اومه برخه:
څلورم څپرکى
٢٥اګست، ١٩٤٨
د پوهنې وزات لخوا مېلمستيا
نن د معارف له وزارته و دعوت زمونږ
کړې مېلمستيا ددې غرمې وه وزارت زمونږ
هلته مو نشتر وليد وزير د حکومت زمونږ
ډېر شولو خوشال چې يې وليد دا عزت زمونږ
ډېر محترمان وو، يو د مصر و وزير پکې
ډېر ښه ملاقات و يوله بله و تقرير پکې
نور نوموړي هم نجيب الله ډېړ رابللي وو
راغله چهل ستون ته په شهرت کې چې غښتلي وو
څومره چې کېداى شو مېلمانه يې ښه نمانځلي وو
ولې به دا نه وو کوربانه يې چې ښاغلي وو
هلته خارجه هم داخله وزيران دواړه وو
هم د مطبوعاتو کفيل او نوموړي واړه وو
کېناستو ډوډۍ ته مخامخ راته يو ځوان شولو
نه مې پېژندلو په اوردو ژبه ګويان شولو
ډېر يې له کړه وړه په شخصيت زما ګومان شولو
ما په استفهام ورته کتل هغه حيران شولو
پسته شو معلوم چې احمد شاه بخاري هغه و
و د هندوستان د رېډيو چې باني هغه و
پنځمه څپرکى
٢٧اګست، ١٩٤٨
مېلمستيا او د شپې د کابل د رېډيو مشاعره کې ګډون
ويښ چې زه سحر شوم څه خو دروند و طبيعت زما
شوى په بحران کې د زکام و څه صحت زما
کم د تېر و دوو ورځو په حقله و حدت زما
ځان مې کړو تيار چې وه نمانځه وته رغبت زما
مخکې هلالي شو دواړو نمونځ په جماعت وکه
بيا د سيدا خان او مولانا مونږه زيارت وکه
ټول سره راجمع شو د چايو انتظار کې مونږ
کېناستو يو مېز ته يو کتار په بل کتار کې مونږ
غږ د قدم واورېدو پيالو په ګړنګهار کې مونږ
خوښ شو د کاشغر د پنجو په شرنګهار کې مونږ
مونږه يې ليواله و چې چاى به ناوخته وي
دوى به مکفلې په مسکه زمونږ له بخته وي
خپلې خوشالۍ لره تکليف په ځان وړل ښه وي
بد شى چې عادت دى د عادت خو ماتول ښه وي
چا درته ويل چې د خپل نفس په نغوته تلل ښه وي
ستا په سړيتوب کې چې تعمير کړي هغه تل ښه وي
دلته مو چې نه شو ماتولاى په کابل شو مات
ډېر د خورد و نوش مو عادتونه يو تر بل شو مات
نن والا حضرت صدراعظم غازي بللي وو
ځکه د غرمې ډوډۍ ته مونږ ريش خور ته تللي وو
څه ښکلي ګلونه په ګلباغ کې غوړيدلي وو
ټول پراته په مځکه وو، ډېر ډېر چې خندېدلي وو
غر خپله لمن کې د جنت ټوټه نيولې وه
يا به رنګينو حورو غلمانو جوړ کرلې وه
دنګه وو چنارونه چې اسمان وته يې هپه کړه
چا به چې په پورته ورکتل خوله به يې ټپه کړه
لوړ وو د مارغه نه د نظر به يوه ګپه کړه
بيا به ننداره د تماشبينو سترګه لپه کړه
نه په تماشه زړه مړېده او نه يې واره کاوه
سترګې مو ښکاره کړې نندارې دې که يې ښکار کاوه
څه په روڼ تندي والا حضرت مو استقبال وکه
څه په خوږه ژبه يې پرسان زمونږ د حال وکه
نمر و،چې خورون يې په ذرو کې د جمال وکه
هر يو لکه بدر و چې ځان ته مونږه خيال وکه
مونږ يې مخامخ کړو د سردار شاه ولي خان سره
کړو متعارف يې مونږ سفير د پاکستان سره
هم مو دويم ځل ملاقات وشو د نشتر سره
هم پېژندګلو د پاکستان د چندريګر سره
هم په مرتبه کې د هر لر او هم د بر سره
څومره چې حاضر وو په ريش خور کې د هر هر سره
بيا چې مونږ جدا له ټولو کېناستو په خپلو کې
راغى شو شامل والا حضرت مو په خبرو کې
وې تاسو زمونږه مونږه ستاسو افغانانو يو مونږ
يو مو ګلستان دى څه که رنګ په رنګ ګلان يو مونږ
نوک او ورۍ نشته بېلتون چې واصلان يو مونږ
يو زمونږ مذهب يو مو ملت د يو زبان يو مونږ
څوک به دپښتون د ځان ځانۍ خبرې ولې کا
توان د چا رسېږي په کوتک چې اوبه بيلې کا