څلورمه برخه : 

                 په زردشتي مذهب کې د څښتن تصور

اورلمانځنه يا پارسي مذهب يو لرغونى آريايي مذهب دى، چې درې نيم زره کاله مخکې په پارس(ايران) کې رامنځته شو. که څه هم د دې مذهب پېروان تر١٣٠٠ زرو څخه نه اوړي؛ خو له دې کبله، چې يو لرغونى مذهب دى؛ زيات ارزښت لري.

د پارسي مذهب بنسټګر زردشت و او مقدس کتابونه يې ''دساتير او ''اويستا'' نومېږي. په دغه مذهب کې څښتن ''اهورامزدا'' باله شي، چې ''اهورا'' څښتن او ''مزدا'' د پوهې او ځيرکۍ څښتن ته وايي؛ نو ''اهورامزدا'' د ''پوه او ځيرک څښتن'' مانا ښندي. اهورامزدا د يوه خداى د تصور نښه ده.

د زردشتيانو د مقدس کتاب دساتير له مخې د هغوى خداى لاندې ځانګړنې لري:

١- يو دى.

٢- هېڅ سيال نلري.

٣- نه پيل لري، نه پاى.

٤- نه مور وپلار لري، نه بچي او ښځه.

٥- هغه نه ښکاري، نه د انسانانو سترګې هغه ليدلاى شي، نه د تخيل ځواک د هغه وجود درک کولاى شي.

٦- هغه تر انساني فکره ډېر لوړ دى.

٧- هغه تاته له خپل ځانه هم نږدى دى.

د زردشتي مذهب د بل مقدس کتاب اويستا پر بنسټ د څښتن ځانګړنې:

١- خالق،                                 (يسنا، ١١،٧:٣١) (يسنا، ٧:٤٤) (يسنا، ١١:٥١)

٢- بشپړ برلاسى، تر ټولو لوى،                             (يسنا، ١١:٣٣) (يسنا، ٦:٤٥)

٣- مهربان، مينه ناک ''هدايي''                               (يسنا، ١١:٣٣) (يسنا، ٦:٤٥)

٤- فياض، ''سپنتا''        (يسنا ١٥،١٣،١١،٩،٧،٤:٤٣) (يسنا، ٢:٤٤) (يسنا، ٥:٤٥)

                                                                      (يسنا، ٩:٤٦) (يسنا، ٣:٤٨)

                       په يهوديت کې د څښتن تصور

يهوديت په لويو سامي مذهبونو کې راځي او پيروان يې، چې د موسىٰ ''ع'' پر رسالت ايمان لري، د يهوديانو په نوم يادېږي. د تورات په پنځم کتاب استثنا (Deuteronomy) کې د حضرت موسىٰ ''ع'' ويناوو ته وګورئ: (اصلې ويناوې په عبراني دي، دلته يې منځپانګه راخيستل کېږي)

١- '' واورئ بنى اسرايلو، زموږ خداى يو دى''          ( تورات، استثنا کتاب، ٤:٦)

اوس د تورات له يوه بل کتاب (Isaiah) نه څو خبرې راخلو:

١- '' همدا زه خداى يم او له ما پرته بل هېڅ ژغورونکى نشته''.

                                                                (تورات، Isaiah کتاب، ١١:٤٣)

٢- ''همدا زه خداى يم، بې له ما هېڅ خداى نشته''     (تورات، Isaiah کتاب، ٥:٤٥)

٣- '' هم زه خدى يم، بل نشته او زه هېڅ سيال نلرم''  (تورات، Isaiah کتاب،٩:٤٦)

په يهوديت کې بت لمانځنه په کلکه غندل کېږي:

٤- '' زما پر وړاندې به د بل چا لمانځنه نه کوئ، نه به (د عبادت لپاره) له تيږو نه بتان جوړوئ او نه به هغو څيزونو ته، چې په ځمکه او اسمانونو کې دي، سرونه ټيټوئ، نه به ورته د خداى په سترګه ګورئ؛ ځکه زه، ستاسې څښتن، ډېر سخت يم''

                                                             ( تورات، د خروج کتاب، ٥،٣:٢٠)

 د تورات په پنځم کتاب خمسه موسىٰ (Deuteronomy) کې هم دې ته ورته خبرې وځيرئ:

''زما پر وړاندې به د بل چا لمانځنه نه کوئ، نه به ( د عبادت لپاره) له تيږو بتان جوړوئ او نه به په هغو څيزونو کې، چې په اسمانونو، ځمکه يا اوبو کې دي، زما (ځانګړنو) ته ورته ځانګړنې پلټئ، دغو څيزونو ته به سرونه هم نه ټيټوئ؛ ځکه زه، ستاسې څښتن، ډېر سخت يم''. 

                                        (تورات، خمسه موسىٰ کتاب(Deuteronomy) ٩-٧: ٥)

                            په عيسايت کې د څښتن تصور

عيسايت يا مسيحيت سامي مذهب دى، چې عيسىٰ ''ع'' ته راغلى او ويل کېږي، چې د دې مذهب پلويان تر دوه زرو ميليونو اوړي. مسلمانان عيسىٰ ''ع'' ته د پيغمبر په سترګه ګوري او کلک ايمان پرې لري. د يادونې وړ ده، چې اسلام يواځنى دين دى، چې عيسايت الهى دين بولي(يانې په خپل وخت کې رښتينى دين و).

تردې له مخه، چې په مسيحيت کې د څښتن پر تصور وغږېږو، په اسلام کې به د عيسىٰ ''ع'' پر مقام رڼا واچوو:

١- په اسلام کې يو سړى هله مسلمان شمېرل کېږي، چې د عيسىٰ ''ع'' نبوت ته غاړه کېږدي.

٢- زموږ ( د مسلمانانو) په عقيده، عيسىٰ ''ع'' د الله''ج'' نږدى او جليل القدر پيغمبر و.

٣- موږ د معجزې په توګه د عيسىٰ ''ع'' پر زوکړې ايمان لرو، سره له دې چې نن سبا ځينې عيسايان دا خبره نه مني.

٤- موږ دا هم منو، چې عيسىٰ ''ع'' به د خپلو معجزو په زور مړي ژوندي کول، ړانده به يې بينا کول او د لاس په راښکلو به يې خلک له سپينکي مرضه ژغورل.

پوښتنه دا ده، چې که مسلمانان او عيسايان دواړه له عيسىٰ''ع'' سره مينه لري او هغه ته په درنه سترګه ګوري؛ نو بيا توپير د څه خبرې؟ د عيسىٰ''ع'' په اړه د مسلمانانو او عيسايانو په عقيده کې لوى توپير دا دى، چې عيسايان حضرت عيسىٰ ''ع'' د ځينو الهى صفاتو څښتن ګڼي؛ خو مسلمانان ورسره بيا دا خبره نه مني. که سړى د عيسايانو مذهبي کتابونه ولولي، دا به ورته څرګنده شي، چې عيسىٰ ''ع'' هېڅکله دا نه دي ويلي، چې: (( زه خداى يم)) يا ((ماته سجدوه وکړئ))، بلکې د انجيل داسې څرګندونې په کلکه ردوي:

١- ''زما اسماني پلار تر ما ډېر لوى دى''                      (د يوحنا انجيل، ٢٩:١٠)

٢- ''اسماني پلار تر ټولو لوى دى''                              (د يوحنا انجيل، ٢٩،١٠)

٣- زه شيطاني ځواک د څښتن په مرسته له ناکامۍ سره مخ کوم''

                                                                           ( د ميتيوانجيل، ٢٨:١٢).

٤- ''د خداى په نغوته خناس( شيطان) تښتي''                    (د لوکا انجيل، ٢٠:١١)

''زه له ځانه هېڅ هم نشم کولاى، زه چې څه اورم، د هغې له مخې پرېکړه کوم او زما پرېکړه پر انصاف ولاړه وي؛ ځکه زه په خپله خوښه کار نه کوم، بلکې اسماني څښتن ته ګورم، هغه چې څه راولېږي، همغه زما پرېکړه وي''.

الف- عيسىٰ ''ع'' څه موخه درلوده؟ هغه د (الهي) قانون د بشپړاوي لپاره راغلى و:

د عيسىٰ''ع'' له څرګندونو جوتېږي، چې نوموړى د پخواني دين د تصديق او لا ټينګښت لپاره رالېږل شوى و. د ميتيو په انجيل کې په عيسىٰ ''ع'' پورې تړلې دا خبره زموږ ادعا پياوړې کوي:

''دا فکر مه کوئ، چې ګنې زه به (د پخواني) دين او پيغمبرانو (لارښوونو) ته د پاى ټکى کېږدم، زه خو د هغوى د له منځه وړو لپاره نه، بلکې بشپړاوي لپاره راغلى يم. زه تاسې ته دا وايم، چې که اسمان او ځمکه وهم چوي، بيا به هم زه د الله له دينه، تر هغې چې بشپړ يې کړم، وانه وړم '' 

'' که چا (دا الهى) اوامر مات کړل او خلک يې هم دې ته راوبلل؛ نو خداى به يې په ګناهګارو او رټليو کې وشمېري؛ خو که چا پرې پخپله هم عمل وکړ او نورو ته يې هم د همداسې کړو لارښوونه وکړه، نو خداى به لوړې مرتبې ورکړي''

                                                                       ( د ميتيو انجيل،٢٠-٥:١٧)

ب- عيسىٰ ''ع'' د خداى استازى و:

په انجيل کې د عيسىٰ ''ع'' د رسالت موخه داسې بيان شوې:

''هغه خبرې، چې له ما يې اورئ، زما نه دي، بلکې د (اسماني) پلار دي، چې زه يې رالېږلى يم''                                                           ( د يوحنا انجيل، ٢٤:١٤)

'' او (ستا) دا ژوند همېشنى دى، چې هغوى پوه شي، چې همدا ته رښتينى خداى يې او عيسىٰ مسيح، چې تا رالېږلى دى''                                  (د يوحنا انجيل، ٣:١٧)

عيسىٰ ''ع'' په ځان کې د هر ډول الهى ځانګړنو شتون رد کړى:

''او واورئ، يو سړى راغى او ويې ويل(عيسىٰ ''ع'' ته)، چې زما لويه څښتنه! زه څه وکړم، چې (په بدل کې يې) همېشنى ژوند ترلاسه کړم؟''

''هغه ځواب ورکړ، چې ماته ولې لوى (څښتن) وايې، لوى خو يواځې خداى دى، خو که (همېشنى) ژوند دې بياموند؛ نو د څښتن اوامر پرځاى کوه''

                                                                       ( د ميتيو انجيل،٥،٢٠-١٧)

د انجيل پورتنۍ وينا  په عيسىٰ ''ع'' پورې د تړليو الهى صفاتو(لکه عيسىٰ ''ع'' د خداى زوى ګڼل) او د هغه د سرښندنې په بدل کې (د عيسايانو) د بښنې ګروهه ردوي؛ ځکه پخپله عيسىٰ''ع'' هم ژغورنه او بښنه د الله''ج'' د اوامرو په پلي کولو کې ويني.

ج- د ناصره(١) مسيح(ع)، چې د څښتن غوره بنده و:

د انجيل لاندينۍ څرګندونې د عيسىٰ ''ع'' پر رسالت دلالت کوي:

'' اى بنى اسرايلو واورئ! په تاسو کې د ناصره مسيح د خداى غوره بنده دى، چې تاسې ته يې له معجزو، کراماتو او نښو سره رالېږلى او تاسې (يې) ښه (پېژنئ) پوه

 يئ''

انجيل هېڅکله د عيسايانو د تثليت ګروهه(٢) نه تاييدوي. يوځل له عيسىٰ ''ع'' نه  

پوښتنه وشوه، چې موسىٰ ''ع'' ته په ورکړل شويو الهى احکامو کې لومړنى حکم کوم يو و؟ نوموړي ورته په ځواب کې وويل؛ موسىٰ ''ع'' په لومړي ځل ويلي و، چې: ''شما اسرايلو ايدونايي ايلا هينو عدنا اخت'' (واورئ اى بنى اسرايلو، زموږ څښتن، زموږ يواځنى خداى دى).                                                   (مارک، ٢٣:١٢)

  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



  (١) ناصره(Nazareth): د عيسايانو مقدس ښار، چې اوسمهال د اسرايلو په شمال کې پروت دى.

(٢) د تثليت ګروهه: ډېرى عيسايان په دې عقيده دي، چې د خداى په ذات کې پلار (څښتن)، زوى(عيسىٰ''ع'') او سپېڅلې اروا(پخپله د خداى روح) درېواړه برخه لري .