پوښتنه
د هغه کلي نه راغلي ميلمه؟
وايه د هغه کلي حال څنګه دى؟
چې څه بدلون پکې راغلى که نه؟
دخلکو فکر څنګه خيال څنګه دى؟
اوس هم د هغه ځاى ليکو ال شاعران
د افسرانو قصيدې وايي؟
اوس هم د هغه ځاى خانان ملکا ن
ځان درنوي خپلې درنې وايي؟
اوس هم د هغه ځاى غريب دله دى؟
په ټوک ډوډۍ پردۍ حجرې ساتي؟
په شاباسي باندې مرګونه کو ي؟
شان د خانانو د شملې سا تي؟
مجرمان ! اوس هم سپين سپيڅلي ګرځي؟
افسران اوس هم رشوتونه اخلي؟
سمګلران! اوس هم د نوټونو په زور
د چا ايمان د چا سرونه اخلي؟
د هغه کلي نه راغلي ميلمه!
وايه د هغه کلي حال څنګه دى؟
هلته کې اوس هم د عاشق زندګي؟
په غم لړلو اسويلو کېږي؟
اوس هم د مينې د مئين زندګي
په فريادونو په زبيرګو کيږ ي؟
اوس هم د هغه ځاى د ښکلو فرقه
د عشقه بود غواړي بهبود غواړي؟
له مئينانو نه څه بوده کوي؟
د محبت له سره سود غواړي؟
له هغه کلي نه راغلي ميلمه!
وايه زما د ﻻلي حال څنګه دى؟
چرته په لار کوڅه کې ښکاري که نه؟
څوک يې په ښه بده کې ستايي که نه؟
زما غزلې خو ترې هيرې نه دي؟
د خپل ښايست سندرې وايي که نه؟
رښتيا زما هغه ياران څنګه دي؟
د محبت په ﻻره سم دي که نه؟
د غيرت اور خو يې مړ شوى نه دى؟
په مينه هغسې محکم دي که نه؟
د هغه کلي نه راغلي ميلمه!
وايه د هغه کلي حال څنګه دى؟
دبمبوريت د يوې کلاشې پيغلې
په نوم
د حسن د رنګونو د ګلونو بلې شمعې
د غرونو د ښايست په ګړنګونو بلې شمعې
دنوي پيغلتوب په بام ولاړې جادوګرې
په زړه کې د شاعر د محبت نوې سندرې
منم چې ته د ډيرو خوشحالو سره نا اشنا يې
د نوي ژوند د نوې رنګينو سره نا شنا يې
منم چې ستا په ژوند کې به بلا څيزونه کم وي
منم چې ستا په زړه به د بلا څيزونو غم وي
منم چې ته به ډيرو رڼاګانو ته پسخيږې
منم چې ته به ډيرو اداګانو ته پسخيږې
منم چې ستا د کلي په کورونو کې تيرې دي
منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي
خوته د خپل ښايست د پيغلتوبه خبر نه يې
خو ته د خپل تهذيب د سړيتوبه خبر نه يې
ته د لته د فطرت د رنګينو په غيږ کې اوسې
ته دلته د قدرت د تماشو په غيږ کې اوسې
ته دلته بله شمع د رنګونو د قيامت يې
ته دلته کې ښايست يې ليونتوب يې محبت يې
ته دلته د انګورو د ترخو اوبو خمار يې
ته دلته د خپل زړه د خپلې خوښې خپل اختيار يې
شپيلۍ وهې شپيلۍ وهې چې ګرځې په پټو کې
چې زړه دې اوشي ګډه شې د کلي په کوڅو کې
دخپل زړه خپلې خوښې د انا په تار غږيږې
په چا چې دې زړه ورشي د هغه سره ګډيږې
بې غمه، نا خبره، د ثواب او له ګناه يې
خو! بيا هم په زړه سپينه يې معلومه يې صفا يې
دژوند د بې وسۍ د مصيبته خبر نه يې
د نو م منافقت د مصلحته خبر نه يې
دا تا چې د کوم نوي ژوند خبرې اوريدلي
دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته ويلي
په هغه ژوند کې څه دي که صفا مې درته اووې
دروغ به درته ښکاري که رښتيا مې درته اووې
دهغه نوي ژوند د سړيتوب بلا کمۍ دي
دهغه ځاى دخلکو څه ناشوني مجبورۍ دي
ژوندڅه دى، يو بلا ده يو عذاب دى يو هيبت دى
دوکه ده، بې ايماني ده، سراسرمنافقت دى
ذهنونه پکې هسې د وهمونو کارخانې دي
سرونه د پيريانو د ديوانو ښاريې دي
فکرونه د تارکولو غزيدلي سړکونه
خيالونه د سيمټو د سيخونو دکانونه
ځوانان پکې هغه چې جوړولىشي نوټونه
سړي پکې هغه چې ډکولاى شي بينکو نه
ښايست يې په پردو رنګونو ځان سنګارول دي
الفت يې د دروغو د د رنګونو کنستل دي
جانان يې يو رنګين مهين پۍمخى غوندې دام دى
جنون يې د غرض په لمبو سوى تور غلام دى
ياري پکې د سپينې خود غرضه بوډۍ ټال دى
خپلوي پکې د خپلو غرضونو نرى جال دى
ګناه پکې د هرې ناروا لاس اخستل دي
ثواب د چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي
عصمت پکې د ښار د کباړي د دکان کوټ دى
قيمت دسړيتوب پکې دسلو روپو نوټ دى
غيرت پکې يو شى دى په يوه کاسيره کيږي
ايمان پکې د هر څه نه په ښه بيعه خرڅيږي
دحسن د رنګونو دکانونه په پيسو دي
د ښکلو د مخونو تصويرونه په پيسو دي
هر خيال د سړيتوب پکې ناشونى غوندې شى دى
احساس د محبت پکې بې وسه ليونى دى
ژوند څه دى خو د ژوند په حقيقت پورې خندا ده
په حسن پورې ټوکې دي، الفت پورې خندا ده
چې دلته راپه ياد شي زړه مې و رپي، خفه شي
ورغلي پرهرونه مې خله پرانيزي، کچه شي
حيا مې لکه وينه په رګونو کې توده شي
احساس د بې وسۍ لکه ګرمکې راچوکه شي
زه خپله د هغې تهذيب د لارو کوڅو ستړى
زه ستا دسترګو وړاندې دهغې اديرې مړى
په ما که دې څه وس رسي واپس مې راژوندى کړه
په ما مهرباني وکړه د ځانه مې لوګى کړه
په ما کې که څه ساه وي هغه ساه زما نه واخله
زما سره که ښه کوې نو ما زما نه واخله
اوبه که د انګورو لږې پاتې وي نو راکړه
زما د وجود وينه په ترخو اوبو صفا کړه
زما خواره دردونه په خالونو کې راپنډ کړه
زما د زړه زخمونه د شليدلې ګګرې ګنډ کړ ه
ما دلته ددې غرونو د ماښام په دعا رنګ کړه
په دې پولو مې اونوله په دې لښتو مې بنګ کړه
قربان شمه لوګى شم ما د خپلو سترګو تور کړه
د دې غرونو په دغه ګړنګونو کې مې خور کړه