اومه برخه؛
١٤- د څښتن هر نوم په همغه پورې ځانګړى دى:
د الله''ج'' نومونه نه يواځې په هغه پورې ځانګړي دي، بلکې د هغه د ذات څرګندوى هم دي. د موضوع د لازياتې روښانتيا لپاره ''آرمسټرانګ'' بېلګه کوو: د آرمسټرانګ پېژندګلوى يواځې د هغه په امريکايتوب يا فضانورۍ نه کېږي، ځکه امريکايان او فضانور نور هم شته. خلک، آرمسټرانګ سپوږمۍ ته د ختلي لومړي انسان په توګه پېژني. همدغسې که خداى ته د ودانيو خداى وويل شي، پروا نه کوي، خو دا نوم ځانګړى نه دى، ځکه ودانۍ انسانان هم جوړوي. په دې نوم سره د څښتن او انسان ترمنځ توپير له منځه ځي؛ نو په دې توګه ويلاى شو، چې د الله''ج'' هر نوم د هغه د ځانګړي ذات ښکارندويي کوي او په اخيستو يې بايد فکر همغه ته متوجه ويِ؛ لکه:
الرحيم: تر ټولو خواخوږى
الرحمٰن: تر هرچا مينه ناک
الحکيم: تر ټولو پوه
که څوک پوښتنه وکړي، چې ''الرحيم'' څوک دى؟، نو ځواب يې بايد ''الله'' وي.
١٥- د څښتن صفات بايد د يوبل ضد نه وي:
يوځل بيا په لږ توپير سره تېره بېلګه رااخلو؛ ''آرمسټرانګ يو امريکايي فضانور و او څلور فټه ونه يې درلوده'' د دې جملې لومړۍ برخه سمه او وروستۍ هغه ناسمه ده؛ همداسې په الله پورې د انساني ځانګړنو( لکه، دوه سترګې، يو سر او دوه پښې) تړل هم سم کار نه دى.
١٦- ټول الهى نومونه د يوه څښتن څرګندوى دي:
څرنګه چې خداى يو دى؛ نو په هر نوم يې چې رابولو، بايد يو يې وګڼو. داسې نه چې پيداکوونکى يو بولو او ساتونکى بل. همدغه يو خداى د خپلو ټولو صفاتو ټولګه ده.
١٧- د الله''ج'' يووالى:
پر ډېرو خدايانو باندې ايمان لرونکي ټينګار کوي، چې د څو خدايانو شتون نامنطقي نشي ګڼل کېدلاى. راځئ، دوى ته وښييو، چې که څو خدايان واى؛ نو تل به له يوبل سره په جګړه اخته وو او پر يوبل به يې د خپلې واکمنۍ د تپلو هڅه کوله. دا خبره په شرکي عقايدو او همه اوست(هر څيز د خداى څرګندوى دى) نظريه کې ښه ترا جوته ده. که يو خداى نورو خدايانو ته ماتې ورکړې واى يا يې ماتې خوړلې واى؛ نو هغه ته بيا رښتينى خداى ويل کېداى شو؟ په شرکي ټولنو کې د هر کار خپل خداى يا رب النوعه وي، چې په همغه برخه کې خپلې دندې پرمخ وړي، لکه، د لمر خداى، د باران خداى او نور. د دې ګروهې پر بنسټ يو خداى يا رب النوعه څو دندې نشي ترسره کولاى او نه دغه خدايان د يوبل په دندو پوهېږي، سره له دې چې خداى بايد بشپړ او په هرڅه برلاسى وي. که تر يو زيات خدايان واى؛ نو نړۍ به له هرې خوا له ګډوډۍ او ناامنۍ سره مخ واى؛ خو داسې نه ده، ځکه نړۍ د يوه ټاکلي او منظم قانون له مخې پرمخ ځي:
'' که پر اسمان او ځمکه له الله پرته نور خدايان هم واى؛ دواړه(ځمکه او اسمان) به ويجاړ شوي واى؛ نو الله، چې د عرش څښتن دى، له ټولو هغو بدګڼو، چې دا مشرکان يې وايي، پاک دى'' (قرآن، ٢٢:٢١)
که تر يو زيات خدايان واى؛ نو هر يوه به د خپل مخلوق لپاره بېله نړۍ غوښتلاى:
''نه خو الله څوک په زويتوب نيولى او نه کوم شريک لري، ګنې هر څښتن به خپل مخلوق په مخه کړى واى او له يوبل سره به يې شخړې کولاى. له هغو اوصافو، چې دوى يې بيانوي، الله پاک دى'' (قرآن، ٩١:٢٣)
په دې توګه جوته شوه، چې د يوه رښتيني او واکمن خداى شتون د څښتن د تصور رښتينى انځور ګرځېدلاى شي.
د بدمت او کنفيوشينيزم په څېر ځينې مذهبونه، چې د الله په شتون او د کايناتو پر پيل ناخبري ښيي، د څښتن په اړه هېڅ نه وايي، يانې نه د څښتن شتون ردوي او نه پرې اعتراف کوي؛ خو د جين مت په څېر مذهبونه، چې له دهريته يې سرچينه اخيستې، بيا بېخي خداى نه مني.
زه غواړم، د '' قرآن الهى کلام دى'' تر سرليک لاندې يو کتاب خپور کړم، چې په هراړخيزه توګه پکې د خداى پر وجود او يووالي رڼا واچوم او له دې لارې دهريانو ته ځواب ووايم.
١٨- ټول مذهبونه په يوه نه يو ډول د څښتن پر يووالي باور لري:
ټول لوى مذهبونه د يوه برلاسي او ځواکمن څښتن پر شتون باور څرګندوي او ټول اسماني کتابونه د يوه څښتن خبره کوي.
١٩- د شخصي ګټو لپاره په اسماني کتابونو کې لاسوهنې شوې:
په اسماني کتابونو کې د خپلو ګټو په پار ځينو خلکو لاسوهنې کړې دي او دومره يې اړولي، چې اوس د يوه څښتن پرځاى د څو خدايانو خبره کوي.
په قرآن کريم کې راځي:
''نو د دغو لپاره ويل( د دوزخ يوه برخه، چې په اړه يې په يوه حديث کې راځي، چې د ويل بېخ يا تل ته به د رسېدو لپاره پر يوه کافر ٤٠کاله تېر شي، بربادي) دى، چې په خپل لاس ليکلي کتابونه د خداى لخوا بولي او له دې لارې دنياوي ګټه پورته کوي. د دوى د لاس ليک او د دوى ګټه دې هلاکه شي'' (قرآن، ٧٩:٢)
توحيد
پېژند او وېش
اسلام توحيد پالي. په توحيد کې يواځې پر يوه څښتن باندې ايمان نه راځي، بلکې نور هم ډېر څه رانغاړي. توحيد د عربي له وحدة نه راوتى، چې د يوځاى کولو، يوکولو او پياوړي کولو مانا ښندي. د توحيد وييزه مانا يووالى دى.
توحيد پر دريو څانګو ويشل کېږي:
١- توحيدالربوبيه
٢- توحيدالاسماءالصفات
٣- توحيد عبادت
١- توحيدالربوبيه، د څښتن د يووالي ساتنه:
د توحيد لومړنۍ درجه ''توحيدالربوبيه'' ده، چې د څښتن د وحدانيت ساتنې مانا لري. ربوبيه د عربي له رب نه اخيستل شوى، چې د پالونکي مانا ښندي. په دې توګه د دې توحيد بنسټ دا دى، چې هرڅه الله''ج'' هست کړي او پالونکى يې هم همغه دى. الله''ج'' بې نيازه دى او د دې هرڅه په بدل کې د چا مرستې ته اړتيا نلري.
٢-توحيدالاسماءالصفات، د الله''ج'' د نومونو او صفتونو پر يووالي ايمان لرل:
د توحيد دويمه درجه توحيدالاسماءالصفات ده، چې د الله''ج'' د نومونو او صفتونو پر يووالي ايمان لرل دي. دا برخه په نورو پنځو برخو ويشل کېږي.
الف- د الله ذکر بايد د الله''ج'' او رسول له ويناوو سره سم وشي:
د الله''ج'' ذکر بايد همغسي وشي، لکه الله''ج'' او رسول الله چې فرمايلي او نومونه او صفات يې په همغو مشهورو ماناوو وکارول شي.
ب- الله''ج'' بايد په همغو نومونو، چې پخپله يې ياد کړي، راوبلل شي:
الله''ج'' ښايي په همغو صفتونو راوبلل شي، چې ده يې يادونه کړې، نه په هغو چې د څښتن له يادونې وتي او د هغه له ذات سره همغږي ونلري؛ لکه، څښتن ته ''غاضب'' ويل نه دي پکار ځکه دا صفت د خداى لخوا نه دى ذکر شوى، که څه هم الله''ج'' غصه کېږي، خو څرنګه چې دا ويى نه الله''ج'' کارولى او نه پيغمبر؛ نو لاس پرسر کېدل ترې ښه دي.
ج- الله بايد د انسان په څېر ياد نشي:
په انساني صفاتو بايد الله''ج'' ونه ځيرل شي، لکه په بايبل کې چې خداى د انسانانو په څېر پښېمانه ښوول شوى. خداى هېڅکله پر يوه کار پښېماني نه ښيي، ځکه هغه د پښېمانۍ کارونه نه کوي.
د قرآن کريم په الشعر سورة کې هغه ټول اصول بيان شوي، چې له مخې يې د الله''ج'' د صفاتو يادونه اسانېږي:
''هغه ته ورته هېڅ څيز نشته، هغه اورېدونکى او ليدونکى دى'' (قرآن، ١١:٤٢)
انسان هم له اورېدو او کتو برخمن دى؛ خو انساني کاته او اورېده له الهى کتو او اورېد سره د پرتلنې وړ نه دي، ځکه د خداى کاته او اورېده بې بريده او پراخه دي او د انسان هغه محدود او نيمګړي.
د- انسان د الهى صفاتو څښتن نه ګڼل:
انسان بايد د الهى صفاتو څښتن ونه بلل شي او نه يې ښايي په اړه دا وويل شي، چې پلانى يو دى او پيل او پاى نلري.
ه- د الله''ج'' صفات بايد د مخلوق لپاره ونه کارول شي:
د الله''ج'' ځينې صفتونه داسې دي، چې د انسانانو لپاره يې کارونه ګناه نلري، ځکه الله''ج'' پخپله هم دغه صفتونه د ځينو پيغمبرانو لپاره کارولي؛ لکه روف، رحيم او داسې؛ خو که دغه صفتونه الروف او الرحيم وليکل شي، نو بيا يواځې د الله''ج'' استازي کوي او د نورو لپاره يې کارونه سمه نه ده. همد راز که تر الروف يا الرحيم له مخه د ''عبد'' کلمه راشي، بيا هم کوم باک نلري.
٣- توحيدالعباده، په عبادت کې توحيد ته پاملرنه:
الف- د عبادت پېژند او مانا:
عبادت د عربي له عبد، چې د مريي، بنده او خادم مانا ښندي، راوتى دى. په دې توګه د عبادت مانا سرټيټول او مرييتوب دى. لمونځ تر ټولو غوره عبادت دى؛ خو په ټوليزه توګه له عبادت نه سمه مانا نه اخيستل کېږي. په اسلام کې عبادت پراخه مانا ښندي او يواځې تر لمونځه نشي محدودېدلاى. عبادت د الله''ج'' هر امر ته غاړه ايښودل او له هغو چارو، چې الله''ج'' ناروا ګرځولي، ځان ساتل دي.
ب- د توحيد د درېواړو ډولو منل او پلي کول حتمي دي. که لومړي دوه پلي او يواځې وروستى(توحيدالعباده) له پامه وغورځول شي؛ هم ايمان کومه مانا نلري. قرآن کريم د محمد''ص'' د وخت کفار ښيي، چې د توحيد لومړي دوه ډوله يې منلي وو؛ خو وروستى هغه يې نه مانه(بياهم کفار وو).
''ورته ووايه، چې هغه څوک دى، چې تاسې ته له اسمان او ځمکې نه رزق درکوي، يا هغه څوک دى، چې پر غوږونو او سترګو بشپړ واک لري او هغه څوک دى، چې له مړو نه ژوندي او له ژونديو نه مړي راوباسي او هغه څوک دى، چې د ټولو کارونو د ترسراينې پرېکړې کوي. خامخا به درته وايي، چې ''الله''؛ نو ورته ووايه، چې ويرېږئ ولې نه'' (قرآن، ٣١:١٠)
دې ته ورته خبره په زخرف سورة کې هم راغلې:
''که پوښتنه ترې وکړې، چې چا پيدا کړي يئ؛ نو درته وبه وايي، چې الله، بيا سرچپه ولې روان دي'' (قرآن، ٨٧:٤٣)
د مکې کفار پوهېدل، چې الله''ج'' د هغوى خالق، رازق او حقيقي څښتن دى؛ خو يواځې له دې کبله، چې د الله''ج'' ترڅنګ يې د بتانو لمانځنه هم کوله، مسلمانان نه شول. الله''ج'' دوى کافر او مشرک وبلل، ځکه دوى د الله''ج'' له يووالي نټه کوله او له هغه سره يې شريکان پيدا کول. په قرآن کريم کې راځي:
''په دوى کې ډېرى وګړي پر الله باندې له ايمان سره سره مشرک دي'' (قرآن، ١٠٦:١٢)
نو له دې نه څرګندېږي، چې توحيدالعباده(د يوه خداى لمانځنه) د توحيد تر ټولو مهمه برخه ده او هغه يواځنى ذات دى، چې د لمانځنې وړتيا لري او انسان ته د عبوديت جايزه ورکوي.