څلورمه برخه:

٢٣اګست، ١٩٤٨               

له سروبي نه د کابل په لور سفر

بيا راغلو لارۍ ته چې د چايو نه وزګار شو مونږ

پاتې سروبى شه ترې په وړاندې په رفتار شو مونږ

غر د لته بند په مخه راغى خبردار شو مونږ

لار ورته ويل نه دي  پکار په هسې لار شو مونږ

ښکته مو له ويرې کتاى نشو کمرونه وو

زړه مو دوبېده په کتو داسې ګړنګونه وو

 

چېرته په کږلېچ کې به و پلن چرته نرى سړک

چرته به و غر په څوکه پروت لکه ورى سړک

چرته به په پوزه د غونډۍ و تېر سرى سړک

تللى په دې غره کې په همت و ازمرى سړک

لنډه کنډه سا په کې څو څو ځل د لارۍ شوله

بيا بې دمه پاس په يوه کنډو کې له خوارۍ شوله

 

زه په پېښور کې لا بد بد زکام وهلى وم

نن مې ډېر خراب  و پرونى تبې نيولى وم

تګ و راپه غاړه ادبي ټولي بللى وم

بس خو بې سامانه د خپل کور نه راوتلى وم

مونږ سره ملګرى فرنګ هم يو راغلى و

يو يې و ټبر چې هغه هم زکام وهلى وم

 

ورانه چې لارۍ شوه په ګپ شپ خلکو بنا وکړه

کوز شو د لارۍ نه چا به هغه چابه دا وکړه

چابه چاپلوسي او خوشامده د صحرا وکړه

ده به واپسۍ کې بهانه د تماشا وکړه

تېرې دوه تېنټې شوې اخر جوړه مو لارۍ شوله

لاړه څه قدر خو لته بند ته په زارۍ شول

 

وه يې کړ زبېرګى په يو پېچومي بيا حصاره شوه

دم يې پاتې نه و شور يې ورک شولو قراره شوه

پوهه شو پرې مونږ چې پاتې دا زمونږ له کاره شوه

څه به وايم مونږ ته لته بند د صراط لاره شوه

کوز انورالحق شو رنګارنګ ګټې يې غونډې کړې

پټې د حکمت خبرې ډېرې يې بربنډې کړې

 

برګه غوندې ګټه وه ويل يې چې مارسرې ده

وګوره دا بله هګۍ ډوله د کامترې ده

دا چې زړه پرې خوږ شو معلومېږي چې سورزرې ده

دا برګه بې خونده غوندې دا ټپوس وزرې ده

دا سنګ اسود او دا دويمه زعفراني ګټه

وويل رسا چې دا بل سنګ سلېماني ګټه

 

ووى مولانادا مرغلره سپين سپېڅلې ده

وويل حکم خليق چې د اصفرا وهلې ده

وې انوارالحق چې دا بلغم غوندې ځپلې ده

ما ويل له ذهنه مو سودا د سفر تللې ده

ووى هلالي چې دا يوه باغي مزاج لري

وويل انوار چې دا دويمه رنګه د عاج لري

 

جوړه مخکې تګ ته بيا لارۍ مو په ملاتړ شوله

ورسېده سر د لته بند وته په چړ شوله

ورک يې شور او زوږ شو په ارام شوه په ځوړ شوله

خلاصه د پش پش او د ډک ډک او د کړ کړ شوله

خلاص چې لته بند شو مونږ داخل په ملا عمر کې شو

څه کښلى مقام و چې يې محوه په منظر کې شو

 

څه يخې چينې وې ګېر چاپېر ترې ښکلي غرونه وو

پېغلې پېغلې ونې وې زلمي زلمي ښاخونه وو

پانو ټک وهلي په راتګ زمونږ لاسونه وو

ځاى په ځاى مارغانو اچولي اتڼونه وو

دلته چينه هلته چينه هر خوا ته لښتي لښتي

ورشه زيړو وړانګو کې يې وګوره وختي وختي

 

چرته يوه ونه د اسمان سره خبرې کا

بله پرې د پاسه له هغې هم سترې سترې کا

چرته اشتياق د نندارې يې نظر لرې کا

کله پکې ګېر شي چې منظر هم زغرې زغرې کا

زړه مې راته وايي چې سحر واى لـړه شخړه واى

دلته د يوې چينې په خوا کې مې جونګړه واى

 

زړه واى زما شمع ارمانونه پروانې نه واى

يو د زلفو خيال واى منتشر مې افسانې نه واى

وخت زما چکر واى او مرور د زمانې نه واى

موسکه واى ځواني په دې منظرکې د سحر په وخت

زه واى زعفراني باره واى فضا د مازيګر په وخت

نور بيا....