يادونه: دا پر (په بېلابېلو اديانو کې د الله(ج) تصور) ژباړه باندې د استاد اصف صميم کښلې سريزه ده؛
ډاکټر ذاکر نايک او اثار يې
د اسلامي نړۍ ځوان مفکر ډاکټر ذاکر عبدالکريم نايک د ١٩٧٣کال زوکړى، د اسلامي څېړنو د بنسټ مشر دى، د څانګې او مسلک له پلوه د طب ډاکټر دى، خو يو وتلى نړيوال اورژبى خطيب او ويناوال هم دى، د وينا موضوع يې اسلام او د دينونو پرتله ده. نايک د قران، حديثو او نورو سپېڅلو نصوصو په رڼا کې د اسلام په باب د رامنځته شوي ورانپوهاوي په له منځه وړلو کې له منطق، استدلال او نويو ساينسي حقايقو نه استفاده کوي، د خپلو انتقادي شننو او اغېزمنو ځوابونو له امله هم د نامه خاوند دى، چې تر روانو ويناوو وروسته يې پوښتونکي پوښتي او دى ډاډمن ځوابونه ورکوي. يوازې په دا تېرو درو کلو کې يې د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې څه له پاسه درو سوو اولسي غونډو ته وينا کړې ده، د نړيوال تلويزيوني کانالونو له لارې په ګرده نړۍ کې اورېدل کېږي او د نړۍ د ګڼو دينونو له سترو سټو سره يې په دغه راز وراشو او مناظرو کې برخه اخيستې ده.
دا وخت، چې اسلامي نړۍ څه پخپله د مسلمانانو له لاسه او څه د نړيوال ښکلېلاکګر او اسلام دښمن ځواک د اعلان کړيو او نااعلان کړيوجګړو له امله له بې شمېره ستونزو سره مخ ده، په اسلامي نړۍ او اسلامي امت کې ، هغه هم د هند د يو ميلياردي نفوس په ګڼه ټولنه کې چې مسلمانان پکې دويم لږکي دي، د ډاکټر ذاکر ناېک په څېرمفکرينو او مبارزينو راټوکېدل او بيا ځلېدل د انساني تاريخ په بهير کې د الهى سنتو او نړيوال(رحمة للعلمين) نظام خپراوى او تينګښت او د دغسې اتلانو راپيدا کېدنه يوه ديني او انساني اړتيا ده.
د ډاکټر ناېک د ژوند او فکر ډيوه په همغه ټولنه کې بله شوې، چې يو وخت پکې پيرنګي ښکېلاک د هند د نيمې وچې د مسلمانانو د سترګبرېښين جلال د بې اغېزې کولو په موخه د ديوبند په څېر دارالعلوم د رامنځته کېدو لار پرانسته، خو د نيمې وچې د اسلامي تاريخ څپرکي ګواهي لي، چې د ديوبند له (طوره) څومره تاريخ ځلوونکې پلوشې خپرې شوې او د همغه ديوبند د علومو په زنځيرونو په نيمه وچه کې د پيرنګي ښکېلاک دېو څنګه بند پر بند وتړل او بيا وشړل شو؟
دا ځل بيا، چې پيرنګي ښکېلاک د خپل تور دېو ملګري په مرسته او ملاتړ د نړۍ- په تېره د منځنۍ اسيا او سويل ختيزې اسيا په مسلمانانو پسې بيا د همغو ارادو د انځورنې او تمثيل ارمان راوړى- په اسلامي امت کې د ډاکتر ذاکر په څېر انديالو د زړه غږ او ارمان دومره د ځنګله د اور په څېر خپرېدنه يوه طبيعي چاره ده.
د ډاکټر ذاکر افکار او اثار چې دا وخت د (پيس تلويزيون) له لارې د نړۍ د ګوټ ګوټ مسلمانانو ته رسي، زموږ په اسلامي او افغاني ټولنه کې يې هم الحمد لله مينه وال تر نورې نړۍ کم نه دي، چې غوره بېلګه يې په جلالکوټ کې د مومند خپرندويې ټولنې د ځوان او ژمن څښتن ګران عبد النصير مومند په همت د ده د اثۤارو د پښتو کولو او خپرولو هوډ دى، چې دا دى د دې لړۍ لومړۍ کړۍ (په بېلابېلو اديانوکې د الله جل جلاله تصور) نومې دا رساله ده، چې ځوان، تکړه ليکوال او ښکلي شاعر اجمل ښکلي په کره او خوږه پښتو ژباړلې. هيله ده ګران عبدالنصير مومند د ډاکټرذاکر د نورو افکارو او اثارو د خپرولو زېرى راباندې وکړي.
د اسلامي امت د ويښتيا په هيله
محمد اصف صميم , ١٣٨٦/٣/