غزل

د زړه له کور به مې اوس ګرانه! ډېر په ګرانه وځې

چې له جهان وځې، نو کوم خوا به جانانه وځې

څه په اسانه د زړه کور ته مې راننوتې

د زړه له کور مې لکه روح څومره په ګرانه وځې

ته چې زما په دې سپېڅلې مينې تور لګوې

واعظه! خوار شې، زه دې وينم له ايمانه وې

د سر له سترګو مې پنا شې دا منم درسره

د زړه له سترګو مې والله که تر اسمانه وځې

د وچې خانه نن دې هر څوک لاس او پښې ښکلوي

هله به څه کړې، چې د حسن له دورانه وځې

د تا مين په هر ديار پهره داران ولاړ دي

ته چې په کوم طرف په زړونو مهربانه وځې

ته تر خپل وس وسوکى وکړه، خو دا ياده لره

دا ځل به غيره پوزه پرې کړې له افغانه وځې