دا د حمزه بابا د کابل د لومړي سفر، چې پر ١٩٤٨زېږدي کال يې ترسره کړى و، منظوم يونليک دى. تاسې يې په ''ډالۍ'' کې ټوک ټوک لوستلاى شئ.
سفرنامه
ورځو شپو ته وګوره بېګا سفر سبا سفر
هر نظر او هر قدم او تله راتله د سا سفر
ما دى محسوس کړى د هستۍ په ابتدا سفر
لاره راته نوې کړي زما په انتها سفر
زه ځمه، روان يم د هستۍ د ارتقا سره
خپل حقيقتونه بدرګه کاندي زما سره
مل مې د دماغ رڼا د شمې وي د حال سره
وي د زړه پتنګ مې د ماضي د خط وخال سره
روح مې دى وصال ته بې قرار د استقبال سره
کال مې لکه ورځ وي هم مې ورځ سمه د کال سره
ډېر پرون ''سبا'' زما د ''نن'' نه زيږدېلي دي
''نن'' هم هغه ''نن'' دى هغه تللي دي، چې تللي دي
زه يم چې جوړېږم حوادثو واقعاتو نه
مومم تربيت د زمانې د وارداتو نه
جوړ زما نبضونه د ژوندون دي له افاقونه
زه يم بې نيازه په منزل کې له افاقو نه
هر طرف زما دى، زه روان که يمه کوم طرف
کار زما سفر دى، څه معلوم څه نه معلوم طرف
زه به لکه بدر په سفر شم که هلال يمه
نقص محرک دى چې غوښتونکى د کمال يمه
پټ يم په جمود کې د قدرت هغه جمال يمه
خور يم په هستۍ کې زه قسمته د خپل جلال يمه
خداى زده خبر نه يم چې به کله راغوړېږمه
کله به منزل ته د مقصد ورورسېږمه
واړه سفرونه دي زما لړۍ لړۍ پکې
ژوند مې يو زنځير دى حوادث کړۍ کړۍ پکې
ابر د وختونو د حشمت راوړي جړۍ پکې
ژمى د افلاس ي کله نه مومم شړۍ پکې
عمر مې په دار دى اپوټه يم، سرګردان يمه
زه چې يو منصور د معانې يم، پرېشان يمه