له (خوشحال خان خټک) کتاب نه؛
لومړى څپرکى
خټک
ويل کېږي، چې د عبدالرشيد بتان درې(١) زامن وو، چې شربون، سړبن(٢) يا سربوني، بېټن يا بېټنى(٣) او غورغشت(غرغښت)(٤) نومېدل او ټول افغاني خېلونه (قبايل) د دغو درېو تنو اولاده ګڼل کېږي. افغانان خپله د نسب لړۍ د شرخبون او خرښبون(٥) له لارې د دوى پلار (سړبن) ته رسوي.
د سړبن په اولاده کې يو سړى داسې هم شته، چې ځينې وګړي يې د هغه په اولاد کې شمېري او ځينې يې د هغه له اولادې نه ګڼي. دغه سړى کرلان يا کرلانى نومېږي، چې يوه خوندوره کيسه هم ورته منسوبه ده.
ويل کېږي، چې کرلان يا کرلانى د هوني زوى و او د قبيلوي دښمنيو له امله يې مور تر زوکړې وروسته پرځاى پرېښود او پخپله له هغه ځايه وتښتېده. تر اوږده مزل وروسته، چې پلى يې ترسره کړى و، د سليمان غره يوه کلي ته ورسېده او هلته يې پناه واخيسته. په کلي کې يې خپل ښالي(د خور مېړه)، اورمړ ته وويل، چې زوى يې (کرلان) ولټوي. اورمړ د کرلان په لټه شوه، پر غرونو او درو وګرځېد او تر ډېر زيار وروسته يې کرلان وموند؛ خو چې څوک يې ونه ويني؛ نو په کړي کې يې واچاوه او کړى پر سر يې مور ته ورساوه. مور يې د خپل کوچني په لېدو له مرګوني انتظاره راووته.
څرنګه، چې اورمړ زامن نه درلودل؛ نو خپلې ښينې( د کرلان مور) ته يې وويل، چې هلک ده ته ورډالۍ کړي او په خپله په کړي بسنه وکړي. له دې ځايه ويلاى شو، چې کرلان ته کرلانى، کړانى يا کرلاڼى(٦) د دوو لاملونو له مخې ويل شوى، يا د کړي په واسطه د ژغورنې له کبله او يا دا چې اورمړ د کړي په ورکړه ترلاسه کړى و.
کرلان، چې ځوان شو؛ نو له خپلې ترلې (د اورمړ(٧)لور) سره يې واده وکړ. د کرلان دوه زامن وشول، چې کاکى او کودى نومېدل. د کودي دوه زامن(برهان او اورک) وو، چې اولاد يې د دلازاک(٨) او اورکزي(٩) قبيلو په بڼه راوټوکېدل .
ککى بيا د شپږو زامنو پلار و، چې د څلورو هغو(عثمان، اتمان او لقمان) نومونه يې راتلونکي کول(١٠) ته هم پاتې شول او وروستنى سړى(لقمان) د نامتو قبېلې، خټک بنسټګر وګرځېد. له دې ځايه ويلاى شو، چې که څه هم دا قبيله د کرلان(١١) له اولادې څخه ده؛ خو د لقمان يانې خټک په نامه مشهوره ده. د دغې قبيلې بنسټګر (د ککي زوى يا لمسي) ته يوه کيسه هم منسوبه ده.
يوځل څلور واړه (لقمان، اتمان، عثمان او ځدراڼ) په ښکار پسې له کوره ووتل. تر يو څه مزل وروسته له يوې داسې پېښې سره مخ شول، چې پرېښودل يې ورته ناشوني وو. څو افغانې پېغلې لوبېدې، چې د سروې په څېر دنګې ونې، پاسته ماسته غړي او اوږده تور ويښته يې لرل او له حيا او غروره ډکې وې. تورو سترګواو تورو ويښتو يې پر سپين مخ زړه وړونکې منظره جوړه کړې وه. زلمو تر دې له مخه داسې ښايست نه و ليدلى؛ نو يې د زړه ور ورته پرانست او ښکلا ته يې وپسخېدل. ورونو دا غوره ښکاره وباله او نجونې(١٢) يې ترمنځ وويشلې. لقمان(١٣) چې کومه پېغله ورسېده، که څه هم په ښکلو جاموه سمبال وه؛ خو غنمرنګې وه او دغې غنمرنګۍ د نورو سهيليو پر وړاندې کم ارزښته کړې وه، ګنې پراخه تندي يې د يوې سپېڅلې پېغلې د حيا او باطني پاکۍ استازي کوله. د لقمان ملګرو ته د ټوکو پلمه په لاس ورغله او چغې يې کړې: ''لقمان په خټه لاړ'' يانې لقمان په خټه کې ونښت، چې له همدې ورځې خټک شو او اولاده يې هم د لقمان پرځاى په خټک ياده شوه.
د پاملرنې وړ يو بل روايت هم شته: خير اباد نږدې د اټک د مضبوطې قلعې، چې ويل کېږي مغلي واکمن(١٤) جلال الدين اکبر جوړه کړې، تر څنګ د خټکو لوى پلار يو لښتى د دې لپاره جوړ کړ، چې د شاوخوا ځمکې پرې اوبه کړي. که دا کيسه رښتيا وي؛ نو کېداى شي د دغه ځاى خلکو لقمان ته د دغه خدمت په بدل کې د خټک نوم ورکړ.
نوو افغاني څېړونکو دويمه شننه د هيرودتس له ستاګيدي څخه اخيستې، چې د شيتک، تتک، چټک او خټک له توجيهاتو پېژندل کېږي، ځکه د پاى دوه ګړنې(اصطلاحات) د پښتو وييونو د تلفظ له مخې د ختيز او لويديز(١٥) ګړدود توپير راښيي.
له دغو بېلابېلو ويناوو څخه جوتېږي، چې د افغانانو غوندې د خټکو نسب هم پوره څرګند او کره نه دى.
خټک په لومړيو کې د وزيرو(١٦) د (شوال) په غرونو کې ميشت وو، چې وروسته بيا وکوچېدل او بنو(١٧) ته لاړل. يو څه مهال په بنو کې د هونيو او منګلو سره وو. پر ١٣٠٠زيږدي کال شيتکو، هوني او منګل له خپلو ځمکو وشړل او د سدراون(سدراوڼ) لښتى، چې د بنو په ختيز کې يې د کرمې سيند د دواړو ښاخونو ترمنځ سيمه اوبه کوله، ونيوه؛ خو خټکو ته يې څه ونه وي. خټکو له خپلو ګاونډو قبيلو سره کومه دښمني نه درلوده.
تر يو څه وخت وروسته د شيتکو او خټکو ترمنځ هم جګړه وشوه او خټکو جونو غر (کافرکوټ(١٨) هم ورته وايي) ته مخه کړه او ټېري(١٩)، کربوغې(٢٠)، چوترې(٢١)، لاچي(٢٢) او شکر(٢٣) درې نيولې تر نيلابه(٢٤) تيت شول.
د يوې بلې وينا له مخې د خټکو لومړنى ټاټوبى د سليمان په غريزو لړيو يا لويديزې څانګې سنوال(٢٥) يا شوال(٢٦) او د سند په ښکتنيو برخو کې و، چې له هغه ځايه وزيرو وويستل او له خپل پلرني ټاټوبي څخه د هوني او منګلو سره يوځاى د بنو خوا ته په شا ولاړل. بيا يې په دويال ( سدراون يا سدرون هم ورته وايي) کې استوګنه پيل کړه؛ خو له دې ځايه هم وشړل شول او شمال ختيز لور ته يې مخه ورکړل شوه، چې ورو ورو ترکربوغې، چوترې ټيري،لاچي او سند(٢٧) سينده خپاره شول. تر يو څه وخت وروسته يې له بنګښو(٢٨) سره اړيکې ټينګې کړې او اورکزي يې له هغه ځايه وايستل. د اورکزيو په ايستو يې زيړه، پټياله او تور چېري لاندې کړل.
په بله پېړۍ کې يې خوړه او تر کابل سيند سيمه ونيوله. خټک اوس پر دوو لويو ښاخونو، يانې ختيز(اکوړه خټک) او لويديز (تري خټک) ښاخ ويشل شوي دي.
لومړني (اکوړه خټک) په پېښور اوسي او څلور پنځوس کلي لري، چې په پېښور کې ترې بلې هرې قبيلې لويه ده. وروستني (تري خټک) پر کوهاټ مېشت دي. د يوسفزيو په سيمه کې هم ډېر خټک ژوند کوي، چې د جګړيزو خدمتونو په بدل کې ځمکې ورکړل شوې دي.
خټک پر دريو څرګندو او لويو پوړونو ويشل کېږي:
الف: خانخيل خټک؛ دا ډله له ملکانو او د هغوى له خپلوانو جوړه ده.
ب: فقير خېل خټک؛ د فقير جميل بېګ، چې يو سپېڅلى صوفي سړى و، اولاده ده.
ج: کاکاخيل خټک؛ دوى د نامتو ولى الله سېخ رحمکار بابا اولاده ده. کاکا صاحب يا شېخ رحمکار بابا ډېر نېک سړى و، چې له همدې کبله ورته خلکو په درنه سترګه کتل.
ټول تاريخ پوهان په يوه خوه دا وايي، چې خټک افغانان زړور، خپلواکيپال، پر خبره ولاړ، دنګ، هډور، ځواکمن(٢٩) او کلک خلک دي. خټک د سرحد(پښتونخوا) تر نورو قبايلو متمدن او پوه خلک دي. په همدې قبيله کې د خوشحال خان په څېر لوى عالم، ليکوال او شاعر زوکړى دى. (٣٠)
١- ايلفټن څلور بللي، چې په دې توګه يې د عبدالرشيد څلورم زوى کوريله ښوولى؛ خو نورو مورخينو تاييد کړى نه دى.
(٢) الف- انسايکلو پيډيا اف اسلام (اسلامي دايرة المعارف)، لومړى ټوک، لومړۍ برخه، (١٥٢مخ).
ب- د نعمت الله هروي تاريخ.
ج- تاريخ مرصع (قلمي نسخه)
د- خلاصة الانساب (قلمي نسخه)
ه؛ رساله انساب افاغنه (قلمي نسخه
و- حيات افغاني
ز- تاريخ پشاور
ح- an enquiry into the ethnography of Afghanistan (٢١مخ)
ط- journal of a mission to Afghanistan in (1857)(٢١مخ)
ى- recess of Afghanistan(٩١مخ)
ټول په دې اند دي، چې د سړبن ار نوم ابراهيم او مور وپلار يې د ساړه طبيعت له کبله په دې نامه راباله. په دغو اثارو کې دا هم راغلي، چې سړبن ( د سړبون يا سړبوني اوښتې بڼه) د افغانانو لوى نيکه و او د دغه نوم سم تلفظ سړبن دى. خوشحال همداسې راوړى: '' پښتون په اصل سړبنى دى'' ديوان، دويمه برخه، (٥٣٣مخ)، کليات، (٧٣٦مخ)
(٣) د خوشحال دستارنامه (قلمي نسخه).
(٤) خلاصة الانساب (قلمي نسخه)؛ د غورغښت (غرغښت) سم نوم اسماعيل و؛ خو په لوبو کې د ډېرې بوختيا له کبله ورته غورغشت (غرغښت) ويل شوى، چې د غرګشت (پر غرونو ګرځېدونکى) اوښتې بڼه ده.
(٥) الف- د خوشحال دستارنامه(قلمي نسخه)
ب- بېلېو يې دrecess of Afghanistan په (٢١مخ) کې: شرجيون او کرشيون بولي او وايي، چې د برهمًًًني او راجپوتي نومونو(سورجن او کرشن) اوښتې بڼې دي. بېليو مخکې ځي او شربون يا ستره بن د سوريا وانا(شمسي توکم) اوښتې بڼه ګڼي.
ج- خلاصة الانساب يې له خيرالدين او شرف الدين راوتلې بولي. د خلاصة الانساب خبره سم برېښي. بېليو هم شرخيون د شرف الدين او خرشبون د خيرالدين په بڼه راوړي. وګورئ (mission to Afghanistan، ١٨٨٧، ٥٨مخ). بېليو د دغه نومونو په لړ کې له خپلې خبرې اوښتى او له هندي توکمه يې ګڼلي؛ خو د خپلې نظريې د بدلون په اړه يې څه ندي ويلي او نه يې کوم دليل وړاندې کړى. د بېليو خبرې سره ډېر توپير لري، چې لامل يې ښايي نه پاملرنه وي، يانې بېليو خپله نظريه بدله کړې، خو فکر يې پرې کړى نه دى، چې ولې هرڅوک له هندي توکمه وګڼي؟ بېليو، اسماعيل ته د راجپوتي سمالا اوښتې بڼه وايي. وګورئ ( ًً enquiry into the ethnography of
Afghanistan، ١٤مخ)
د- د کرلان شجره څرګنده نه ده؛ خو بېلابېل مورخين پرې بېلابېلې څرګندونې لري: د حيات افغاني ليکوال وايي، چې د پښتو په يوه کتاب (نوم يې اخيستى نه دى) کې راغلي، چې کرلان په کوچنيوالي کې يوه افغان د افغانستان له کومې لويديزې سيمې له ځان سره راووست او زوى يې ورته وويل.
ه- د خلاصة الانساب ليکوال وايي، چې د کرلان د ژغوروونکي نوم امر الدين(اورمړ) و. اورمړ د شرف الدين (شرخبون) زوى و او شرف الدين بيا د سړبن زوى و.
و- خوشحال خان خټک ورته د هوني زوى وايي او د سړبن له خپلې اولادې يې بولي، وګورئ! تاريخ مرصع) چې روزنه يې اورمړ کړې. (وګورئ، دستارنامه، قلمي نسخه، دستارنامه، د محمد عبدالشکور په زيار، پېښور، ١٧٧مخ)
ر- دلازاک، کرلان سيد ګڼي او وايي، چې د نسب لړۍ يې سيد عوف ولد سيد رجال ولد سيد حاتم ولد سيد اسماعيل ولد امام جعفر ولد امام باقر ولد زين العابدين ولد امام حسين ولد حضرت على (ض) ته رسېږي.
[1] (٦) الف- تاريخ مرصع (قلمي نسخه)
ب- حيات افغاني
ج- د ځلاصة الانساب کيسه لږ توپير لري؛ خو د کړي په بدل کې د کرلان يا کرلاني ورکړه مني او د کرلان يا کرلاڼ بېلنګ(مشتق) تاييدوي.
(٧) الف- د خلاصة الانساب له مخې د کرلان ژغورونکى امرالدين و او امرالدين د اورمړ زوى و، يانې اورمړ د امرالدين پلار بولي.
ب- بېليو وايي، چې د ژغورونکي نوم زکريا و او کړى د هغه ملګري عبدالله، چې د زکريا پڅېر يې له اورمړ قبېلې سره تړاو درلود، موندلى و. بېليو دا هم وايى، چې د کړي په بدل کې د کوچني د ورکړې خبره د دوى ترمنځ شوې وه. وګورئ(mission to Afghanistan، ١٨٥٧، ٦٣مخ)
(٨) الف- د بېليو په اند، دوى راجپوتان دي او له افغانانو سره جوت توپير لري. نوموړى مخکې ليکي، چې دوى ساکيان دي، چې يو وخت د يوسفزيو پر سيمه اوسېدل. بېليو دوى د بدسکيموني پيروان بولي او د دوى مذهب د بودايزم جرړه او بنسټ ګڼي.
ب- د اخوند دروېزه په وينا، د يوسفزيو د بريد پر مهال دوى بت لمانځونکي او شراب خواره وو.
ج- په تاريخ مرصع کې دلازاک په کرلاڼيو پورې تړل شوي.
د- د پلوډن ١٧٧او ١٨٥مخونه او د ١٨٦مخ لمن ليک هم د اخځونو په توګه وګورئ.
(٩) الف- د الفنسټن د وينا له مخې دلازاک د خيبريو له دريو برخو څخه يوه برخه ده.
ب- افغانه قبيله اورکزي د قيس عبدالرشيد اولاده ده او په تيرا کې ډېر نفوذ لري. ويل کېږي، چې د د شاجهان د واکمنۍ پرمهال نواب سيد خان د دغې قبيلې نامتو مشران
( باقي محمد، ملک نور او دروېش خان) راوغوښتل او په بانه ماړۍ کې يې ورته ځايونه ورکړل. (تاريخ مرصع)
ج- د حيات افغاني ٣٠٩مخ هم وګورئ.
(١٠) الف- په حيات افغاني کې راغلي، چې د ککي څلور زامن(برهان، خوګياڼى، سليمان او شيتک) وو.
ب- خلاصة الانساب يې يوازې د دوو زامنو ( سليمان او شيتک) يادونه کړې.
ج- تاريخ مرصع شپږ بللي؛ خو نومونه يې د څلورو( عثمان، اتمان، لقمان او ځدران) اخيستي. د تاريخ مرصع د همدغه مخ په نورو کرښو کې ځدران د عثمان، اتمان او لقمان تره او د ککي ورور ښوول شوى؛ خو دا شونې نه ده، ځکه ټول لاسوندونه په يوه خوله وايى، چې د ککي يوازې يو ورور و او کودى نومېده.
د- ځکه پلوډن ويل، چې ځدران د ککي زوى و او لقمان، اتمان او عثمان د ککي لمسي وو.
و- حيات افغاني د پلوډن په څېر لقمان، اتمان او عثمان د ککي لمسي بولي؛ خو ځدران هم د ککي په لمسيو کې راولي.
ه- دا لاڅه چې د خوشحال دستارنامه او بياض هم سره په دې لړ کې په يوه خوله نه دي. په دستارنامه کې د لقمان، عثمان او اتمان پرځاى لقمان، عثمان او سليمان د برهان درې زامن بلل شوي او برهان ته بهرام او ابراهيم هم ويل شوي. تر دې لږ وروسته په همدغه اثر کې برهان او ځدران ته د کودي زامن ويل شوي؛ خو تاريخ مرصع(قلمي نسخه) بيا برهان او اورک د کودي د زامنو په توګه راپېژني. ښايى، دا تېروتنه د دستارنامې کاتب کړې وي.
(١١) الف- خټک يو افغان خيل دى، چې د پښتنو په کرلان څانګې پورې اړه لري(اسلامي دايرة المعارف، يوولسم ټوک، دويمه برخه، ٩٢١مخ)
ب- د پېښور په افغاني قبايلو کې تر ټولو مهمه قبيله ده. ( Peshawar district gazetteer، د پېښور ولسوالۍ سرشمېرنه، ١٢٧مخ، ١٩٢١کال)
ج- خټک افغانان دي. ( رياض المحبت، قلمي نسخه، انډيا افس لايبرري لندن)
(١٢) تاريخ مرصع (قلمي نسخه)، تاريخ مرصع، د دوست محمد کامل په زيار، ٢١٨ او ٢٥٦مخونه.
(١٣) الف- دPeshawar district settlement) ) (د ١٨٧٨کال راپور) په ٨٠مخ کې راځي، چې لقمان ته واک ورکړل شو، چې د ځان لپاره نجلۍ خوښه کړي. څرنګه چې د نجونو مخونه پټ وو؛ نو غوراوى د هغه د هيلې خلاف وخوت.
ب- بېليو په (recess of Afghanistan ) کې ليکي، چې وېش ترسره شو؛ نو نجونو له مخونو پلونه لېرې کړل.
ج- په تاريخ مرصع کې دا خبره (د نجونو له مخونو پلونه لېرې کړل شول) تاييد شوې نه ده، يوازې دومره ويل شوي: '' درې څلور جونه له قبېلې د افغان صحرا ته وتلې وې، يو د بله بېښ شول''. (د بلوډن د ١٨٧مخ په ژباړه کې يوڅه بدلون راغلى)
يادونه: لقمان ته واک ورکول، چې له نجونو يوه ځانته بېله کړي، يا په نجونو پچه اچول د نامسووليته تاريخ ليکنې غوره بېلګه ده. دغه پېغلې به هم د چا لوڼه وې او دومره بېڅوکه به نه وې، چې د ريوړيو پڅېر ويشل شوې واى. دا بې بنسټه کيسه د پښتنو په کولتور کې ځايېدلاى نشي. پښتانه د خپلې کورنې د ښځو بې پتي او سپکاوى زغملاى نشي او که داسې وهم شي؛ نو د ښځې پر لمن لګېدلى داغ په اوبو نه، په وينو مينځي. پښتانه ښځه خپله حيا او شرم ګڼي او هېڅکله له خپله شرمه نه تېريږي. په تېره دا چې پر خور يا لور دې يې پچه اچول کېږي او دى دې ورته ګوري. (لومړى ژباړن، ډاکټر اقبال نسيم خټک)
(١٤)الف- تاريخ مرصع (قلمي نسخه)
ب- حيات افغاني، ٣١٩مخ
ج- بېليو،recess of Afghanistan ، ٨٨مخ.
د- hashtnagar Peshawar district settlement report ))، ٨١مخ.
و- Peshawar district gazetteer، ١٩٣١کال، ١٢٧مخ
ه- پلوډن ١٨٧مخ
(١٥) الف- بېليو، recess of Afghanistan، ٨٥مخ
ب- غالبا همدا خلک دي، چې سټخ تجارتي راجپوت باله شي. (اتنو ګرافي، ١٠٨مخ)
ج- دوى د بنو د شيتک له پښته دي. (اتنو ګرافي، ١٠٧مخ)
(١٦) وزير، افغانه(پښتنه) قبيله ده، چې د ټل په شمال او د ګومل په منځ کې اوسېږي. (پلوډن، د ١٩٢مخ د لمن ليک يادښت)
(١٧) الف- بنو د شمال لوليديزې سرحدي صوبې برخه ده، چې د (٣٢×٣٣) په شمالي عرض البلد په منځ کې واقع ده. د نورو کلمو په څېر پر (بنو) هم د ابهام پرده خپره ده. بنوڅيان وايي، چې دوى د شيتک د ښځې (بانو) اولاده ده او (بنو) له بانو نه اخيستل شو؛ خو د فاهيان او هيون سانګ په اند، اکره، چې د بنو لرغونې پلازمېنه وه، له اوسنيو بنو څخه ډېره لېرې نه ده او نه د درې پخوانى نوم (پوني) له بنو سره ډېر توپير لري. په اغلب ګومان هغه کلمه، چې د بنو نوم ترې راوتى، ډېر پخوانى نه دى. (Banu district gazetteer، ١٩٠٧زيږدي)
ب- هوني او منګل د خټکو په څېر کرلاني دى او د کودي اولاده ده، له شيتکو سره تر جګړو وروسته هوني هندوستان ته لاړل او منګل د کرمې په لويديځ کې د خوست او سور شمال ته وخوځېدل. (پلوډن، د ١٩٢مخ د لمن ليک يادښت)
ج- د منګلو لپاره د حيات افغاني ٣١٠مخ وګورئ.
(١٨) الف- د بهادرخېلو او نرۍ درې په لويديځ کې، کافرکوټ د وزيرو پر پوله پروت يو لوړ غر دى. دا غرونه پېچلې درې او اوږدې لړۍ لري او په يو نيم ځاى کې په يوبل کې داسې ورننوتي دي، چې د يوې لرغونې ماڼې د پاتې شونو ګومان پرې کېږي.
ب- د جونو (پېغلو) غر هم ورته وايي، ځکه د ځاى اوسېدونکو په وينا دلته دوه پېغلې نجونې د خپلې دعا پر اساس په ډبرو اوښتې وې. (پلوډن، د ١٩٢مخ لمن ليک)
(١٩) د لويديزو خټکو سيميزه منځۍ(مرکز) دى. دا کلى د کوهات او بنو ترمنځ له غزېدلي سرک نه څلور ميله لويديځ خوا ته د يوې ويالې پرغاړه پروت دى.
(٢٠) ټيرى په شمال لويديز کې د يوه کلي نوم دى.
(٢١) د درې برنې برخې ته، چې د بهادرخېلو، نرۍ او لواغر د غرونو په منځ کې پرته ده، چوتره وايي. چوتره پراخې ځمکې لري، چې ځاى ځاى کوچنيو غريزو لړيو سره بېلې کړې. همدا راز په مرکزي برخه کې ښايسته غټ ميدان هم لري. (Kohat district gazetteer، ١٨٨٣-٨٤ کال، ١٣مخ)
(٢٢) دا د کوهاټ چاوڼۍ لويديځ اړخ ته د کوهاټ او بنو ترمنځ له پراته سرک نه اوولس ميله واټن لري.
(٢٣) د سند سيند پر کيڼه غاړه پرته ده. شکر دره د (شګې درې يا شګلنې درې) اوښتې بڼه ده. دا يوه شنه او ښېرازه سيمه ده. (Kohat district gazetteer، ١٨٨٣-٨٤ کال، ١٣مخ)
(٢٤) د اټک په سهيل لويديز کې د زاويې په بڼه واقع ده او زاويه ترې سند سيند جوړه کړې. نيلاب ورته ځکه وايي، چې دلته د سند سيند اوبه شنې دي. (پلوډن، ١٩٣مخ)
(٢٥) الف- بېليو،recess of Afghanistan، ٨٢مخ
ب- د بېليو د اتنوګرافۍ له ١٠٧مخ نه څرګندېږي، چې د خټکو لومړنى ټاټوبى د سليمان غره په ختيځو برخو، شوال او برمول کې و.
(٢٦) د حيات افغاني ٣٢٠مخ د شوال په اړه خوندورې خبرې لري.