غزل
ياد ته جانان راشي، غوغا پيل شي
د لېوني زړګي سزا پيل شي
زما د ژوند کيسه شيرينه ياره
پر تا شي ختمه او له تا پيل شي
هغه ورځ ټوله په خندا تېره شي
چې د يوه ښکلي په خندا پيل شي
کلونه وشول په پرون کې اوسو
عمر به تېر شي که سبا راشي
چې ښکلي نه وي؛ نو جفا نه وي
چې ښکلي راشي؛ نو جفا پيل شي
زما د ژوند شېبه شېبه دې اشنا
ستا په نامه، ستا په ښکلا پيل شي
چې يې پرتا باندې نظر ولګي
نو د اجمل د زړه دربا پيل شي