غزل
پرېږده چې لوزونه د دروغو دې رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه، زه به بېګا کړم
لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم وزګار نه يم
پرېږده الوته به د سپوږمۍ په لوري بيا کړم
توان لرم دا چې له ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانى شمه، ستا مينه به پخلا کړم
يو ته يې چې قدر هېڅ زما د اوښکو نه کړې
وايه که نه څومره مشتري درله پيدا کړم
ستا دتوپاني نظر به ساه شي لنډه ګنډه
داسې نوي نوي اسويلي به راپيدا کړم
ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزل ځوان زه دې بابا کړم