دا هغه وينا ده، چې اعليحضرت امان الله خان تر خپلواکۍ ګټنې وروسته په همدې وياړه په جوړه شوې غونډې کې کړې وه. له دې وينا څخه د اعليحضرت رټلى او د ځينو نامسوولو تاريخ ليکونکو لخوا تروړل شوى شخصيت ښه ترا جوتېږي، چې څومره سپېڅلى دى. څښتن دې اوس د همغوى لپاره، چې شنې او سرې ټاپې يې پرې لګولې، يوه بېلګه وګرځوي. دا له يوه اوردو يونليک څخه، چې يوه هندي ليکوال له امان الله خان غازي سره د اروپا د سفر پرمهال ليکلى و، ژباړل شوې
د خپلواکۍ جشن
تر جګړې وروسته اعليحضرت په کابل کې يوه پرتمينه غونډه جوړه کړه. د غونډې ګډونوالو ته چې د بهرنيو هېوادونو استازي هم پکې وو، اعليحضرت له ولولو ډکه وينا وکړ. د اعليحضرت د وينا لنډيزدادى:
ورونو! په دې غونډه کې د ګډون له کبله درته ښه راغلاست وايم. ستاسې په ليدو ډېر خوښ شوم. د څښتن شکر ادا کوم چې د يوه خپلواک افغانستان د خادم په توګه نن تاسې ته ولاړيم، خبرې کوم.
ورونو! خپلواکي د هر انسان طبيعي حق دى. که څوک دغه حق تروړل غواړي، بلوسګر بلل کېږي. هر انسان بايد په زړه کې د خپلواکۍ جذبه ولري او د خپلواکۍ د جذبې تر څنګ ښايي د برابرۍ جذبه هم وپالي. هغه وخت تللى چې د قبايلو مشرانو او د ښارونو اميرانو به ځان د خداى استازي بلل او پر بې وسو وګړو به يې ظلمونه کول. اوس د برابرۍ زمانه ده. کاشکې تاسې هم ځان وپېژنئ او پر دې پوه شئ چې په نړۍ کې تر تاسې غوره خلک نشته.
ډېرى وګړي ماته باچا وايي، خو زه خداى شته باچا نه يم، يو عام وګړى يم. ددې هېواد او ملت خادم يم. زما په اند يو بېوزلى کاريګر او لوى وزير يو شان دي، زه د يوه لوى حاکم او بزګر ترمنځ کوم توپير نه وينم.
ملګرو! زما هندى ډرايور چې لومړى راغى، نو د هرې پوښتنې ځواب به يې په غبرګو لاسونو راکاوه او له ويرې به رېږدېده. ما د هغه پر داسې ذهنيت خواشيني وښوده او ورته ومې ويل چې ته زما ورور يې، زه او ته هيڅ توپير نلرو او له نن وروسته زما د پوښتنو ځواب په تړلو، غبرګو لاسونو مه راکوه. هغه زما خبره ومنله او اوس ځان تر ما کم نه ګڼي. ما هغه ته ډېر ځل ويلي دي چې انسانان يواځې د دندو او مسوليتونو له مخې سره توپير لري، د ارزښت له پلوه برابر دي، د امان الله او ډرايور ترمنځ يې د ويښته هومره توپير نشته.
ملګرو! خپل زړه او فکر مضبوط ساتئ او ټينګ هوډ او پخه عقيده ولرئ . خداى ډېر مهربان دى. څوک چې د يوه کار د ترسراينې پخه اراده وکړي، نو څښتن يې په هغه کار کې بريالى کوي.
تر واکمنۍ ډېر کلونه مخکې ما يو خوب ليدلى و، چې د يوې ښکلې ماڼۍ ترڅنګ پر شنه ځمکه ولاړيم چې يو دبرخې خاوند راشي. غواړي، زما پر ولو يو لوى پېټى کېږدي؛ خو زه نه يواځې د پيټي له پورته کولو نټه وکړم، بلکې له دغې لويې هستۍ لېرې وتښتم. دغه شان د برخې خاوند خپله غوښتنه څو ځل تکرار کړي ،خو زه ورته هرځل په نه ځواب ورکوم، په دې کې زما يو هندى ښوونکى راشي او ما ځان ته وروبولي. ښوونکى راته د درود په ويلو سره د پېټي د پورته کولو امر وکړي. زه د ښوونکي له امر سره سم درود ووايم او پېټى ولو ته پورته کړم. داسې يې تر ډېره ځايه يوسم.
که څه هم هغه وخت ددغه خوب پر تعبير پوه نشوم، خو چې اندازه مې ولګوله ، نو له همغه پيله مې په زړه کې د خپلواکۍ ټينګې جذبې ځاى نيولى و او دغه خوب زړورتيا، ناماتى هوډ او د ملت د چوپړ احساس رابښلى و. دا هم بايد ووايم چې د باور او هوډ په مټ هره ربړه او ستونزه هوارېدلاى شي.
د ١٩١٩کال کړېکچنو سياسي حالاتو ته که سړى وګوري، نو زما د واکمنۍ راتګ به ورته يو خوب ښکاره شي، ځکه په ښکاره هېڅ داسې نه برېښېده چې زه دې واکمن شم او د افغان ملت د چوپړ خول مې دې پر سر کېښود شي. زما پلار په جلال اباد کې شهيد کړاى شو، د سلطنت غړي او زما ټول خپلوان له ما ليرې په جلال اباد کې وو، حالات بېړني وو او هېڅ ملاتړى مې نه درلود. په کابل کې هم يواځې وم، خو څښتن مې مل او مرستندوى و. که څه هم د دود له مخې زما مشر ورور عنايت الله خان او له هغه کشر،خو تر ما مشر حيات الله خان شته وو؛ خو څښتن زه وګومارل او ماته يې د افغان ملت او اسلامي امت د چوپړ وياړ راپه برخه کړ؛ نو هله د خپل خوب په تعبير پوه شوم.
تر واکنيوي وروسته يواځې د يوې سيمې د پاڅون خبر راغى، خوچې ما څو پام وراړاوه، د څښتن کړه وو، خلکو پاڅونکي نيولي او کابل ته يې رااستولي وو. په غزني کې رامنځته شوې سرغړونې او خرخشې هم د څښتن په مهربانۍ له منځه ولاړې او د غزني خلکو سرغړوونکى حاکم لاس تړلى زما دربار ته راواستاوه. لنډه دا چې د څښتن په فضل ولورېينه هرڅه په ښه ډول ترسره شو.
چې يو څه ډاډمن شوم؛ نو ترغور وفکر وروسته مې د افغانستان دخپلواکۍ موضوع وڅېړله او د هېوادونو استازي مې پرې خبر کړل. همدا راز خپلو خلکو او د دولت غړيو ته مې هم په ډاګه وويل: اوس مو چې د افغان ملت مشري راسپارلې، نو پر افغانستان د پرديو اغېز او واکمني نشم زغملاى. په دغه وخت کې راته د افغاني پوځونو لوى درستيز د پوځونو د لږوالي او د وسلې د نشت خبره وکړه. هغه له دې لارې پوره زيار وايست چې ما له خپلواکۍ غوښتنې لاس پر سر کړي، خو زه د ملت د غوښتنو په ډاډ پر خپل هوډ ولاړ پاتې شوم، ځکه ما د خپلواکۍ پر ترلاسي پوخ يقين لاره، نو ترهرڅه له مخه مې د انګرېزانو سفير راوغوښت او ورته ومې وويل چې له نن نه افغانستان ازاد دى.
تردې وروسته شرايطو اړ ايستو چې تورې ته لاس کړو او جګړه وکړو. په جګړه کې خداى برى راکړ او خپلواکي مو په برخه شوه، نو زه باور لرم چې که د يوه ملت وګړي د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړي، هرومرو به خپله موخه ترلاسه کړي چې يوه ژوندۍ بېلګه يې پخپله د افغان ملت مبارزه ده.
دا هم بايد ووايم چې زه د ختيځ له ملتونو سره د زړه له کومې خواخوږي لرم او دا ورته وايم چې که منزل ته رسېدل غواړئ؛ نو د امان الله لاره ونيسئ. زه په باور سره وايم چې خپلواکي د هر وګـړي طبيعي حق دى او مسلمانان خو بيا بېخي مرييتوب منلاى نشي. دا په زړه پورې وينا د اعليحضرت پر خپلواکۍ پالنې، ملتپالنې او برابرۍ خوښونې دلالت کوي او د نوموړي د غوره افکارو او نېکو احساساتو ښه بېلګه يې ګڼلاى شو.