پنځمه برخه:
مخکې شو روان چې اوس بت خاک رانږدې شوى و
څو ملاعمر که اوس په وروستو پاتې شوى و
ځان سره هغه ښکلى منظر مې راوستلى و
ماسره ملګرى دى تراوسه چې ملګرى و
ودرېده بت خاک کې يو ساعت مخکې روان شو بيا
لاړو باګرامي وته رسېد هغه زمان شو بيا
هلته مو ''ريښتين'' او ''خادم'' دواړو استقبال وکه
څه په خوږه ژبه يې پرسان زمونږ د حال وکه
ډېر په تواضع او احترام کې يې کمال وکه
دې کمال د دوى په ښو اخلاقو استدلال وکه
زړونه يې په لاس کې راکول مصافحه څه وه
زړونه يې زمونږه نه راښکل معانقه څه وه
بيا سره په ګډه د کابل په لور روان شو مونږ
هېر مو د سفر همه کلفت کړو خرامان شو مونږ
څه پېغله فضا يې هم هوا ده چې ځوانان شو مونږ
ښار ته نږدې پورې غونډخه ته دا نګران شو مونږ
مونږ ته شو ښکاره يو عمارت په غونډۍ باندې و
نه و مکمل تر اوسه لا د تعمير لاندې و
شان مې په هغه کې د افغان د جلالت وليد
ګويا چې مينار مې د ايثار او شجاعت وليد
ما يې هر ديوال کې استحکام ددې ملت وليد
هر يو خشت يې ما دحريت په حکايت وليد
ما چې پرسان وکړو هديره د شاه نادر وه دا
يا نامکمله تمنا د شاه ظاهره دا
لاړو په هوټل کې د کابل مو اقامت وکه
مونږ د بسترو دپاسه ښه استراحت وکه
خوب مو تر سحره د ارام او دغفلت وکه
قدر په سحر کې مونږ ددې ښکلي نعمت وکه
زه وم په کمره کې مېشته شوى د انور سره
ګويا چې استوګنه وه زما د شورو شر سره
نور بيا....