشي

څو چې دا ونه باسې سړى اوده کېداى نشى

څو چې کرسۍ نه وي، پتلون پوش به ټيټيداى نشي

نمونځ پکې مشکل دى په سجده کې سمېداى نشي

غوره چې پښتون پخپل لباس کړو فرنګى لباس

بيا څه مناسب دي استعمال د پنجابي لباس

نور بيا....

 



  (١) دا د حمزه با با د سفر ملګري وو، چې پر دوى سربېره رسا صاحب، ارواښاد عبدالقادر،هلالي او ... هم په دې پلاوى کې شامل وو.